اکتوبر 25, 2020

داسلامي تشریع اساسات (۱۰) برخه

داسلامي تشریع اساسات (۱۰) برخه

 

دتقلـــيدتحقیقي ځیرنه!

 

   لیکوال :مفتي فضل هادي (سالک)

په تیره څیړنیزه لیکنه  کې مو دومره ثابته کړه، چې تقلیدپه فروعاتو کې  جایز دی او دعوامو لپاره یې زیات  علماء  واجب  هم  بولي ،دې لیکنه  کې  به دتقلید  په معنی بحث  وکړو او هم به دا مفصلا ًوڅیړو، چې یوازې په فروعاتو کې تقلید ضرور دی، که نه په اصول الدین یا عقایدو کې هم روا دی ؟او علماء  ددې  مسئلې  په وضاحت کې څه وایي !

دتقلید لغوي معنی :په (روضة الناظر لابن قدامة 2 / 449 ط ثانية ، الرياض مكتبة المعارف 1404 هـ .)کې لیکي  : التَّقْلِيدُ لُغَةً : مَصْدَرُ قَلَّدَ ، أَيْ جَعَلَ الشَّيْءَ فِي عُنُقِ غَيْرِهِ مَعَ الإِحَاطَةِ بِهِ) یعنې تقلید دلغت له حیثه دقلد مصدر دی ،او داکلمه  دلغت په لحاظ د چا په  غاړه کې داسې غاړکۍ اچولو ته وایې، چې په ټوله غاړه یې احاطه کړي وي ،لکه چې داسې یو څوک ووایې چې  : َقَلَّدْتُ الرَّجُلَ السَّيْفَ فَتَقَلَّدَهُ : إِذَا جَعَلَ حَمَائِلَهُ فِي عُنُقِهِ…یعنې یو سړي ته مې غاړه کې توره داسې ورواچوله  چې دا حمایل یې ټول په غاړه شول . په (لسان العرب ، اومختار الصحاح)کې  وایې   : وَفِي التَّهْذِيبِ : تَقْلِيدُ الْبَدَنَةِ أَنْ يُجْعَلَ فِي عُنُقِهَا عُرْوَةُ مَزَادَةٍ ، أَوْ حِلَقُ نَعْلٍ ، فَيُعْلَمُ أَنَّهَا هَدْيٌ . وَقَلَّدَ فُلانًا الأَمْرَ إِيَّاهُ . وَمِنْهُ تَقْلِيدُ الْوُلاةِ الأَعْمَالَ)ژ:او په التهذیب کې لیکي  چې : دبدنې تقلید دادی ،چې غاړه کې یې رسۍ واچوي ،یا پڼه ورته ترغاړې کړي ،نوددې نه به معلومیږي، چې دابدنه دکعبې هدیه ده ؛ یاد تقلید معنی داده، چې فلاني ته یې کومه دنده وروسپارله  او همداسې   والیانواومشرانو ته وظایفو سپارلو ته هم دتقلید کلمه کارول کیږي .

الموسوعة الفقهیة الکویتیة کې لیکي چې :تقلید په شریعت مطهره کې  په څلورو معنی ګانو استعمالیږي ، لومړۍ معنی  یې :  والي  او یا قاضی ته دوظیفې سپارل ؛ دویمه معنی : هدایاووته غاړه کې کومه نښه اچول،ترڅو چې  نورو اموالو سره یې فرق وشي ؛دریمه  معنی :تعویذونه وغیره غاړه کې اچول ؛څلورمه معنی اوهغه  معنی چې زمونږ دلته څیړنه کې هم مراد ده  هغه  : التَّقْلِيدُ فِي الدِّينِ وَهُوَ الأَخْذُ فِيهِ بِقَوْلِ الْغَيْرِ مَعَ عَدَمِ مَعْرِفَةِ دَلِيلِهِ . أَوْ هُوَ الْعَمَلُ بِقَوْلِ الْغَيْرِ مِنْ غَيْرِ حُجَّةٍ /روضة الناظر بتعليق الشيخ عبد القادر بن بدران 1404هـ 2 / 450 القاهرة المطبعة السلفية ، وإرشاد الفحول للشوكاني ص 265 . القاهرة . مطبعة مصطفى الحلبي 1356 هـ .)ژ : تقلید په دین کې دې ته ویل کیږي، چې پرته ددلیل غوښتلو څخه دبل چا په قول باور وکړي او ویې مني ،یا داچې تقلید دې ته وایې، چې دبل کوم عالم په قول له حجت څخه په غیر عمل وکړي .

