مارچ 01, 2021

درسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلا څخه !

درسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلا څخه !
  1. عن علي رضی الله تعالی عنه قال، ومن خالطه معرفة احبه، یقول ناعته لم اری قبله ولا بعده مثله صلی الله علیه وسلم.[ [1]]

ژباړه: حضرت علي رضی الله تعالی عنه چې به د پیغمبر صلی الله علیه وسلم بیان کاوه ویل به یې: چې پیغمبر صلی الله علیه به چا وپیژندل نو زیاته مینه به یې ورسره راتله، د پيغمبر صلی الله علیه وسلم مدحه چې به کوم تن کوله، نو لنډ به یې داسې ویل: چې نه د هغه په څیر  څوک لیدل شوی او نه به څوک په همدغه صفاتو وموندل شي.

2.ابو عبیده وایې: چې ما د ربیع بنت معوذ څخه وپوښتل چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم  په اړه څه راته ووایې: هغې وفرمایل: هی زویه! که دي لیدلی وای! نو یو ختلی لمر ؤ.

3.انس رضی الله تعالی عنه به ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم له رنګ څخه سپین ؤ، خولې  به یې په مخ داسې ښکاریدې لکه ملغلرې،د وريښمو تر جامو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لاسونه ډیر پاسته او نرم و، ما داسې مشک او عنبر نه دي لیدلي چې د پیغمبرصلی الله علیه وسلم په شان خوشبویې ولري. متفق علیه . [[2]]

  1. عن أنس رضي الله عنه قال: ما بعث الله نبيا إلا حسن الوجه وحسن الصّوت، وكان نبيكم أحسنهم وجها وأحسنهم صوتا. رواه الترمذي

ژباړه : انس رضي الله عنه  فرمايې: الله تعالی هېڅ یو نبي نه دی را لېږلی ؛ مګر دا چې  ډیر ښآیسته  او د ښه صوت څښتن به و، خو پیغمبر صلی الله علیه وسلم  بیا تر ټولو انبیاؤ ښایسته  او د حسن الصوت خاوند و.

  1. حضرت براء رضی الله تعالی عنه به د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په هکله ویل:

“كان رسول الله صلى الله عليه وسلم … ما رأيت شيئا قط أحسن منه”.

ما تر هغه ښکلی نه دی لیدلی.

  1. او جابر بن سمرة رضی الله تعالی عنه ویل: یوه شپه چې سپوږمۍ ډیره تیزه رڼا کوله ما به یو ځل پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته او بل ځل سپوږمۍ ته کتل  نو قسم چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم  تر سپوږمۍ ډیر ښایسته ؤ.

قال جابر بن سمرة في وصف النبي (صلی الله علیه وسلم

“رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم -في ليلة إضحيان [أي مضيئة مقمرة] وعليه حلة حمراء فجعلت أنظر إليه وإلى القمر فلهو عندي أحسن من القمر” [[3]]

  1. وقال حسان أيضا

ولا في جنان الخلد مثلك أخر فما ولدت حواء من صلب آدم

نه به په جنتونو کې ستا په څېر بل وي او نه به د حوا او آدم علیهما السلام له اولادې نه بل داسې زیږیدلی وي.

  1. وقال أخر ينكس الحسن رأسه خجلا أن جاء الحسن كي يقاس به.

ښکلا خپل  سر ټیټوي له شرمه، کله چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم حسن ښکاره شو، حسن شرمیږي چې څوک به یې  قیاس کړي.

  1. وقال الامام القرطبي: لم يظهر لنا تمام حسنه صلى الله عليه و سلم لأنه لو ظهر لنا تمام حسنه لما أطاقت أعيننا رؤيته صلى الله عليه و سلم.

امام قرطبي رحمه الله ویلي دي: چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ښکلا او حسن ټول ښکاره نه شو ځکه په امت کې د هغه د لیدو طاقت نه ؤ.

  1. او ځینو علماؤ ویلي دي چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم حسن په پردو کې وساتل شو ځکه چې د هغه د حسن پوره منظره به په قیامت کې وي او ځینو بیا ویلي چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم حسن ځکه مستور شو چې د الله تعالی محبوب ؤ او محب نه غواړي چې د محبوب حسن نور وګوري.

دمفتي ابویاسر له الحدیقه ص ۳۴ څخه

…………………………………….

[1]   رواه الترمذي  مشکوة ص\۵۳۹

[2]   مشکوة  ص \ ۵۳۹

[3]    نبی الرحمة  ۱\۴۰ شمائل الترمذي ۱\۳۹

Related posts