
الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! حرام ته حلال ویل ارتداد یاکفر دی اوکنه ؟ ډیرخلګ خوپه همدې خبرو اخته دي خوخبر نه دي ! بینوا توجروا
الجواب حامدا ومصلیاوبعد:هو ،که یوڅوک داسي یوشي ته چې په اسلام کې حرام وي اوحرمت یې په قرآن کریم یاپه حدیث متواتر باندي ثابت وي، دی ورته حلال ووایې .مثلا دښځو بي ستري روا ، سود حلال اوشراب جائز اوغلا روا وګڼي اوداسي نور … نوله شکه پرته دغه تن مرتد اوله اسلام څخه خارج ګڼل کیږي ،همداراز بالعکس که حلال حرام وګڼي مثلا : لکه نکاح حرامه وګڼي ،اسلامي مذبوحه ناجائزه ګڼي ،اوداسي نور ..نوداتن هم مرتداوله اسلام څخه خارج ګڼل کیږي .
في البحر ۵\۲۰۶ والاصل ان من اعتقدالحرام حلالا فان کان حراما لغیره کمال الغیر لایکفر وان کان لعینه فان کان دلیله قطعیا کفر .
وفي البزازیة بهامش الهندیة ۶\۳۳۴ اذا قال الخمر لیست بحرام یکفر لانه استحل الحرام القطعي .
ومثله في الانقرویة ۱\۲۷ والهندیة ۲\۲۷۲ .
کتبه :ابوحامدعفی عنه