Home » بېلا بېلي لیکني

بېلا بېلي لیکني

 اسم اعظم!

1= له ابويزيد البسطامي رح څخه  داسم اعظم په اړه وپوښتل شو،نوده ورته وويل : هغه كوم حد اوتعريف نه لري خو كله چي دي زړه دالله تعالی له وحدانية ډک کړ نوپه هرنوم چې يې یادکړي هغه اسم اعظم ده . 2= شيخ عبدالقادر جيلاني رح وايي : الاسم الاعظم ، هو الله بشرط ان تقول الله وليس في ...

Read More »

ذوالنورين رضی الله تعالی عنه

  ۱= په طبعيت كي يي نظافت خوښېده چي مسلمان شو نو له هغه وخته به يې هره ورځ غسل كاوه ، تل به يي پاكي يانوي جامي اغوستي اوعطربه يي لګول ، غاښونه يې دسرو زرو په تار مضبوط كړي وو . سير الصحابه 1\246 ۲=دخپل قام له غوره اوشریفو ځوانانو څخه یو و،دجاه جلال مالک دښه اخلاقو نمونه ...

Read More »

ګناهګار ګاونډی سره د امام ابو حنیفه چلند

عبدالله بن رجاء البصري رحمه الله وایي: د امام ابو حنیفه رحمه الله یو موچي ګاونډی و، ټوله ورځ به یې کار کوه، کله به چې شپه شوه غوښه یا ماهی به یې ځان ته پوخ کړ، وبه یې خوړ او بیا به یې ټوله شپه شراب وهل او دا بند به یې له ځان سره زمزمه کوه: أضاعوني وأي ...

Read More »

دتشریق تکبیرونه

لیکوال : ابوزبیر له هغو ځانګړوعباداتونه چې د ذوالحجې په میاشته کې ترسره کیږي يوهم تکبيرات تشريق دي تکبیرات تشریق هم یوڅانګړی عبادة چې دذوالحجې دمیاشتي په څو خاص ورځوپوري (چې دوې ۲ د ذی الحجة لمړۍ لسیزي  اودري ۳ ددوهمي لسیزي لومړۍ ورځې دي) مختص دي ، تکبیرات تشریق په صحیحو آحادیثو ثابت او له صحابه کرام په صحیح ...

Read More »

دعر فې یوه ځانګړي ورځ

په دغه ورځ حاجیان دزوال نه وروسته له منی څخه دعرفات غونډۍ ته خوځیږي چي هلته   خپل رب ته د عفوي اودرګذر هیلي وروړي ، هلته د خپل څښتن حضورته دخپلو لاسونوکچکول لپه کوي ، دعرفي شپه اوورځ دواړه دمؤمنانو لپاره دډیروښیګڼوڅخه ډکي   دي   ، په عباداتو کې یې اجرونه اوبدلي زیاتي دي ، اودلوی خدای ج رضا په کښي ...

Read More »

دعرفي دورځي شرف اوفضیلت .

دعرفي ورځ د عامو ورځو په شان نه ده په دې ورځ الله جل جلاله  خپلو ملائکو ته په هغه خلکو فخر کوي چي پر عرفات ولاړ وي، د الله د حکم سره سم د حج فريضه اداء کوي، او په دې ورځ الله جل جلاله  د ټول کال د ورځو په نسبت زيات شمير خلک له اوره ازاده وي ...

Read More »

داضحیة کونکي لپاره مستحب اعمال :

لکه څرنګه چې لمونځ،روژه ،اونورعبادات مستحبات لري ،اوپه مرعات کولوسره يې د هغه عبادت ثواب لانورهم زیاتیږي ،همدارازاضحیة هم ځيني مستحبات لري چې په ترسره کولو سره يې داضحیې ثواب اضافه کیږي .نوکله چې اضحيه کونکی اضحیه حلاله وي بایددغه لاندي مستحب کارونه په نظرکي ولري : ۱ــــــــــ  اضحیه بایدپه خپل لاس حلاله کړي؛ځکه چې دایوعبادت دی ،اوپّه عبادت کي ...

