سپتمبر 24, 2020

آیا یواځې په جهاد بالمال دجهادفریضه اداء کیږي ؟

آیا یواځې په جهاد بالمال دجهادفریضه اداء کیږي ؟

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! په قرآن کریم اواحادیثو کې په قتال ځانته امرشوی اوپه جهادبالمال ځانته امرشوی دی ،همداراز په حدیث کې په لساني جهاد هم امرشوی دی ،نواوس دادرې واړه جهاد فرض دي اوکه یوتن  یوله دغه جهادونوڅخه وکړي فرض اداء کیږي ؟ بینوا توجروا . ملامحمدعفی عنه

الجواب :حامدا ومصلیا وبعد:جهاد چې کله فرض شي اودفرضیت شرائط يې موجود شي ،مثلا کفار په یوه اسلامي ملګ یرغل وکړي ،اسلامي نظام ړنګ  کړي ،مسلمانان شهیدانوي ،اواسیران کوي يې اوداسي نور … نوپه دې صورت کې په هرمسلمان  چې وس اوطاقت ولري په نفس ،مال ،ژبه ،اوقلم اونورووسائلو سره جهاد فرض ګرزي .

که یوسړی په داټولو قدرت لري مګر دی یواځې په مال جهاد کوي اودانور نه کوي بیانو ګنهګاریږي ، نودیوه مسلمان چې څومره خپل وسع وي په هغوټولو امورو به جهاد کوي .

في البدائع ۶\۵۷ : وفي عرف الشرع یستعمل في بذل الوسع والطاقة بالقتال في سبیل الله عزوجل بالنفس والمال واللسان وغیرذلک .

وفي البحر ۵\۱۲۴ من کان قادرا علی الجهاد بنفسه وماله فعلیه ان یجاهد بنفسه وماله …وحق الجهاد ان یجاهدبنفسه وماله .

وفي التبیین ۳\۲۴۲ واحوال الناس مختلفة فمنهم  من یقدر علی الجهاد بالنفس والمال  ومنهم من یقدر باحدهما وکل ذلک واجب الخ

Related posts