جنوري 26, 2021

هغوئ چې هجرت اوجهاد کوي !

هغوئ چې هجرت اوجهاد کوي !

قال الله تعالی : الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ} سورة التوبة: 20

ژباړه : هغه خلګ چې ایمان لري اوهجرت وکړي اوجهاد کوي دالله تعالی په لاره کې په مالونو اوځانونو خپلوددوئ ډیره لویه درجه ده دالله تعالی په وړاندي یعني په آخرت کې اوددوئ به ټول ارمانونه پوره شي .

لنډتفسیر :په دې آیة کې الله تعالی هغه مؤمنانو ته چې هجرت يې کړی وي اوپه ځان اومال سره جهاد کوي دالله تعالی ددين دنفاذ اوخوریدو لپاره نودوئ ته به په آخرت کې سترې درجې وي اوددوئ ټول ارمانونه پوره کيږي اودآخرت له ټولو ستونزو څخه به په امن کې وي ،دوئ به په جنت کې وي اوهرڅه چې يې زړه غواړي هغه به ورکول کیږي .

Related posts