
قال الله تعالی : وجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ هُوَ اجْتَبَاكُمْ . } سورة الحج: 78
ژباړه : اوجهاد کوئ ! دالله تعالی په لاره کې په حق جهاد سره،[هماغه رب ] تاسو دهمدې جهاد لپاره انتخاب کړي یاست !
لنډتفسیر : په دې آیة کې مومنانوته حکم شوی چې : دالله تعالی په لاره کې جهادکوئ !هغه جهاد چې الله تعالی ورباندي امرکړي یاست ! [یعني دیرغلګروکفارو،دهغوئ دغلامانو ،او همداراز دنفس اوشیطان اوداسي دهرباطل سره چې داسلامي نظام په مقابل کې دیرغل ملاتړ کوي].
اوالله تعالی تاسو [ای مجاهدینو ] دهمدې سپېځلې فریضي لپاره انتخاب کړي یاست [نودافریضه په سمه اوښه طریقه سره سرته ورسوئ ! ځکه الله تعالی موناصر اومرسته کونکی دی .]