Read More »

د ذوالحجة دلمړۍ لسیزي فضائل

که له یوه پلوه متعال خدای جل جلاله دي امت  ته دنورو امتونو په پرتله مختصره اوکوتاه،زندګي ورکړي خو له بل پلوه يې ورسره بی ساري او عظیم احسانونه کړي چې په نورو امتونوکي هغه ډير کم ترسترګو کیږی ، ددی سترو او لويو احسانونو له جملی نه یو داده چې الله تبارک وتعالی ددي اخېرني امت لپاره داسي خاص ...

Read More »

څلور قصې ،څلور درسونه

  لیکوال : مفتي  ابولبابه شاه منصور ژباړه :  مفتي فیض الرحمن نثار   دسورت کهف اجمالي مطالعه امیر المؤمنین فی الحدیث ، امام بخاري رحمه الله په صحیح بخاري کتاب التفسیر کې يو روایت نقل کړی حدثنا ادم ، قال حدثنا شعبة عن ابی اسحق ، قال سمعت ابن مسعود قال  فی بنی اسرائیل و الکهف ومریم : انهن ...

Read More »

هغه شتمن چې سلام یې نه ځوابوه

هغه شتمن چې سلام یې نه ځوابوه یو غریب کیسه کا چې له یوه خورا شتمن سړي سره مزدور شوم، هغه چوپ او خاموش سړی و، کله به چې پخپل ګران بیه موټر کې تلی او راتلی او ما به سلام ورته کوه، نو د سلام ځواب به یې نه راکوه! هغه یوه ورځ زما لاس کې هغه کڅوړه ولیدله ...

Read More »

دشان نزول تعریف،اهمیت،اوفوائد:۳ برخه

لیکنه :مفتي محمداعظم صديقي   ۳….. ډېرځله قرآن کریم داسي الفاظ استعمالوي چې دهغوئ له شان نزول سره لوي تعلق وی ،اوکه ددي الفاظوپس منظرمعلوم نشي (معاذالله )هغه الفاظ بي فائدي معلوميږي ،اوځيني وختونه خوبلکل بي مناسبته ښکاري چې له امله يې دقرآن کریم فصاحت ،اوبلاغت ترسوال لاندي راځي دبیلګې په ډول په سورة البقره کي الله تعالی فرمايې : ...

Read More »

دقرآن کریم دشان نزول فوائد

  لیکنه :مفتي محمداعظم صديقي دشان نزول بي شماره فوائددي چې ځيني يي په لاندي ډول دي : ۱ =   له شان نزول څخه داحکاموحکمتونه معلوميږي ،اوداښکاره کيږي چې داحکم په کوم حالت کي ،اوولي نازل شوی ده ؟ مثلا: په سور ة النساء کي الله تعالی    فر مايې: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا ...

Read More »

دشان نزول تعریف،اهمیت،اوفوائد:

لیکنه :مفتي محمداعظم صديقي دشان نزول تعریف،اهمیت،اوفوائد: دقرآن کریم نزول دوه ډوله ده      ۱……      سببي          ۲…….   غیرسببي له سببي څخه مر ا ددادی چې دیوواقعې،اوخاص ماحول په سبب نزول شوی وي له غیرسببي څخه مرادهغه نزول دی چې بغیرله کوم سبب نه شوی وي دشان نزول تعریف : دکومي واقعي،سوال ،اویاحال په وجه چې دآیت نزول شوی وي همديته شان ...

Read More »

داختر په ورځوکې له دې ناوړو اعمالو څخه ځانونه وساتئ !

ابویاسر اختر دمسلمانانو یوه مذهبي ورځ ده باید دغه ورځ په مذهبي طریقه سره ولمانځو ، یعني موږ باید دغه ورځ په هغه طریقه سره ولمانځو چي داسلام سپیځلی دین یې راته ښوونه کوی . اسلام په دي اړه ټوله لارښوونه کړي ،اوپه دي اړه یې هرڅه واضح کړي . خودافسوس ځای دادي چي ډیری مسلمانان داورځ په داسي ډول ...

