جنوري 26, 2021

ایزي پیسه اکاونټ !

ایزي پیسه اکاونټ !

پو ښتنه ! ایزي پیسه اکاونټ کې پیسي جمع کول اوله هغوئ څخه بیلابیل سهولتونه ترلاسه کول شرعاء  روادي ؟ شاکر

الجواب:

’’ایزی پیسہ اکاؤنٹ‘‘  یوداسي سهولت دی چې په هغه کې دخپلوجمع کړیو پیسوڅخه څوډوله سهولتونه ترلاسه کیدلای شي دبیلګې په دول :دبلونو اداء کول ،دپیسوتبادله ،په موبائل وغیره کي دبیلنس استعمال اوداسي نور ،همداراز له تحقیق څخه معلومیږي چې چې ددې اکاونټونوترشایوبینک شته چې: ’’Telenor Micro-Financing bank‘‘ ورته ویل کيږي .چې دکمو سرمایولرونکو پیسي په سود باندي جمع کوي اوبیايې دنورو وړوکاروباریانوته په څه زیات سود باندي ورکوي اوخپل کاروبار هم ورباندي کوي ،نوددې فقهي حیثیت دادی چې دا ډول اکاونټونه په موبائل کې خلاصول او جوړول  اوپیسي په کې جمع کول دایوډول قرض دي چې نفع اوسود ورباندي اخستل کیږي اوڅرنګه چې په اسلام کې هرډول سود حرام دی نوځکه په دې پیسو باندي اضافې هرډول سهولتونه ترلاسه کول اواستعمالولو یې شرعاجائز نه دي .

همداراز ددې مخصوص  پیسوپه  اکاونټ کې دجمع کیدو وروسته فري  منټونه  اومیسجونه اوداسي نور شرعا روانه دي .

وفي ردالمحتار ۶\۱۶۶ ط سعید: وفي الاشباہ : کل قرض جر نفعًا حرام، فکرہ للمرتهن سکنی المرهونة  بإذن الراهن ۔‘‘ (کتاب البیوع، باب فی القرض، مطلب کل قرض جر نفعا)

’’وفیه ایضا وفي الخانیه : رجل استقرض دراهم  واسکن المقرض في دارہ، قالوا: یجب اجر المثل علی المقرض لأن المستقرض إنما اسکنه  في دارہ عوضًا عن منفعة  القرض لامجانا۔‘‘ (کتاب الاجارۃ، باب الاجارۃ الفاسدۃ، مطلب فی استئجار الماء مع القناۃ واستئجار الآجام والحیاض للسمک، ج: ۶، ص:۶۳،ط:سعید)
’’,وفي إعلاء السنن ۱۴\ ۵۱۳ الحواله باب کل قرض جر به نفعا .ط ادارة القرآن ’’ قال ابن المنذر: اجمعوا علی ان المسلف إذا شرط علی المستسلف زیادۃ اوهدية فاسلف علی ذلک إن اخذ الزیادۃ علی ذلک ربا۔‘‘

کذاصدرت الفتوی من جامعة العلوم الاسلامیة کراتشي .

والله تعالی اعلم

Related posts