دسمبر 03, 2020

په جهادکې دزخم فضیلت !

په جهادکې دزخم فضیلت !

وعن ابي هریرة رضی الله تعالی عنه  قال : قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: «ما من مكلوم يكلم في سبيل الله إلا جاء يوم القيامة، وكلمه يدمى : اللون لون دم، والريح ريح مسك» . متفق عليه

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : داسې یوزخمې به نه وي چې دالله تعالی په لاره کې زخمې شوی وي  مګر چې دقیامت په ورځ به په داسې حالت کې راشي چې له زخم به يې تازه ویني رواني وي  ،رنګ به يې دوینو وي مګر بوی به يې دمشکو وي .

تشریح : رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې دزخمي مجاهد یو شان اوفضیلت بیان کړی دی ،چې زخمي مجاهدبه  دقیامت په ورځ دحشرمیدان ته داسې راڅرګندشي چې تازه به يې دزخم څخه وینې بهیږي ،دوینو رنګ خوبه دوینووي مګر بوی به يې دمشکو وي اوټول محل ورسره معطر وي ،لکه په نورو اثارو کې چې ورسره ذکر دي .

Related posts