Read More »

د افغان فارغ التحصيلانو، لوستو او مسلمانو ځوانانو، تاريخي مسؤوليتونه

ګرانو ځوانانو! د تحصيلي دورې د پای ته رسېدو په مناسبت تاسو، مسلمانو او لوستو افغان ځوانان، ته د مبارکۍ د ويلو سره سره، د لوی خدای جل جلاله له درباره درته د لازياتو برياوو غوښتونکي يو. اوس مهال چې تاسو د خپل راتلونکي کاري ژوند په درشل ولاړ ياست، مناسبه ګڼو چې ستاسو درانه حضور ته ستاسې اړينې دندې ...

Read More »

د خپل وخت ستر امام (امام اعظم ابوحینفه)

د دغه ستر امام په هکله که هر اړخیزه لیکنه وشي نو په دې کتابونه پرې ډکېدای شي، نو زه عاجز او فقیر بنده هم غواړم، چې د اسلامي امت دغه ستر علمي ستوري او ستر مجتهد امام په هکله یو څه معلومات تاسو سره شریک کړم: پېژندنه: امام ابوحنيفه رحمه الله د عمر په لحاظ له نورو امامانو مشر ...

Read More »

دشوال دشپږوروژو فقهی مسائل

مسئله : دشوال [ يعني دكمكي اختر دمياشتي ] شپږ روژي   سنة دي . اودغه شپږ روژي درمضان المبارك دمياشتي فرضي روژو ته داسي حيثيت اوشان لري لكه له لمانځه څخه ووروسته سنت   يانفل . في الموسوعة الفقهية ۲۸\۷۸ ذهب جمهور الفقهاء – المالكيّة ، والشّافعيّة ، والحنابلة ومتأخّرو الحنفيّة – إلى أنّه يسنّ صوم ستّة أيّام من شوّال بعد ...

Read More »

دصدقة الفطر مسائل   :

څرنګه چې سرسایه یو ځانګړی  مالي  عبادة نوځکه یې په اړه  معلومات دهرمسلمان  لپاره اړین  دي  خوداچی  ددي عبادة  ټولي  مسئلي راسپړل او  بیانول   ګران  کار ده  نو ځکه یې دلته  په اړینو مسلو اکتفاء کوو .   مستحب دی چې علما ء خلګوته دسرسايې احکام بيان کړي   مسئله  : مستحب  ده  چې علما دسرسايې  احكام  اومسائل   دوړوكي  اختر ...

Read More »

په ایجاب ،اوقبول کي دخطاب،اوکتاب ترمنځ توپير:

په ایجاب ،اوقبول کي دخطاب،اوکتاب ترمنځ توپير: ايجاب داحنافوپرمذهب هغه لمړی قول ده چې داِنشاء عقدلپاره پریوچاباندي عرض شي عام تردي چې له بائع نه صادرشي یاله مشتري نه . اوقبول هغه دوم قول ده چې دهمدي لمړي قول دمظبوطولو،اومنلوپه پاروشي . دوم قول چې موږترینه په قبول تعبیرکووهغه قول ده چې عقدپه همدي سره تامیږي ،اوانتهاء مومي دبيلګي په ...

Read More »

په روژه کې دمسواک اړوند فقهې مسائل !

ملاحظه : کله  چې  په  روژه  کې  دروژه دار دخولي  هغه  بوی چې دتشې معدې څخه راپورته کېږي او په  الله تعالی   ښه  لګیږي  نوځکه  دي  دخپلي  خولي دغه ډول بوی یادنورو خلګو دخولي  دغه ډول  بوی  څخه   شکایت نه کوي ، اونه دي دکوم تن څخه  دغه  بوی  عیب ګڼي  : ولمّا كان خلوف افواههم  اطيب عندالله  فلا يعيب بذلك ...

Read More »

شهررمضان شهرالقرآن

شهرالقرآن ۱= دروژې   مبارکي  میاشتې ته شهرالقرآن له دي امله وایې : چې په همدغه میاشت کې قرآن کریم نازل شوی دی . اوعجیبه داده چې قرآن کریم دوه ځلې نازل شوی اودواړه نزوله یې په همدغه مبارکه میاشت کې شوي دي . دقرآن کریم ددي دواړونزولونو مهال دلمړي نزول په هكله ابن حجر رحمه الله وايې چي دانزول په ...

Read More »

جهاد و ماه صیام

حبیبی سمنگانی مجاهد روزه دار دو گونه مجاهدت می داشته باشد، مجاهدت در برابر هواهای نفسانی و مجاهدت در برابر دشمنان خدا. پس اگر پیروز شد به دو گونه پیروزی نایل می شود، و اگر شهید شد به دیدار خداوند می رود در حالی که روزه دار می باشد. تاریخ اسلام بیانگر این واقعیت است که غزوات و معرکه های ...

Read More »

هغه څوک دې هلاک وي چي دروژې مياشت کي ورته بخښنه ونشي

عَنْ كَعْبِ بْنِ عُجْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : اُحْضُرُوْا الْمِنْبَرَ ، فَحَضَرْنَا فَلَمَّا ارْتَقَى دَرَجَةُ قَالَ : آمِيْنْ ، فَلَمَّا ارْتَقَى الدَّرَجَةَ الثَّانِيَةَ قَالَ : آمِيْنْ ، فَلَمَّا ارْتَقَى الدَّرَجَةَ الثَّالِثَةَ قَالَ : آمِيْنْ ، فَلَمَّا نَزَلَ قُلْنَا:يَا رَسُوْلَ اللهِ ! لَقَدْ سَمِعْنَا مِنْكَ الْيَوْمَ شَيْئًا مَا كُنَّا نَسْمَعُهُ قَالَ : إِنَّ جِبْرِيْلَ ...

Read More »

په روژه کې دي دځان لپاره هدف ټاکلی؟

ژباړه : وحیدالله د ارزښتناک ژوند د لرلو لپاره په ژوند کې د هدف ټاکل او هغې ته د رسیدو لپاره هڅې کول اړین دي. هغه انسان خپل عمر د باد په خوله ورکوي چې پخپل ژوند کې د ځان لپاره موخې ونلري او د هغوی د لاسته راوړو په موخه زیار و نه باسي. دا خبره د ټولو انسانانو ...

Read More »

د میاشت لیدل (رؤیت هلال)

حافظ منصور الرحمن  غزنوي د روژې د میاشتي په راتلو سره یو وار بیا دا خبرې تر غوږو رسیږي چې آیا د سعودي عربستان د میاشت په لیدلو سره په ټولو مسلمانانو روژه لازمیږي او که څنګه؟ آیا د مطالعو اختلاف اعتبار لري او که یا؟ او ډیری داسي نوري پوښتني، دا او دې ته ورته د ځینو پوښتنو ځوابونو ...

Read More »

درؤیة الهلال په مسئله یوعلمي تحقیق :

لیکوال: ابویاسر قال االله تعالی :  فمن شهد منكم الشهر فليصمه (۱۸۵)   البقرة   –   ژباړه : –   څوک چې له تاسو څخه میاشت  ووینی نو روژه کوي  دي .   ۱= وعن أبي هريرة رضي الله عنه يقول : قال   رسول الله صلى الله عليه وسلم: “صوموا لرؤيته وأفطروا لرؤيته فإن غمي عليكم الشهر فعدوا ثلاثين”.متفق علیه   ژباړه : ...

