جنوري 27, 2021

اقتصادي ستونزه او حل لاره یې….. لمړۍ برخه

اقتصادي ستونزه او حل لاره یې….. لمړۍ برخه

اقتصادي ستونزه او حل لاره یې، په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونوکې !

لیکوال : مفتي فضل هادي سالک 
———

سریزه

• اسلام کې داقتصاد اهمیت او ارزښت:
• شک نشته چې ټولنیزمعشیت کې اقتصاد دستون فقرات حثیت لري اوکومه ټولنه ،کورنۍ او وګړې چې اقتصادي ژوندباندې باوري وي، هغه به دفقراو بي وسۍ سره هیڅکله لاس وګریوان نشي ،همداسې چې کوم هیوادکې اقتصادي پرینسیپونه په پام ونیول شي ،هغه ملک به یو بډایه اوپه پښو ولاړ شتمن هیوادوي .
• اسلام هم اقتصادي ژوند ته ترتبذیري او تقتیري ژوند ترجیح ورکوي، لکه لاندې الهي لارښوونې ددې ښه ثبوت دی .
• داقتصاد په تشریع او تقنین باندې ترټولو ښه دلیل دقران کریم(المداینة)آیت دی ،چې ترټولواو اوږد اوداقتصاد سره اړوند دی .
• الله تعالي فرمایې چې :{ وَلَا تَجْعَلْ يَدَك مَغْلُولَةً إلَى عُنُقِك وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا }الاسراء ۲۹)

• ژباړه :مه خپل لاس ترغاړې تړه او مه یې بشپړ غځیدلی پریږده ،چې پړاو بي وسه پاتې نشي .یعنې مه بخیل توب او شومتوب کوه او مه بیځایه اسراف کوه بلکې په لګښتونو اومصارفو کې داعتدال او اقتصاد له اصل نه ګټه واخله .
• وقال تعالى: (وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ وَلَكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ) . [الأعراف:96.
• ژ: که دکلیو خلکو ایمان راوړی وی ،اودپرهیزګارۍ کړنلاره یې خپله کړای وی نومونږبه پرهغوئ دآسمان اوځمکې دبرکتونو دروازې خلاصي کړی وی ،خوهغوئ ددرواغو نسبت وکړ،نومونږ ځکه دهغوئ ناوړه ګټې له امله هغوئ ونیول چې راغونډولې یې .

• پدې آیت کریمه راغلل چې ایمان او تقوی دداسلامی اقتصاد ترټول مهم اساس دی ،په ټولنه کې برکت او مینه همدا دوه عنصره رامیځته کوي ،لکه اقتصاد پوهان چې وایې داقتصاد موخه دیوې باثباته اوپرځان بسیا ټولنې رامنځته کول دي .

• عن نافع عن ابن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم :
• الاقتصاد في النفقة نصف المعيشة والتودد إلى الناس نصف العقل وحسن السؤال نصف العلم.
• (شعب الایمان لابی بکر البیهقی/المعجم الاوسط لابی القاسم الطبرانی)
• ژباړه :رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې : په لګښت اومصارفو کې منځلاریتوب نیم معیشت دی ،خلکو سره مېنه نیم عقل دی اوښه پوښتنه نیم علم دی
• الله تعالي فرمايي{ يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ } .
• الله تعالی فرمایي چې هرلمانځه ته لباس یا جامې واغوندئ او خوراک اوڅښاک کوئ خواسراف مه کوئ ځکه الله اسراف نه خوښوي .
• دې آیت کریمه کې درې خبرې راغلې ،یوداچې لمونځونه اوطوافونه بربنډ مه کوئ ،بل خوراک هم کوئ او څښاک هم کوئ ،بل داچې اسراف یا له ټاکل شوې اندازې نه تیری مه کوئ ،یعنې په خوراک ،څښاک اوحتی لباس کې اسراف مه کوئ او له اړتیا پرته یې مه کاروئ ،یعنې داشیان درته حلال دي تاسو یې حرمت خواته مه بوځئ اوځینې علماء وایې چې له اړتیا اوقدر الجاجة دجواز حد ټاکلی دی !
• لکه څنګه چې ابن العربی په خپل تفسیر احکام القران کې لیکي :داسراف په حکم کې دعلماوو اختلاف دی ،ځینې یې حرام او ځینې ورته مکروه وایې،خودابن العربي به نظر کراهیت یې درست دی داځکه چې دعمرونو ،سن وسال ،زمان ،سیمواوبدنونوپه تناظرکې دانسان دمړوالې اواړتیا په وجه تفاوتونه موجود دي ،نوځکه یې مکرووالی ښه قول دی .

