جنوري 26, 2021

دیوه زخمي چې لاسونه اوپښې خوږ وي …

دیوه زخمي چې لاسونه اوپښې خوږ وي …

الاستفتاء : یوزخمي مجاهد ده ،کله هیڅوک ورسره نه وي ،اودی په لاس اوپښوباندي زخمي ده ،لاسونه اوپښې يې پټۍ دي ، ښورولی يې نشي ، اودس خونشي کولای اوتیمم هم نشي وهلای نودی به څه طریقه  کوي  ؟  یوطالب .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:په مذکوره صورت کې که بل څوک داوداسه یاتیمم نه وي  اولاسونه پښې يې ټوله پټۍ وۍ نوبیادي خپل مخ په پاک دیوال یاپاکه ځمکه باندي وموښي دتیمم نیت دي وکړي ،تیمم یې صحیح ده .

في التاتارخانیه ۱\۳۶۴ . وفي العتابية اذا لم یبق من یدیه ورجلیه شئ من محل الغسل یمسح وجهه علی الحائط ویصلي  .

وفي البحر ۱\۱۸۵ : ومقطع الیدین والرجلین اذاکان بوجهه جراحة یصلي بغیر طهارة والا مسحه علی التراب ان لم یمکن غسله .

والله تعالی اعلم

کتبه : محمدولي عفی عنه .

Related posts