په (شرح مسلم الثبوت 2 / 400 . القاهرة ، مطبعة بولاق ، 1322هـ ، المستصفى مطبوع مع مسلم الثبوت 2 / 387 . الطبعة المذكورة ، او روضة الناظر 2 / 450 .)کې دتقلید په هکله داسې لیکي چې :تقلید له حجت پرته دبل چا دقول منل دي، لکه څنګه چې یو عام شخص د مجتهد قول قبول کړي ،خوداچې څوک پخپله درسول الله صلی الله علیه وسلم قول ته رجوع  وکړي ،نو دې  ته تقلید نه وایې ،همداسې که څوک  اجماع امت ته مراجعه وکړي، نو هم ورته تقلید نشي ویل کیدای ،ځکه دې کې رجوع ما هو الحجت ته فی نفسه  راغله او پخپله اصل ته پکې صیرورت وشو، نو دې ته تقلید نه وایې ،تقلید هغه دی چې دکوم منل شوي امام یا مجتهد قول باندې دده څخه ددلیل له غوښتلو پرته عمل وکړي او ویې ومني !

دتقلید حکم

لکه مخکې مو چې ورته نغوته وکړه، فقهاء وایې، چې ددین په ضروري مسایلو کې لکه  لمونځ ،روژه ،زکات ،حج وغیره …کې تقلید  ضرور ندی ،بلکې دا به پخپله مباشرة ً  له شارع څخه اخلي ،همداسې دجمهورو اصولیینوپه عقیده عقایدو کې دچا تقلید ندی جایز،لکه  دالله تعالی په وحدانیت ،وجود اودعبادت په افراد  کې یې ،همداسې دالله جل جلاله پیغمبر صلی الله علیه وسلم دصدق په معرفت کې ،چې دوئ وایې چې دې ټولو کې به تفکر ،تدبرکوي او خپل قلبي طمانیت به پکې دعلم په وسیله خپلوي ،دوئ ددې خبرې داثبات لپاره دادلایل راوړي : الله تعالی فرمایې { بَلْ قَالُوا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِمْ مُهْتَدُونَ } (سورة الزخرف / 22 .) ، وَلَمَّا نَزَلَ قَوْله تَعَالَى : { إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لأُولِي الأَلْبَابِ } (سورة آل عمران / 190) قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لَقَدْ نَزَلَتْ عَلَيَّ اللَّيْلَةَ آيَةٌ . وَيْلٌ لِمَنْ قَرَأَهَا وَلَمْ يَتَفَكَّرْ فِيهَا ” (أخرجه ابن حبان).

ځینې فقهاء وایې چې عقایدو کې هم تقلید جایز دی او دوئ ددې مخکینۍ نظریې انتساب ظاهریه وو ته کړی !

البته جمهور اصولیین وایې چې دعقایدو غوندې دعدم تقلید حکم هغه مسایل هم اخلي چې ددین څخه بالضرورة معلومیږي او  ارکان خمسه پکې شاملیږي  .

فروعاتو کې دکوم مجتهد تقلید

په فروعي مسایلودتقلید په هکله دعامو اصولیینو او ډیرو علماوو نظردجواز او حتی دعام مسلمان لپاره  چې داجتهاد  استعداداو قوت پکې نه وي ،دتقلید پروجوب حکم  کوی ،خو یو کم شمیر علماء  په دې باب مخالف نظر لري، چې تفصیل به یې لاندې بحث کې ذکر شي .

