سپتمبر 24, 2020

مرتث شهید چاته ویل کیږي ؟

مرتث شهید چاته ویل کیږي ؟

الاستفتاء  : محترم مفتي صاحب که دمرتث شهیدپه اړه معلومات راکړئ  مهرباني به مووي  یعني داچې مرتث کوم شهید ته ویل کیږي ، اوپه کومو شیانو سره مرتث ګرزي  ؟

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: مرتث هغه شهید ته ویل کیږي چې دجنګ په ډګر کې زخمي شې اوسمدستي شهیدنه شې ، مرتث شهید له عامو شهیدانو څخه داتوپیر لري چې مرتث شهید ته غسل ورکول کیږي ،اوعامو شهیدانو ته غسل نه ورکول کیږي  .

اودشهید ارتثاث په لاندي څیزونو ثابتيږي

۱= چې له زخمي کیدو وروسته  په هوش  اوپوهیدو سره خوراک یا څښاک وکړي ،

۲= په هوش اوپوهیدو سره ویده شې اوخوب وکړي  .

۳=چې تداوي یې کیږي اودی په هوش اوحس کي وي یاپه ځان تداوی کوي  اوپوهیږي  ،

۴= چې دجنګ له ډګر څخه ددارودرمل لپاره  انتقال شې ،په ځان پوهیږي اوبیداره وي  ،

البته که یې دجنګ له صحني څخه دلیري کولو له امله ؤ یاله دي امله چې کافران یې یونه شې نوبیاله انتقال وروسته که شهیدهم شې مرتث نه ګڼل کیږی یعني غسل نه ورکول کیږي .

۵= دیوه لمانځه وخت ورباندي تیرشې اودی په هوش کې وي اوپوهیږي  .

۶= چې بیع اوشراء یعنی اخستل اوخرڅیدل  وکړي  ،

۷=  چې ملګرو ته وصیت  یاتوصیې وکړي  ،یاددنیا دکارونوښوونه ورته وکړي  .یاداسې نوري خبري ،البته که داخبري یې داخرة په اموروکې وي ، یاددنیاپه امورکې وي خولیږ وي یعني یودوه کلمي وي نوبیا مرتث نه ګرزي  ،

۸= چې په خپله دجنګ له میدان څخه ووزي  .

۹= داټول شرطونه هغه مهال دي چې جنګ خلاص شوی وي اودوړاندینیو امورو دسرته رسولو وروسته دغه تن په شهادت ورسیږي ، اوکه دجنګ په مهال کې دغه امور ورپیښ شې نوبیا هم مرتث نه ګرزی  .

في الدرالمختار بردالمحتار  باب الشهید : ۲\۴۱۸ وطبع اخری  ۱\۶۷۲ ( أو جرح وارتث ) وذلك ( بأن أكل أو شرب أو نام أو تداوى ) ولو قليلا ( أو أوى خيمة أو مضى عليه وقت صلاة وهو يعقل ) ويقدر على أدائها ( أو نقل من معركة ) وهو يعقل ، سواء وصل حيا أو مات على الأيدي وكذا لو قام من مكانه إلى مكان آخر بدائع ( لا لخوف وطء الخيل أو أوصى بأمور الدنيا ، وإن بأمور الآخرة لا ) يصير مرتثا ( عند محمد وهو الأصح ) جوهرة لأنه من أحكام الأموات ( أو باع أو اشترى أو تكلم بكلام كثير ) وإلا فلا ، وهذا كله إذا كان ( بعد انقضاء الحرب ولو فيها ) أي في الحرب ( لا ) يصير مرتثا بشيء مما ذكر ، وكل ذلك في الشهيد الكامل ، وإلا فالمرتث شهيد الآخرة وكذا الجنب ونحوه ،

وفي ردالمحتار تحته  : ( قوله أو تكلم بكلام كثير ) يمكن حمله على كلام ليس بوصية توفيقا بينهما ، لكن ذكر أبو بكر الرازي أنه لو أكثر كلامه في الوصية غسل لأنها إذا طالت أشبهت أمور الدنيا بحر عن غاية البيان .

قلت : يمكن حمل ما ذكره الرازي على الوصية بأمور الدنيا بدليل ما مر من وصية سعد ، فإن فيها كلاما طويلا ( قوله وإلا فلا ) أي وإن لم يكن كثيرا ككلمة أو كلمتين فلا يكون مرتثا ( قوله وهذا كله ) أي كون ما ذكر في بيان الارتثاث موجبا للغسل درر.

ومثله في الهندیة ۱\۱۶۸

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts