مارچ 01, 2021

له یرغلګرو اومنافقانو سره دجهادالهي حکم !

له یرغلګرو اومنافقانو سره دجهادالهي حکم !

قال الله تعالی {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ} سورة التوبة: ۷۳

ژباړه : ای محمده ! له کفارو اومنافقینو سره جهاد کوه  ،اوپه دوئ باندي سختي کوه ،اوددوئ آخري ټکانه جهنم دی اوهغه بدځای دی .

لنډتفسیر : الله تعالی په دې آیة کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دکفارو اومنافقینو په خلاف دجهاد امر کوي ،اوهم دوئ ته دسختې سزاء یادونه کوي . څرنګه چې دجهاد عظیم عمل دالله تعالی ددښمنانو په خلاف  سرته رسیږي  اوکفاراومنافقان دواړه دالله تعالی دښمنان دي نو ځکه به جهاد له دواړوډلو سره کیږي ، البته جهاد بیلابیل اړخونه اوانواع لري ،کله په توره ، کله په ژبه ، کله په قلم ، اوکله په نورو انواعو سره وي  ،نوچې دجهاد کومه نوع مؤثره وه دالله تعالی ددښمنانو په لمینځه وړلوکې هغه به په کار اچول کیږي اوپه هغه نوع سره به جهاد ورسره کیږي  . اودامنافقان که عقیدوي منافقان وي اوکه عملي منافقان وي په هرصورت له دوئ سره دجهاد کولوحکم شوی دی .

نوځکه دعلماؤ متفقه فیصله ده چې ددې زماني سترمنافقان چې دیرغلګرو غلامان دي  اوداسلامي نظام په له منیځه وړلوکې يې دحربي یرغلګرو هرډول ملاتړاو مرسته کړي ،له دوئ سره  په ټولو انواعو جهاد کول داسي فرض دی لکه له حربي یرغلګرو سره چې جهاد فرض دی .

Related posts