په (روضة الناظر 2 / 451 ، 452 ، إعلام الموقعين 4 / 187 ـ 201 ، او إرشاد الفحول ص 266 .) لیکل شوي ،چې  جمهور اصولیین علماء وایې: چې تقلید جایز دی ،ځکه مجتهد به یا مصیب وي، یا به مخطئ وي ،چې دې صورت کې  هم ورته ثواب ورکول کیږي او ګناهګار یږې نه ،بلکې په عامي شخص (غیر عالم )باندې تقلید واجب دی ،داځکه چې دا امي شخص هم دشرعي احکامو په تعمیل باندې مکلف دی ،اوده  ته  دلایل  نه  وي  څرګند ،پرده باندې ددلایلو دخفاء تیاره خپره  وي ،داشخص نظر او اجتهاد ته محتاج دی ،خو که عوام هم په اجتهادباندې مکلف شي ،نودې سره به دنسل او کښت انقطاع راشي، دکسبونو اوصنایعو امو راتو ځنډ وخنډ به رامنځته شي، چې ټولنه به دسختو مشکلاتو اوستونزو سره مخ شي اوبل داچې ځینوصحابه کرامو رضی الله عنهم به هم  ځینونورو  ته فتواوې ورکولې  اوهمداسې  به یې  نوروخلکوته به یې  فتوې ورکوله، خودوئ ته یې داجتهاد دمرتبې ترلاسه کولو باندې حکم نه کاوه .

الله جل جلاله هم له علماوو نه دمسایلو په پوښتلو کې امر کړی دی، لکه چې په سورت النحل / 43 آیت کې فرمایي : { فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ }نور هم داسې دلایل شته، چې دتقلید جواز اوعامی یا امي ته ترې دتقلید وجوب ثابتیږي ،چې همدا نظر دزیاتو علماوو غښتلي رأیه  ده، ځکه که عوام هم دکوم داسې منل شوي عالم تقلید باندې وجوباً مکلف نشي، نو اسلامي جامعه به دپیچلو ستونزو سره مخ شي او خلک به دمسایلو په حل کې لا لهانده او سرګردانه ګرځي راګرځي ،نه به دبي علمۍ په وجه  پخپله  په مسئله پوهیږي او نه به دکوم عالم تقلید ورته واجب وي ،چې دې سره به ورځنۍ چاري دځنډ وخنډ سره مخامخ شي او ټولنه به دتحیر او سرګردانۍ ښکار شي ،نو ددغو وجوهاتو او عواملو په  وجه نن سبا پرعامو مسلمانانو تقلید واجب او په مذهبي دایره کې ننوتل ورته دفتنو او مشکلاتو څخه دخلاصون خورا ښه لاره ده  او بس !

په (الموسوعة الفقهیة)  کې لیکي چې :دحافظ ابن عبدالبررح،علامه ابن قیم الجوزی رح او علامه شوکانی رح  په څیر علماء وایې چې تقلید حرام دی او دوئ استدلال پدې  ډول کریمه وو آیتونو او دعلماوو په اقوالو  سره کوي ،چې پکې دتقلید مذمت بیان شوی دی ( چې البته په تیر بحث کې مو وویل چې  ددې  آیتونو څخه غیر شرعي تقلید مراد دی ،چې هغو به په نارواووکې دخپلو مشرانو تقلید کاوه ،کوم تقلید چې جواز لري هغه په شرعي مسایلو او جایزو  اموراتو کې دی او دې کې کومه قبح نشته  بلکې ضرور هم دی  )، هغه آیتونه چې  دا علماء یې استدلال کې راوړي دا دي :{ اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ } (سورة التوبة / 31 .) وَقَوْلِهِ { وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلا } (سورة الأحزاب / 67 .) بل دوئ وایې چې پخپله دمذاهبو ائمه ووحضراتو  دخپل ځان له تقلید څخه منع کړي ده ،دوئ دحضرت امام ابوحنیفه رح او حضرت امام ابویوسف رح دا قول راوړی، چې پکې داسې وایې : قَالَ أَبُو حَنِيفَةَ وَأَبُو يُوسُفَ : لا يَحِلُّ لأَحَدٍ أَنْ يَقُولَ بِقَوْلِنَا حَتَّى يَعْلَمَ مِنْ أَيْنَ قُلْنَاهُ . همداسې (المزنی )دخپل کتاب (مختصر )په پیل کې وایې چې : اخْتَصَرْتُ هَذَا مِنْ عِلْمِ الشَّافِعِيِّ ، وَمِنْ مَعْنَى قَوْلِهِ مَعَ إِعْلامِهِ نَهْيَهُ عَنْ تَقْلِيدِهِ وَتَقْلِيدِ غَيْرِهِ لِيُنْظَرَ فِيهِ لِدِينِهِ وَيَحْتَاطَ لِنَفْسِهِ )ژ:داکتاب مې دامام شافعی رح له علم څخه  اودده  ددې قول  له معنی رامختصر کړ،چې ده به دخپل ځان له خپل تقلید او دبل چا له تقلید څخه منع کوله، چې دا ددیانت او داحتیاط له وجه وه .او حضرت امام احمد بن حنبل رح به فرمایل چې : لا تُقَلِّدْنِي ، وَلا تُقَلِّدْ مَالِكًا وَلا الثَّوْرِيَّ ، وَلا الأَوْزَاعِيَّ ، وَخُذْ مِنْ حَيْثُ أَخَذُوا(إعلام الموقعين 4 / 187 ـ 201 ، 211 ، ومختصر المزني المطبوع مع الأم للشافعي ص1 ، وإرشاد الفحول ص 266 .)ژ:امام احمد بن حنبل رح به فرمایل : چې مه زما اومه دامام مالک رح ،مه دسفیان ثوری رح او مه دامام اوزاعی رح کې دکوم چا تقلید کوئ .

