
په علماؤ کې څوتنه دزیلعي په لقب سره مشهور دي په لاندي څأورتنه ذکر شویو علماؤ کې یې لمړني دوه زیات مشهور دي
۱- فخر الدین زیلعي( متوفی ۷۴۳هـ) دنوموړي بشپړ نوم ابوعمرو، عثمان بن علي بن محجن البارعي دی ، د زیلع طرف ته یې نسبت شوی چې په صومالیاکې دیوې سیمي نوم دی، سترمفتي اوفقیه ؤ اوپه کال ۷۰۵هـ کې قاهرې ته ولاړ هم هلته وفات شو
دنوموړي په مشهوروکتابونوکې تبین الحقائق دکنز الدقائق شرح،ترکة الکلام علی أحادیث الأحکام او دالجامع الکبیرشرح دیاوني دي.
۲- جمال الدین زیلعي (متوفي ۷۶۲هـ) دنوموړي بشپړنوم ابومحمد،عبدالله بن یوسف بن محمد دی ، نوموړی دفخرالدین زیلعي شاګرد دی ، دوی هم سترفقیه اومحدث ؤ، دنوموړي په مشهورو کتابونوکې نصب الرایة في تخریج احادیث الهدایة او تخریج أحادیث الکشاف دیادوني دي
۳- زیلعي عقیلي (متوفی۷۰۷هـ) دنوموړي نوم احمدبن عمر دی دعقیل بن ابي طالب له اولادي څخه دی ،نوموړی هم سترفقیه اوصوفي ؤ ، نوموړی د لُحیه په سیمه کې وفات شوی، په تصوفو کې یوکتاب ثمرة الحقیقة ومرشدالسالکين إلی أوضح طریقة پاتي دی .
۴- زیلعي جبرتي(متوفی ۱۱۸۸ هـ) ددوی بشپړ نوم حسین بن ابراهیم بن حسن جبرتي عقیلي حنفي دی، نوموړی هم سترفقیه ؤ، په ځانګړي توګه په فلکیاتوکې یې ډیرمهارت درلود، دنوموړي د څو رسالویادونه کیږي لکه دحوض د اوبو اړوند یوه رساله د رفع الاشکال په نامه، د لمانځه داوقاتو اړوند یوه رساله د حقائق الدقائق او العقدالثمین فیمایتعلق بالموازین اوداسي نور
رحمهم الله تعالی
لیکوال:م ابوعمیر