جنوري 27, 2021

غازي ته دجهاد داسبابو برابرولو عجیبه فضیلت!

غازي ته دجهاد داسبابو برابرولو عجیبه فضیلت!

عن عبد الله بن عمرو أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال للغازي أجره وللجاعل أجره وأجر الغازي  رواه ابودادود برقم  ۲۵۲۶

ژباړه : رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل : غازي مجاهد ته خودخپلې غزا اوجهاد ثواب ورکول کیږي ،مګر کوم  تن چې  مجاهد ته دجهاد  اسباب  اودجهاد خرچه برابره کړه نوهغه ته به دخپل مال اوخرچي داجرونو سره  دمجاهد  دعمل ثواب  هم ورکول شي .

تشریح : په دې حدیث کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم )دمجاهد اومجاهدته دجهاد دسامان اوخرچي ورکونکي اجربیان کړی دی ، اوفرمایلي يې دي :چې مجاهدته خوبه الله تعالی هغه ټول اجرونه ورکړي چې ورته ټاکلي يې دي .

خوهغه تن  چې یوه بي وسه مجاهدته [چې دجهاد لپاره يې څه نه درلودو ]دجهاد اسباب اوسامان برابرکړ اوهغه يې جهاد ته واستول نواوس ددغه تن ثواب ترهغه غازي هم اضافه شو.یوخويې دخپل جهادبالمال ثواب شو اوبل يې دهغه غازي مجاهد[چې دده په خرچه اواسبابو جهادته ولاړ ]  دعمل په څیرنورثواب هم وموندل .

الحاصل : دمجاهدینو لپاره دجهاد داسبابو په  برابرولو اوهغوئ ته دمالي  مرستو په ور کولوسره  نه یواځې داچې دمالې جهاد اجرونه به ترلاسه کړي بلکې دغه تن به دجهاد بالنفس یاعملي جهاد اجرونه هم ومومي اوپه قیامت کې به ددواړوجهادونوبي شمیره بدلې لاس ته راوړي . وماذلک علی الله بعزیز.

Related posts