اوبیا بل ځای په (إعلام الموقعين 4 / 236 ، 192 . ) کې ابن قیم الجوزی رح فرمایې :هغه تقلید ممنوع دی، چې دیوه معین شخص اقوال  دشارع دنصوصوغوندې  څوک ومني او دده پرته  دبل چا قول  او نصوصوته ترجیح نه ورکوي ،نوداسې ډول تقلید محرم دی ،همداسې  ابن قیم الجوزی رح او امام شوکانی رح یوه بله داسې مرتبه  تثبیت کړي ،چې دتقلید نه فوق او داجتهاد نه ښکته ده، چې هغې ته د( اتباع) مرتبه وایې، چې حقیقت دې اتباع  کې دبل چاله  قول څخه تقلید شوی  وي، خو دلیل هم ورسره وي ،لکه چې په (إعلام الموقعين 4 / 187 ـ 201 ، 211 ،)کې چې راغلې دي .(( عَلَى حَدِّ مَا وَرَدَ فِي قَوْلِ أَبِي حَنِيفَةَ وَأَبِي يُوسُفَ ( لا يَحِلُّ لأَحَدٍ أَنْ يَقُولَ مَقَالَتَنَا حَتَّى يَعْلَمَ مِنْ أَيْنَ قُلْنَا ))

خوالموسوعة الفقهیة کې ددې دویمې ډلې علماوو په ځواب کې چې له تقلید نه انکار کوي او دلیل کې دمذاهبو دائمه وو اقوال راوړي، وایې چې شاید دائمه مذاهبو موخه ددې څخه چې ددوئ له تقلیدڅخه پکې منع  فرمایلې ، ددوئ هغو شاګردانو ته متوجه وي، چې هغو ئ کې پخپله داجتهاد او دلایلو دحجیت دپیژندلو استعدادوو،نو دوئ دمحض تقلید څخه نهی وکړه، هرچې هغه عامی یا هغه عوام دي، چې  نه د دلایلو دحجتیت اهلیت نلري او نه ورسره علم راسخ شته، نو دوئ ته دائمه ووکلام ندی متوجه او پردوئ فرض ده، چې دکوم منل شوي امام او عالم څخه تقلید وکړي ،همداسې مو مخکې وویل چې دتقلید مانعین چې دتقلید په حرمت کې کوم آیتونه راوړي ،ددې څخه  هغه تقلید مراد دی چې غیر شرعي تقلید وي نه شرعي تقلید .

په تیر ه ګڼه کې مو داسې نقل کړی ووچې : علامه ابن العربی  په خپل تفسیر( احکام القرآن  لابن العربی ج۳ص۳۸۳)کې لیکي : الْمَسْأَلَةُ الثَّالِثَةُ : تَعَلَّقَ قَوْمٌ بِهَذِهِ الْآيَةِ فِي ذَمِّ التَّقْلِيدِ ، وَقَدْ ذَكَرَ اللَّهُ سُبْحَانَهُ ذَمَّ الْكُفَّارِ بِاتِّبَاعِهِمْ لِآبَائِهِمْ بِالْبَاطِلِ ، وَاقْتِدَائِهِمْ بِهِمْ فِي الْكُفْرِ وَالْمَعْصِيَةِ فِي مَوَاضِعَ مِنْ الْقُرْآنِ .

وَأَكَّدَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ذَلِكَ ؛ وَإِنَّمَا يَكُونُ كَمَا فَسَّرْنَاهُ فِي الْبَاطِلِ .

