اکتوبر 25, 2020

دقرائت په پای کې “صدق الله العظیم ” ویل !

دقرائت په پای کې “صدق الله العظیم ” ویل !

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! دقرآن کریم دقرائت څخه وروسته په پای کې صدق الله العلی العظیم ویل څرنګه ده ؟ له یوه سلفي څخه مي واوریدل چې دابدعت دی ؟ آیا دارښتیاده ؟ بینوا توجروا

الجواب : دقرآئت په اختتام کې مذکوره الفاظ ویل : له آدابو دتلاوت څخه دی ،بدعت نه دی ،په قرآن کریم اواحادیثو کې ددې لفظ استعمال راغلی دی :

قال الله تعالی : قل صدق الله . فاتبعوا ملة ابراهیم حنیفا ()  وقال الله تعالی :ولما رئی  المومنون الاحزاب قالوا هذا ماوعدنا الله ورسوله  وصدق الله ورسوله …

عن  عبدالله بن بریدة رض ان اباه حدثه قال رئیت رسول الله صلی الله علیه وسلم ….یخطب  …..فقال صدق الله ورسوله …رواه ابن ماجة  برقم ۳۶۰۰

وفي الفقه علی المذاهب الاربعة : بحوالة دارالعلوم زکریا : ۷\۷۶۴….فیکف یجرء احدفي هذه الایام  ان قول صدق الله العظیم بعدالانتهاء من قراءة القرآن بدعة ،اکرر التحذیر من التعجیل في اصدار احکام فقهیة قبل تأکدمن صحتها …

ومثله في فتاوی دارالعلوم زکریا ۷\۷۶۴

کتبه: نصیب الله عفی عنه

Related posts