مارچ 01, 2021

درې کسان چې جنت ته به لمړی داخلیږي .

درې کسان چې جنت ته به لمړی داخلیږي .

وعن ابي هریرة رضی الله تعالی عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال عرض علی اول ثلاث یدخلون الجنة :شهید وعفیف متعفف وعبداحسن عبادة الله ونصح لموالیه  (رواہ الترمذی)

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :ماته هغه لمړني کسان وښودل شول چې ترټولو وړاندي به جنت ته داخلیږي : شهید ، هغه مسکین چې له سوال اونارواڅخه يې ځان ساتلی اوصبريې کړی وو، اوهغه غلام  چې  دالله تعالی عبادت یې ښه سرته رسولی وي اوهم یې له خپل بادار سره اخلاص اوصداقت کړی وي .

تشریح : درې کسان به ترنورو وړاندي جنت ته ولاړ شي ، لمړی هغه مجاهد چې دالله تعالی په لاره کې شهیدشوی وي ،اوخپل ژوند يې دالله تعالی په دین قربان کړی وي .

اودوهم : هغه  صبرکونکی مومن فقیر چې په دنیاکې  ددنیاله ډیرو نعمتونوڅخه محروم و خو صبر يې  کړی و، دسوال لاسونه يې چاته نه وغزولي ،په خپله حلاله  لیږ روزې يې قناعت درلود .

اودریم هغه  غلام و چې دخپل بادار دخدمت سره سره یې دالله تعالی عبادت هم په ښه طریقه سرته رسولی وي .

Related posts