جنوري 26, 2021

د – Scheme -په اړه !

د – Scheme -په اړه !

پوښتنه : داسکیمونو سره دسرایونواوکورونو داخستو معامله شرعا رواده اوکنه ؟ مثلا : یو سړی چې کور اخستلو ته اړتیا لري دیوه اسکیم له مالک سره په داسې ډول معامله کوي چې په دومره ځمکه ،دوه پوړه کور چې ۵ کمرې ولري اوهره کمره يې دومره مساحت ولري اوداسي نور اوصاف ورته ذکر کړي ،بیایې قیمت سره خلاص کړي ایجاب اوقبول وکړي یوڅه روفي اوس ورکړي اویوڅه بیا ورکوي نودامعامله شرعا څرنګه ده ؟

جواب : په وړاندي ذکرشوي صورت کې دامعامله شرعاصحیح ده اودااستصناع له نوعي څخه ګڼل کیږي . البته :په دې شرط چې داستصناع شرائط په کې موجود شي . اوداستصناع شرائط دادي : چې ددې کور اندازه ،اوصاف ،قیمت  اوداسي نور اړین امور به يې ټول معلوم وي اوموده به په کې نه وي  .

في المجلة المادة ۳۸۹ : کل شئ تعومل استصناعه یصح فیه الاستصناع علی الاطلاق . والتفصیل في شرحه للاتاسي رح ۲\۴۵۳ .

وفي الموسوعة ۳\ ۳۲۸ : للاستصناع شروط هي :

أ – أن يكون المستصنع فيه معلوما ، وذلك ببيان الجنس والنوع والقدر . والاستصناع يستلزم شيئين هما : العين والعمل ، وكلاهما يطلب من الصانع .

ب – أن يكون مما يجري فيه التعامل بين الناس ؛ لأن ما لا تعامل فيه يرجع فيه للقياس فيحمل على السلم ويأخذ أحكامه (5) .

ج – عدم ضرب الأجل : اختلف في هذا الشرط ، فمن الحنفية من يرى أنه يشترط في عقدالاستصناع خلوه من الأجل ، فإذا ذكر الأجل في الاستصناع صار سلما.

و التفصیل فيفقه البیوع ۱\۶۰۴ .

مفتي عبدالواحد غفرله .

Related posts