
عن ابن عباس رضی الله تعالی عنهما رفعه قال قال النبي صلی الله علیه وسلم الااخبرکم بخیرالناس منزلا قلنا بلی یا رسول الله ! قال : رجل اخذ برأس فرسه فی سبیل الله حتی یعود اویقتل ……… (مالک ۔ ترمذی ۔ نسائی)
ژباړه : له ابن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :زه تاسوته دالله تعالی په نزد ترټولو غوره انسان دروښیم ؟ موږ ورته وویل : هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هغه تن ده چې خپل آس يې نیولی وي اوجهاد کې بوخت وي ترهغه چې بیرته راستنیږي یا همالته شهیدشي .
تشریح : رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اوږده حدیث کې یوه خبره داوکړه چې حاضرو خلګوته يې وویل :تاسوته هغه ترټولو غوره اوبهترین خلګ دروښیم چې الله تعالی ته نږدې اودهغه خوښ دي ؟ حاضرو صحابه و ورته ویل : ولي نه ! نورسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : داهغه کسان دي چې دجهاد په ډګرکې وي ترهغه چې بیرته کورته ستنیږي یاشهیدکیږي .