• دلته فوق الذکر ایت کریمه کې داسلامی اقتصاد یو عمده اصل ذکر شو،چې هغه اعتدال او خوراک ،څښاک کې منځلایتوب دی،چې نه افراط اونه پکې تفریط وي .
• بل داچې دتوحید او ایمان نور پخپله داسلامی اقتصاد یو عمده اصل دی ،مومن شخص په مقتصد ډول خوراک او څښاک کوي،په متوسط ډول لباس اغوندي اوحتی په مدنی او فامیلي ژوند کې معتدل او مقتصد وي ،چې مالی مسایلو کې هم پدې اقتصاد باوري وي ،خوکافربیا پدې ټولواړخونو کې داسراف اوتعدی ترپولې اوختی وي ،که له یوې خوانه یې مالي منابع ډیرط وي نو له بلې خوا یې دلګښت کچه هم ترمومن زیاته وي ،لکه همداخبره احکام القران لابن العربی )کې د یوه حدیث په راوړلو سره داسې رانقل شوې : وَقَدْ ثَبَتَ فِي الصَّحِيحِ { أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَمَرَ لِرَجُلٍ كَافِرٍ بِحِلَابِ سَبْعِ شِيَاهٍ ، فَشَرِبَهَا ثُمَّ آمَنَ ، فَلَمْ يَقْدِرْ عَلَى أَكْثَرَ مِنْ حَلْبِ شَاةٍ .دې حدیث کې دا ثابته شوه، چې یو کس چې لومړی کافروو،نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ،چې داوو میږو شیدې ترلوشلو وروسته وڅښې،خوچې کله یې ایمان راوړ نوبیا یې دیوې میږې څخه دزیاتومیږو دشیدو په څښلو قدرت ونه موند.
• قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : الْمُؤْمِنُ يَأْكُلُ فِي مِعًى وَاحِدٍ ، وَالْكَافِرُ يَأْكُلُ فِي سَبْعَةِ أَمْعَياءٍ } ؛ وَذَلِكَ أَنَّ الْقَلْبَ لَمَّا تَنَوَّرَ بِالتَّوْحِيدِ نَظَرَ إلَى الطَّعَامِ بِعَيْنِ التَّقْوَى عَلَى الطَّاعَةِ ، فَأَخَذَ مِنْهُ قَدْرَ الْحَاجَةِ ، وَحِينَ كَانَ مُکظْلِمًا بِالْكُفْرِ كَانَ أَكْلُهُ كَالْبَهِيمَةِ تَرْتَعُ حَتَّى تَثْلِطَ .
• (احکام القران لابن العربي)
په اسلامي اوغیراسلامي اقتصادي نظامونوکې داقتصادی ستونزې حل لاره .
• پیلیزه :
• ټول نظامونه پردې متفق دي، چې اقتصادي ستونزه شتون لري، لازمه ده چې دحل لارې يې ولټول شي خوددغې ستونزې په حل کې هرنظام بېلابېل نظريات لري ددې څپرکي ترلوستلووروسته به یې لوستونکیوته په راتلونکیو سلایډونوکې توضیح کړو!
• اقتصادي ستونزه دپانګوالو له نظره:
• دلويديز پانګواله اقتصادي نظام پردې باورلري، چې اقتصادي اساسي ستونزه په نسبي ډول دطبيعي مواردولږوالی اودانساني حاجتونوزياتوالی دی داځکه چې ځمکه محدوده ده هغه ځمکه چې انسان پرې اوسېږي امکان نه لري چې دکميت په لحاظ زياته شي اويایې په طبيعي شتمنيو کې څه زياتوالی رامينځته شي سره له دې چې بشري نفوس ورځ په ورځ زياتېږي اودتمدن دپرمختګ سره انساني اړتياوې زيات والی مومي دځمکې موجوده شتمنۍ ددې ټولو خلکواړتياؤ مثبت ځواب نه شي ويلی نودخلکودضرورياتوداشباع په جهت کې ټکررامينځته کېږي ،همدغه داقتصادي ستونزې منشا ء ده، نو دپانګوالۍ له نظره اقتصادي ستونزه داده، چې دځمکې دمخ بيعي موارد اوشتمنۍ داوسني تمدن اړتياوو ته مثبت ځواب نه شي ويلی ،داځکه چې انساني نفوس ورځ په ورځ مخ په زياتېدودی نولازمه برېښي چې انساني نسلونه تحديد اودزيات والی مخه يې ونيول شي .
• اقتصادي ستونزه دمارکسستي فلسفې له نظره