Read More »

دسورة الفاتحة تفسیراوترجمة ۵

آمین آمین  کې  دوه قرآئته دي  : آمين بمدالالف وبدون تشدیداللام . أمین بدون مدالالف وبدون تشدیداللام . دلمړي  قرائت  په هکله دمجنون  دغه  قول  هم ده چې  ویرحم  الله عبداقال آمینا،دمجنون  پلارته چامشوره ورکړه چې مجنون بیت الله شریفي ته بوزه هلته به  دعاوکړي ،الله تعالی به  دلیلی  دمحبته څخه صبرورکړي .چې بیت الله شریفي ته ورسیده نوپلاريې  ورته ...

Read More »

د مور او پلار سره غوره ښېګڼه څه ده ؟

د مور او پلار سره غوره ښېګڼه څه ده ؟ بسم الله الرحمان الرحيم نحمده و نصلی و نسلم علی رسوله الکريم امابعد : د مور او پلار سره ښېګڼه کول جنت ته د داخلېدلو اغېزناکسبب دی . دا داسي يو عمل دی چي په هکله يې د ټولو پيغمبرانو- عليهم السلام – شريعتونه متفق دي او په هر شريعت کي مُهم کار ګڼل شوی دی . د پيغمبرانو – عليهم السلام – اخلاق او د ...

Read More »

دسورة الفاتحة تفسیراوترجمة ۴

اهدناالصراط المستقیم دادسورة الفاتحې  دریمه برخه ده ،چې  له بنده سره تعلق  لري ،اودابرخه هم  په دروآیتونو مشتمله ده ،لمړی آية يې صراط مستقیم  ته دهدایت  سوال  دی . دهدایت اقسام اومراتب هدایت  څلورمرتبي  لري ، افاضة القوی التي بهایتمکن المرء من الاهتداء لمصالحه کالقوة العقلیة . وهذاکقوله تعالی : الذي خلق فسوی   والذي قدرفهدی . نصب الدلائل الفارقة بین ...

Read More »

دشعبان د پنځلسمې نېټي فضیلت د حدیثو په رڼا کې(۲)

درېیم فضیلت : له جهنم څخه  ازادي : د دې شپې یوستر فضیلت دادی چې الله تعالی پکې بېشماره انسانان دجهنم له اوره خلاصوي ،په حدیث شریف کې راغلي  چې یوځل  رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت عائشې صديقې  رضی الله تعالی عنها ته وفرمایل : هَذِهِ اللَّيْلَةُ لَيْلَةُ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ وَلِلَّهِ فِيهَا عُتَقَاءُ مِنَ النَّارِ بِعَدَدِ شُعُورِ ...

Read More »

آيا د روژې د مياشتي زيری ور کول ثواب لري ؟

بسم الله الرحمن الرحيم نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد : ( دا ليکنه ما تېر کال نشر کړې وه، خو دا چي اوس بيا د دغي ليکني د نشر تازه کولو ته اړتيا شته، له دې امله يې د درنو لوستونکو سره شريکوم، هيله ده چي بې گټي به نه وي ) په خلگو کي نن سبا يوه خبره مشهوره ...

Read More »

دایجاب اوقبول ضمني توافق

دقبول اوایجاب ضمني موافقت دلته هم څوخبرې دي : ۱= کله دقبول موافقت  دایجاب سره ضمنا راځي اوهمدغه ضمني قبول دبیع دصحت لپاره کافي ده. مثلا : بائع ایجاب په زر روفۍ وکړي اومشتري يې په یوزراوپنځوس قبول وکړي نوداقبول که څه هم په ښکاره باندي په اکثرثمنو  ده مګر په حقیقت کې داپه هماغه زر  روفیو باندي قبول دی ...

Read More »

دسورة الفاتحې تفسیراوترجمه ۳

په تېرپسي …   مالک یوم الدين دادسورة  الفاتحې  دلمړۍ  برخې  دریم مضمون دی .لکه حدیث کې  چې  راغلي و:فاذاقال العبدمالک یوم  الدين  قال الله تعالی [ مجدني عبدي ] دلته هم څوخبري دی : قرأة مالک وملک . الفرق  بینهما دامام عاصم ،امام کسائې  ،اوامام  یعقوب  قرآئت  مالک یوم الدين دی ،اوله همدې  قرائت  څخه په قرآن کریم کې  ...

