اکتوبر 24, 2020

بيمه څه ده ؟

بيمه څه ده ؟

بیمه :

تأمین :[ Insurance]  بیمه  په دې وقت کې دکارباریوه لویه حصه جوړه شوي،هیڅ یوه اداره اوتجارت له دي څخه خالي  نه ده .دبیمې  مفهوم  داده :چې کله انسان  ته په  راتلونکي کې کوم  نقصان  پېښېږي نویوه اداره يې  ددې نقصان تلافي  کوي .غالباپه څوارلسمه عیسوي  صدۍ  کې  رامینځ ته شوي  ،علامه شامي رح يې  په السوکره سره دمستامن په بحث کې په [ ۴\۱۷۰ ایچ  ایم سعید] کې  راوړي .

دبیمې  اقسام  :

۱= تأمین  الاشیاء :چې [ Insurance  Goods.]   ددې  طریقه کارداده :چې کوم  شخص  دسامان بیمه کول غواړي هغه په معلومه شرحه بیمې کمپنۍ  ته خپل فیس  اداء کوي چې  دې  ته پریمم  وایې .اوس نوکه دې بیمه شوي سامان ته کومه حادثه پېښه شي  نودبیمې کمپنۍ  يې  مالي  تلافي کوي ،اوکه څه پيښ  نه شي  نوهغه فیس يې دبیمې داداري  ګټه ده .په  دې  کې  دکښتۍ  ،جهاز ،موټر  اومکان  بیمه ټول  داخل  دي .

۲=  تأمین المسؤلیة  : [ Third Party Insurance]ددې  حاصل  دادي  :چې که یوتن پرراتلونکي [مستقبل]کې  دکوم مسؤلیت له مخې له مالي نقصان سره مخ کیږي نوبیمه کمپنۍ  يې  هغه تاوان اداء کوي . مثلا له دغه تن څخه په موټرڅوک  ووهل  شي اومړشي مالي نقصان اداکیدل غواړي  نودتامین المسؤلیت  په صورت کې دغه کمپنۍ  دمړي  پورپري کوي .

همداراز په ځینوملکونو کې داهم وي چې که دیوه تن  دکورمخ ته په یخي  باندي څوک خوږشي نودبیمي په صورت کې يې  تاوان  کمپنۍ  په غاړه اخلي .

۳= تأمین  الحیاة [ LifeInsurance] دابیمه بیاپه دوه  ډوله سرته رسیږي :

  • لمړی : داچې کمپنۍ له یوه شخص سره دمعلومې مودې  معاهده کوي چې که په دومره کلونو کې  شخص  وفات شي نوکمپنۍ به دبيمې روفۍ دهغه شخص وارثانو ته ورکوي ،اوکه په هغه موده کې وفات نشي  نوبیمه ختمه شوه .اوهغه رقم  به دسودسره هغه شخص  ته ورکوي .
  • دوهم :داچې موده نه ټاکله کیږي  بلکه هروخت چې  شخص  وفات  شي  بیمه  به دهغوئ وارثانو ته هغه رقم  له سودسره ورکوي .

دبیمې  دري نورقسمونه :

۱=  التامین الاجتماعي : یا[ګروپ  انشورنس  ]ددې  تفصیل داسي  ده چې  مثلا حکومت  دخپلو ملازمینودمیاشتني  تنخواو څخه لیږرقم  ورګرزوي اوپه یوه فنډ کې  یې  جمعه کوي ،بیاکه کوم  ملازم  مړشي یاکومه حادثه ورته پېښه شي نوحکومت  هغه ته ښه ډیررقم  ورکوي .

۲= التامین  التعاوني : ددې  حاصل  داده چې هغه خلګ  چې راتلونکي ستونزي  يې  سره ورته وي  یوفنډ جوړوي ،اومعاهده کوي چې  که له دې  ملګرو څخه کوم  یوه ته حادثه پېښه شي نوله دي  فنډ څخه  به يې  تعاون کیږي ،په پیل کې  دبیمي  شکل  همدغه و اوددې  صورت په جواز کې  دهیچااختلاف  نه و.

۳= التامین  التجاري : یا التامين  بقسط ثابت .

داکمپنۍ  دتجارت  لپاره قائمه شوي ،داکمپنۍ  له شخص  سره معاهده کوي چې که

دومره رقم  په دومره قسطونوکې  اداء کولای شي  نوکمپنۍ ددوۍ  دنقصان  تلافي

کوي ،کمپنۍ دقسطونو دتعین  لپاره حساب کوي چې دکومې خطرې  خلاف بیمه شوي هغه څوځله متوقع  کیدلای  شي ؟ترڅودمعاوضاتو داداء کولو وروسته دوی ته دکمپني متوقع نفع معلومه شي .

دبیمې  ددې ډول رواج  زیات  دی .اوپه علماو کې  ددې قسم  په  هکله ډیربحثونه شوي  ،په معاصر وعلماو کې يې  شیخ  مصطفی زرقاء اوعلامه شیخ  علي  الخفیف  یې  دجواز  قائل دي اوجمهورعلماء  يې  دعدم  جواز قائل  دي .

جمهور علماء يې  دعدم جواز  دقمار اورباء  وجود ښيې .ځکه له یوه  لوري  اداءکول  متعین  اوله بل لوري  څخه متوهم دي .همداراز  دلته دروفي  له روفي  سره  تبادله ده اوورپکې  تفاضل  هم  شته .

دبیمې  متبادل

دسودي  بیمې  متبادل  دوې  لاري  دي :

  • شرکات التکافل
  • التأمین التعاوني

دتکافل شرکتونه هغه کمپنۍ دي  چې  په ځيني اسلامي  دولتونوکې  دبیمې  دمتبادل په صورت کې مینځ ته راغلي چې  هربیمه شخص دکمپنۍ  شیرهولډر ګرزي ،کمپنۍ  خپله سرمایه په ګټمنو پروژوکې  مصرفوي اوبیانفع په خپلو شیرهولډروکې تقسیموي  ،همداراز  کمپنۍ  په له ریزوروفنډڅخه  دبیمه  اشخاصو دنقصاناتو تلافي هم کوي .

اوتأمین  التعاوني  چې  یومرستندویه  یاتعاوني  بیمه ده ،شریکان  په خپله خوښه

خپلې  پیسي  دکمپنۍ  په فنډ کې  جمعه کوي  ،دکال  په  دوران کې چې دکومو خلګونقصانات شوي  له همدي فنډڅخه يې  مرسته کیږي ،بیادکال په ختمیدو که  کوم  رقم پاته  شوي وي نوهغه خپلو شریکانوته درسدي دبرخې  په ډول  بیرته ورکول کیږي  یادراتلونکي کال  لپاره دمرستي  په ډول  بیرته په هغه فنډ کې ښودل کیږي  . [اسلام  اوجدیدمعیشت  ص۱۹۴ الی ۱۹۹]

په دې اړه مهم کتابونه

اسلام اوجدیدمعیشت لشیخنا وشیخ  الاسلام مولانامحمدتقي  العثماني مدظلهم العالیة .

فقهي مقالات  ایضا له

البحوث  ایضا له

فقه البیوع  ایضا له

دابویاسر دالموسسات المالیة څخه

Related posts