• مارکسېزم وايي چې اقتصادي ستونزه دتوليد په اشکالو اودتوزېع په مربوطاتوکې رامينځته کېږي په دې توګه چې دځمکې په کرکيله کې بزګرخولې تويې کړي او حاصل يې رامينځته کړی په همدې توګه په کارخانوکې خام مواد په پخودکاريګر دلاسونو په تڼاکو بدل شوي مګر دبزګراوکاريګر دلاس محصول فيوډال اوسرمايه دار ترلاسه کوي پس هرکله چې دتوليد په اشکالو اودتوزېع په مربوطاتو کې توازن رامينځته شي نودغې ستونزې ته به دپای ټکی کېښودل په دې توګه چې دوينوسور بدلون دې رامينځته ،دځمکوالو اوپانګوالو ژوندته دې د پای ټکی کېښودل شي ،ښځه ،ځمکه اوزردې مشترکه شتمني وګڼل شي فردي مالکيت دلغوه اعلان او هرڅوک دې دوس په اندازه کاروکړي اودضرورت په اندازه دې اجوره واخلي .
• اقتصادي ستونزه اوپه اسلام کې يې دحل لارې
• اسلام له پانګوالې اوکمونېزم دواړوسره مخالف دی اسلام دستونزې درامينځته کېدو اصلي عامل نه کاينات اونه دتوليد اشکال اونه دتوزېع مربوطات ګڼي، بلکې دستونزې اصلي لامل انسان دی دانسان ظلم اوکفرستونزه رامينځته کړې ده قران عظيم الشان دغه مطلب ته داشارې په ترځ کې داسې فرمايي :اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَسَخَّرَ لَكُمُ الأَنْهَارَ(32) وَسَخَّر لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآئِبَينَ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ(33) وَآتَاكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَتَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا إِنَّ الإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ(34)إبراهيم / دغه مبارک اياتونه يې څرګندوي چې الله تعالی په دغو ارتو کايناتو کې دانسان لپاره دومره نعمتونه تيارکړي دي، چې هېڅکله په شمېرکې نه شي راتلای، کاينات دټولو انسانانو دضرورياتودپوره کولو لپاره مثبت ځواب وايي، لېکن انسان ناشکره دی، له کايناتويې استفاده نه ده کړې، دلمربې پايانه وړانګې ، دا غرونه اورغونه ټول شاړپراته دي ،دمثال په توګه دافغانستان اباده اراضي څلورسوه ميليونه انسانانوته ډوډۍ ورکوي ،په د اسې حال کې چې د نيم څخه زيات هېواد مو شاړې دشتې دي ،ترځمکې لاندې يې په دوه مترو کې اوبه دي.
• په همدې توګه دلويديز پانګوال نظام او دعرضې اوتقاضاترمينځ دتعادل درامينځته کولو لپاره دخوراکي توکوبېلابېل ډولونه په زرګونوټنه سيندته غورځوي ،په داسې حال چې په اسيااو افريقاکې زياتره هېوادونه له لوږې رنځ وړي ،په همدې توګه دستونزې بل عامل ظلم دی، ظلم دې ته وايي چې حق ستادی مګرپه زوره ترېنه بل څوک ګټه اخلي، دا اوس په نړۍ کې دجګړو اصلي لامل دانسان وحشت اوظلم دی ،انسان په خپل حق بسنه نه کوي ،بلکې دبل په حق خېټه اچوي اوپه تېري اووحشت لاس پورې کوي ،ننی مهذب انسان ترټولو زيات جنايت کار اووحشي دی نړۍ يې له ظلمه ډکه کړې ده په استثمار اواستعمار لاس پورې کوي انسانان وژني ښارونه ورانوي اوپه ستروجنايتونو لاس پورې کوي نوپردې اساس که دژوندله ډګره ناشکري اوظلم کډه وکړي نوانساني ژوند به دامن ،خوشالۍ ،مينې اومحبت عدالت صداقت او امانت زانګوجوړه شي
• موخې یا اهداف:
• ۱-اقتصادي ستونزې بیانول او داسلامي داقتصادي نظام په ګډون د نورونړیوالو اقتصادي نظامونوله نظره ورته حل موندل .
• ۲-داخبره کره کول ،چې اسلام هم یو منل شوی اقتصادي نظام لري اوددې نظام لپاره غښتلې قواعد او حکمونه هم لري .
• ۳-دا په زباد رسول، چې بشري اقتصادي طرحې زائلیدونکې او یوازې اسلامي اقتصادي نظام دی، چې تلپاتې او دوحی له منبع نه سرچېنه اخلي .