Read More »

دشعبان  د پنځلسمې نېټي فضیلت د حدیثو په رڼا کې :

په مبارکو حدیثونوکې هم  دشعبان المعظم دمبارکي میاشتي ګڼ فضائل راغلي چې یوڅو یې له تاسو سره شریکوو  لمړی فضیلت :  ګڼ شمېرانسانانو ته مغفرت : په دې شپه کې الله تعالی  بې شماره انسانانوته  مغفرت کوي ، دحضرت عائشې رضی الله تعالی عنها په روایت کې راغلي چې :  رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل : إِنَّ اللَّهَ ...

Read More »

د برات /شعبان په میاشت کې باید داکارونه وکړو(۲)

په تېر پسي … دهرشي لپاره تیاري دهغه تر راتلو وړاندي کیږي . دمثال په توګه که کوم میلمه راځي ، نودهغه دراتګ وروسته نه  بلکه تر راتلو وړاندي لا د ورته راتګ لپاره تیاری کول کیږي . همداسي  رمضان المبارک هم دیوه مؤمن لپاره د ډېر مهم او معزز میلمه حیثیت لري،دهغه د قدراني لپاره هم باید لا له ...

Read More »

 د برات /شعبان په میاشت کې باید داکارونه وکړو(۱)

د برات /شعبان په میاشت کې باید داکارونه وکړو لمړی کار: دشعبان المبارک  دمیاشتي لیدلو اهتمام : داسلامي میاشتو حفاظت  او دهغوی صحیح تاریخونه  یادساتل  فرض کفایه دي ؛ ځکه چې په دې باندي ډیر شرعي احکام مرتب اوموقوف دي  لکه حج په  صحیح  نیټه کول ، د رمضان المبارک دمیاشتي روژې ، دزکوة ورکړه  اوله دي پرته  ګڼ نور ...

Read More »

د شعبان المبارک فضائل

شعبان المعظم  یا  برات   داسلامي هجري کال  ۸ میاشت ده ، دا له برکتونو ډکه میاشت ده ، الله تعالی په دې میاشت کې  دخپلو نیکو بندګانو دنازولو او ورکړي لپاره  ډير خیر او ښېګڼي ایښي دي ، هم دا وجه ده چې  په  هره زمانه کې  زموږ اسلافو ددي میاشتي قدرداني کړي له حضرت انس رضی الله تعالی عنه ...

Read More »

دسورة الفاتحة ترجمة اوتفسیر (۲)

دحمد،ثناء اومجدفرق دحمد تعلق دالله تعالی  دذات په اعتبار دعالم الدنیاسره ده ،لکه داچې  دحمددجملي  له معناڅخه معلومیږي : یعني هرحمد دهرحامد دهري زماني  ثابت دی الله تعالی لره . اوثناء  بیاتردواړو عالمونو تعلق  لري لکه الرحمن يې مشتمل دی حمدددنیالره  اوالرحیم  يې مشتمل ده حمد دعالم اخرة لره لکه له ترجمي څخه چې  يې واضح کیږي . دوهمه برخه ...

Read More »

دسورة الفاتحې اسماء اومضامین (۱)

دسورة الفاتحې اسماء علامه سیوطي  رح  په الاتقان کې  دسورة الفاتحې  ترشلو ډیرنومونه ذکرکړي دي .خوله هغوئ  یې ځيني دادي : فاتحة الکتاب ام الکتاب ام القرآن القرآن العظیم سبع المثاني سورة الکنز سورة الصلوة الشفاء الکافیة الوافیة سورة الحمد سورة الدعاء اساس القرآن الرقیة . وسورة الشکر انظرتفسیرالقرطبي وتفسیرالبیضاوي وغیرهما البته دابایدواضح شي چې له دغه اسماء څخه  يې ...

