جنوري 26, 2021

شتمنوبه له جهاد څخه ځان ګوښه کول .

شتمنوبه له جهاد څخه ځان ګوښه کول .

قال الله تعالی :{وَإِذَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌ أَنْ آمِنُواْ بِاللّهِ وَجَاهِدُواْ مَعَ رَسُولِهِ اسْتَأْذَنَكَ أُوْلُواْ الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُواْ ذَرْنَا نَكُن مَّعَ الْقَاعِدِينَ} سورة التوبة: 86

ژباړه : کله چې یوسورت نازل شي چې په الله تعالی باندي ایمان راوړئ !اودرسول الله صلی الله علیه وسلم سره جهادته ولاړشئ نوشتمن خلګ درنه اجازه غواړي  اووايې : چې موږ ایله کړئ چې له دې پاته خلګوسره شو.

لنډ تفسیر :جهاد یوه داسي فریضه ده کله دفرض عین په درجه کې وي نولکه لمونځ داسي دی ،په فقیر اوشتمن  ،په نارینه اوښځېنه،په حراوغلام … په ټولوفرض شي  ،مګر چې کله به جهادته تلوحکم راغی نوشتمنواومالدارانو به په یوه اوبله بانه له جهاد څخه ځان ښکل ،کله به یې یوعذر وړاندي کړ اوکله بیابل ،اوبالاخره تردې چې ویل یې : موږ ایله کړئ چې دهمدې ښځو اوماشومانو سره په کورکې پاته شو ..

Related posts