• ————– اقتصاد پیژندنه (Economics)
• په لغت او اصطلاح کې داقتصاد پیژندنه :

• اقتصادپه لغت کې دقصد له کلمې څخه اخستل شوی چې لاندې معاني ورکوي :

• ۱-ټینګښت (استقامت): لکه عربان چې وایې :اقتصد فلان في امره ای استقام .
• ۲-بیان : لکه الله تعالی فرمایې چې :وعلی الله قصد السبیل /النحل ۹ آیت.
• ۳-اسانۍ : لکه عربان وایې چې:طریق قاصد .ژ: اسانه لاره .
• ۴-منځلاریتوب :لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :(القصد القصد )ژ:مینځلاریتوب وکړئ ،مینځلاریتوب وکړئ.
• ۵-افراط نه کول :لکه دلسان العرب لیکوال وایې چې :القصد فی الشئ خلاف الافراط وهوما بین الاسراف والتقتیر.
• ۶-طویل :لکه لکه اخفش چې وایې :القصیدة من الشعر هوالطویل .
• اوداسې نور……………
• اقتصاد په اصطلاح کې :
• په اصطلاح کې اقتصاد په ډیرو معانیوو سره کارول کیږي چې مونږبه یې ترې یوازې دوه تعریفه راواخلو :
• لومړی تعریف : اقتصاد په اصطلاح کې دهغو تدابیرو ټولګه ده چې دانسان دبي شمیره غوښتنواودانسان په لاس کې دشته محدودو وسایلو او امکاناتوتر مینځ هماهنګي ټینګوي !
• دویم تعریف :اقتصادپه اصطلاح کې دلږ ناچیز او ټاکلو امکاناتوپه واسطه دلویې او غټې پایلې یا موخې ترلاسه کولو ته وایې .

• اسلامي اقتصاد په اصطلاح کې :

• شیخ قحطاني یې داسې تعریفوي :الاحکام والقواعد الشرعیة التي تنظم کسب المال وانفاقه واوجه تنمیته /ژ :داهغه شرعي حکمونه اوقواعد دي چې دمال او نفقې دلاسته راوړلو اوپرمختګ لارې چارې تنظیموي.

• د(النظام الاقتصادی فی الاسلام )مولف شیخ قحطانی په آند:داهغه حکمونه اوقواعد دي چې عایدات ، مصارف اودټولنې دپرمختګ لارې چارې داسلامی شریعت په چوکاټ اواودټولنې هر غړې ته دخدمت کولو په پا کې نیولو سره داسې تنظیموي چې ددنیا اواخرت بریالیتوب اونیکمرغي پکې وي !

• دتعریف سپړنه :
• ۱-حکمونه : دامعنی چې اسلام کې اقتصاد فرض ،واجب ،سنت ،مستحب ،مکروه ،حلال او حرام لري .
• ۲-قواعد :داقتصاد عل هم دنورو علوموپه څېراصول ،قواعد او فورولونه او بیلابیلې اقتصادي برنامې لري .
• ۳-عایدات،مصارف اودټولنې دپرمختګ لارې : په اسلامۍ اقتصادکې دعایداتو ،مصارفواوټولنې دپرمختګ اړوند بحثونه کیږې .
• ۴-بیلابیلو برخو کې :اسلامي اقتصاد یوازې دمصارفو اوعایداتو په بحثونوپورې نه اړوندیږې، بلکې بیلابیلې اقتصادي برنامې لري ،لکه ښوونه او روزنه ،روغتیا ،دزیرموساتنه اوددې دپرمختګ اصول ترڅیړنې لاندې نیسي .
• ۵-داسلامي شریعت په چوکاټ کې :
• داسلامي اقتصاد علم دعایداتومصارف او بیلابیلواقتصادي پرمختګونولپاره قیدونه او چوکاټونه لري ،چې ځینې عایدات روا او ځینې ناروا بولې ،همدارنګه ځینې مصارف روا او ځینې نور ناروا ګڼي ،داسلامي اقتصاد علم دښوونیز اوروغتیایي خدمتونولپاره هم داسلامي اخلاقو په رڼا کې قیدونه ږدي .
• دشتمنیو او مالونو ساتنه هم داسلامي شریعت په چوکاټ کې اسلامې برنامې لري .
• ۶-فرد اوټولنې ته دخدمت کولونه بحث کوي :
• داسلاي اقتصاد موخه او غرض فرد اوټولنې ته خدمت کول دي ،له همدې امله اسلامي اقتصاد مزدوج(دوه اړخیزه) دی ،چې دې نظام کې فرد او ټولنې دواړو ګټې په نظر کې نیول شوې دي ،چې برعکس په پانګه وال یا کاپیټالیستې اقتصاد کې یوازې دفرد ګټې په سوسیالیستې اقتصادی نظریې کې یوازې ټولنیزې ګټې په پام کې نیول شوې دي چې اسلامي اقتصاد بیا دا ددواړوګټې په پام کې نیسي .
• ۷-ددنیا اوخرت نیکمرغي :اسلامي اقتصاد نه یوازې دنیاوې ګټې لرې چې مسلمانان ،ټولنه ،اوحکومت له
• فقر،ذلت ،وروسته والې څخه ژغوري ،بلکې ددوئ اخروي نیکمرغي هم په پام کې نیسي ،چې په اسلای اقتصاد کې الهي حکمونو په ترسره کولوسره انسان دالله تعالی رضا اواخروی ګتې هم ترلاسه کوي .

نوربیا …….

Related posts