اکتوبر 24, 2020

دجهاد ځیني اهداف !

دجهاد ځیني اهداف !

قال الله تعالی : وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ (251) البقرة .

ژباړه : کنه وای منع کول  دالله تعالی خلقولره ځینو ددوئ په ځینو نوروسره نوخامخوا به خرابه شوي وه ځمکه [دمشرکینو\یرغلګرو په تسلط  ]مګر الله تعالی دفضل اواحسان خاوند دی په خلقو باندي .

لنډتفسیر : په دې آية کې الله تعالی  دطالوت اوداود علیهما السلام دجهاد اودیرغلګروپه وړاندي دکامیابې مبارزې ،دجالوت دقتل اودهغه دلښکرو دماتېدو دقېصې وروسته دجهاد یوه عظیم حکمت ته اشاره کوي :چې دجهاد له حکمتونو اوفوائدو څخه یوه داده : چې که جهاداومجاهدين نه وای نویرغلګر یادهغوئ ملګري به په خلقوباندي مسلط کیدل اوبیاچې يې هرډول ظلم اوبربریت غوښت هغه به يې سرته رساوه ، ځکه دکفارو اوغلامانو له شومو عاداتو څخه  داده : چې  اسلام اوداسلام نظام نشي زغملی بلکې دوئ لکه اوسني یرغلګر اوغلامان دډیموکراسي تږې دي ،اوددیموکراسي په دين کې خوبیانوچې هرڅوک هرڅه کوي هغه کولای شي .مثلا که  ښځېنه طبقه يې دبیزګانویاسپوسره نکاح کوي اوکه یې نارینه له نارینه وسره عقد کوي نوکولای یې شي ،اوداسې نور ….

اودا له هغه سترو فسادونو څخه دې چې ټول انساني نسل له عظیم خطرسره مخ  اوهغه دذلت سخته ټیټو ته ورټيل وهي،اویواځې دانه بلکې دځمکې په مخ به هرډول فسادونه اودمعبود برحق څخه ښکاره بغاوتونه اوج ته رسیدلې وي .

له دې معلومه شوه چې جهادپه ټولو دینونو کې یوه ستره اوعظیمه فریضه  وه چې دهمدې جهاد په مټ باندي الله تعالی دځمکې مخ انسانان له فسادونواوظلمونو څخه ژغوري .

مفتي ابویاسر عفی عنه

Related posts