جنوري 26, 2021

هغه دوه تنه چې دجهنم اور به ورته ونه رسیږي

هغه دوه تنه چې دجهنم اور به ورته ونه رسیږي

عن عبد الله بن عباس رضي الله عنهما قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: (عَيْنَانِ لَا تَمَسُّهُمَا النَّارُ: عَيْنٌ بَكَتْ مِنْ خَشْيَةِ الله، وَعَيْنٌ بَاتَتْ تَحْرُسُ فِي سَبِيلِ الله) رواه الترمذي وحسنه،

ژباړه :له ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دوې سترګې داسې دي چې دجهنم داور به ورته ونه رسیږي ،یوهغه چې دالله تعالی له ویري څخه اوښکې ترې ولاړې شي اوبله هغه چې په جهاد کې يې په پیره شپه تیره کړي وي .

تشریح : دلته کیدلای شي چې ذکر دجزء اواراده دکل وي یعني سترګې ذکرشوي خومرادځیني ټول بدن دهمدغه دوه ډوله انسانانو وي : لمړی یې هغه چې دالله تعالی له ویري څخه ژاړې اواوښکې تویوي ، اودوهم هغه چې دالله تعالی په لاره یعني جهاد کې پیره کوي .

Related posts