فَأَمَّا التَّقْلِيدُ فِي الْحَقِّ فَأَصْلٌ مِنْ أُصُولِ الدِّينِ ، وَعِصْمَةٌ مِنْ عِصَمِ الْمُسْلِمِينَ يَلْجَأُ إلَيْهَا الْجَاهِلُ الْمُقَصِّرُ عَنْ دَرْكِ النَّظَرِ .ژ: یعنې دې آیت کې دکفارو مذمت پدې شوی ،چې په کفر او معصیت کې دخپلو پلرونو پیروي کوي ،خوالبته  په حق کې تقلید ددین له اصولو څخه یو اصل دی .

امام قرطبي رح  پخپل تفسیرالجامع الاحکام  للقرطبي کې دتقلید په باب دلاندیني آیت په تفسیر کې خپل تحقیق داسې لیکلی :

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لا يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلا يَهْتَدُونَ}.چې ځینوخلکودتقلید مذمت  ته  ددې فوق الذکر آیت سره تعلق ورکړی،پدې معنی چې څنکه چې الله تعالی دکفارو مذمت لدې امله وکړ،چې دوئ په باطل کې دپلرونو اتباع کوي ،او ددوئ پیروي په کفر او معصیت کې کوي ،نو لدې امله یې تقلید مذموم دی، خو دا په باطل کې صحیح دی او هرچې په حق کې تقلید دی، نو داددین له اصولو نه یو اصل دی او دا مسلمانانودعصمتونو نه یو عصمت دی، چې  د درک له نظرنه مقصر جاهل او ناپوهه ورته پناه راوړي  ،لکه پدې عبارت کې چې فرمایی )) أما التقليد في الحق فأصل من أصول الدين ، وعصمة من عصم المسلمين يلجأ إليها الجاهل المقصر عن درك النظر))…………..

کله چې کوم عالم یا عام شخص دقرآن او سنت نه کوم  دلیل نشي اقامه کولای، نو پرده لازم ده ،چې دده څخه دلوړې مرتبې عالم څخه تقلید وکړي ،په(إعلام الموقعين 4 / 236 ، 192 .) ابن قیم جوزی رح وایې :چې  دضرورت پر وخت تقلید جایز دی ،نوابن قیم جوزی رح  چې یو ځای کې دتقلید حرمت باندې قول کوي، دادی ګوروچې  بل ځای کې  دا نوموړی عالم هم دضرورت پر وخت دتقلید جواز قایل دی ،نو دې کې کومه قبح نشته ،تردې چې امام احمد بن حنبل رح به هم کله  نا کله دامام شافعی رح په قول فتوی  ورکوله او پخپله به یې هم پدې اعتراف کاوه ،په (مطالب أولي النهى 6 / 448 ).کې داسې لیکي چې :  إِذَا سُئِلْتُ عَنْ مَسْأَلَةٍ لَمْ أَعْرِفْ فِيهَا خَبَرًا أَفْتَيْتُ فِيهَا بِقَوْلِ الشَّافِعِيِّ ، لأَنَّهُ إِمَامٌ عَالِمٌ مِنْ قُرَيْشٍ (1) ، وَقَدْ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لا تَسُبُّوا قُرَيْشًا ، فَإِنَّ عَالِمَهَا يَمْلأُ طِبَاقَ الأَرْضِ عِلْمًا “. ددې فوق الذکر تحقیق څخه بریښي چې دنفس تقلید څخه هیڅوک انکار نه کوي ،جمهور اصوليین  علماء خو یې پروجوب قول کوي او دا دویمه  ډله علماء  چې تقلید یې نه مانه، هم دضرورت پر وخت پدې دلومړینو علماوو سره تقریبا ً متفق شول، چې تقلید دې صورت کې جایز او آن دعامو وګړولپاره دوجوب په درجه کې دی ،ځکه نن سبا په خلکو کې داجتهاد شرایط نشته ،اونه څوک مجتهدکیدلای شي ،نو طوعاً او کرهاً به دکوم مطلق امام تقلید ته غاړه  ږدي ،او دمذهب په دایره کې به  دشریعت مطهره  فروعي مسایلوکې استنباط د حل یوازینۍ  لاره بولي   !

نوربیا………….

Related posts