جنوري 25, 2021

په مال،ځان اوژبه سره جهاد!

په مال،ځان اوژبه سره جهاد!

عن انس عن النبی صلی اللہ علیہ وسلم قال جاھدوا المشرکین باموالکم وانفسکم والسنتکم (رواہ ابو داؤد والنسائی والدارمی )

ژباړه : له انس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې ویې فرمایل : له مشرکینو سره په مالونو ،ځانونو اوژبو سره جهادکوئ !

تشریح  : په مال سره جهاد دادی چې خپل مال دجهاد په لاره کې مصرف کړي یعني دجهادوسائل ورباندي واخلي یادمجاهد خرچه ،اونورمصارف ورباندي اداء کړي ،اوپه  ځان سره جهاد دادی چې دجهادپه تشکیلونوکې ولاړشي ،اوپه ژبه جهاد دادی چې دجهاداهمیت ، فضائل اومسائل خلقوته ورسوي یادجهاد څخه دفاع وکړي . همدارازپه خپلو اشعارو سره  دکفارو تشنیع یاهجو بیان کړي اومجاهدینوته  دجهاد جذبه اوقوت ورکړي  لکه حضرت حسان  حضرت ابن رواحه اونورو به په شعر سره داسلام اومسلمانانو دفاع وکړه.

Related posts