مارچ 01, 2021

دمیرمنو په هکله یوه ځانګړې استفتاء اودهغې جواب

دمیرمنو په هکله یوه ځانګړې استفتاء اودهغې جواب

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! یوه پوښتنه لرو که یې په اړه وضاحت راکړئ احسان به مو وي ! هغه داچې موږکولای شو:  هغه ښځې چې موټر ، موټرسایکل  اورکشې یا سایکلونه چلوي  بند یې کړو ځکه په دې سره دفتنو سترې دروازي خلاصیږي ! که په دې اړه دشریعت مطهره حکم راته واضح کړئ احسان به  مو وي .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په ذکرشوي صورت کې به دامسئله  دامارت  مشرانو ته سپارله کیږي چې هغه دشریعت په رڼا کې دمصلحت له مخې څرنګه حکم کوي هغه صحیح ده ، اوشریعت مطهره دمیرمنو دغه اعمال مکروه ګڼلي ،ځکه یوخوتشبیه بالرجال په کې ده اودوهم اظهارنفسها للرجال یعني ځان خلګو ته ښکاره کول دي چې دادواړه اعمال په اسلام کې جائز نه دي .

في المحیط  ۸\۱۰۱ ولاترکب امرأة مسلمة علی سرج ،بظاهره نهی النساء عن الرکوب علی السرج … والمعنی في النهی من وجهین احدهما ان هذا تشبه بالرجال وقدنهینا عن ذلک والثاني ان فیه اعلاء النفس واظهاره للرجال وقدامرت بالستر وهذا اذاکانت شابة  وقدرکبت للتبرج والتفرج .

ومثله في التاتارخانیه ۱۸\۲۳۳

کتبه : ابوحامدعفی عنه .

Related posts