Read More »

دصلوة التسبيح مأثوره طریقه اواجرونه !

  عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم وعباس رضی الله عنه ته وفرمايل : اې زما اکا! اې عباسه! ايا زه تاته يوه تحفه درکړم ؟ يو بخشش وکړم؟ يوشی درته وښيم ؟ اوتادلسو شيانو مالک جوړکړم ؟ که دغه کار وکړې الله جل جلاله به ستا ټول ګناهونه وبخښي مخکی دی ...

Read More »

له دین او شریعت پرته انسان هیڅ فضلیت نه لري:

راټولونه: بندي محصل زابل   الله جل جلاله په خپلو بندګانو یو داسي لوی نعمت کړی، چې د نوموړي نعمت له وجي یې ټوله خدایې څرګنده کړي شپه او ورځ لمر او شپوږمۍ یې پیداکړي او دا هر څه یې د داسي چا له برکته پیداکړي چې نور پیغمبران یې هم د امتیت د درجې غوښتونکې دي. د نبی صلی ...

Read More »

دنوروز نمانځنه نه اسلامي حیثیت لري او نه افغاني اصل !

ترتیب  اوراټولونه   (  خبیر احمدم   )  دهجري  لمریز کال  ړومبی ورځ  چې دحمل  دمیاشتي  له  اولې  ورځې  سره  سمون خوري  دنوروز په  نامه په یوشمیر هیوادونو کې پیژندل  کیږي  او په  خاصه  توګه   هرکال په   ایران  ، تاجکستان  او افغانستان  کې  دنوموړې  ورځې  درناوی  او تجلیل  ترسره  کیږي  ،  په  داسې  حال  کې  چې  ددغې  ورځې  نمانځنه  هیڅ  اسلامي  اصل  ...

Read More »

د درختو یا نیالګیو کښېنولو فائدي (۲)

۳-   دمسند احمد په۱۵۲۰۱  نمبر حدیث کې  راغلي :  حَدَّثَنَا أَبُو مُعَاوِيَةَ عَنِ الْأَعْمَشِ، عَنْ أَبِي سُفْيَانَ، عَنْ جَابِرٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ    ه ﷺ:«مَنْ غَرَسَ غَرْسًا فَأَكَلَ مِنْهُ إِنْسَانٌ أَوْ طَيْرٌ أَوْ سَبُعٌ أَوْ دَابَّةٌ فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ». ژباړه : که چا یوه  ونه  شنه کړه ، بیا له هغه څخه  کوم  انسان  یا مرغان ، او د رندګان  ...

Read More »

د درختو یا نیالګیو کښېنولو فائدي :

د درختو یا نیالګیو کښېنولو فائدي :  په  چاپیریال  کې چې  د ونو یا درختو اوبوټو څومره فائدي دي  دلمر غوندي روښانه دي ، داوبو او  هوا  ککړتیا له منځه وړلو سره چاپیریال ښکلی  کوي ، چې له امله یې په ټولنه کې  میشت انسانانو او څارویو  ته ګټه  رسیږي دهغوی صحت ورسره سمیږي  او سړه سایه  او سیوری  یې ...

Read More »

له ډیرې مدحې ځان وساته :

لیکنه :مفتي محمداعظم صدیقي له ډیرې مدحې ځان وساته : په یوه غونډه کي مي ګډون درلودهیڅ مي دبیان کولواراده نوه ،اونه مي هم دبیان لپاره کومه تیاري کړي وه له څه ځنډورسته دغونډې نطاق داوصافو(شرید)بسته کړداسي اوصاف يي بیانول چې دهرصفت په اوریدومي دموصوف لیدوته شوق زیاتیدوپه غونډه کي مي لر برکتل ماویل چې دابختورڅوک ده چې دومره صفات ...

Read More »

د بري دعا

ليکنه: ابوسعيد راشد بسم الله الرحمن الرحیم د بري دعا د الله جل جلاله په نصرت توره د افغانانانو هغه اسلامي تشخص دی چې  ټول يې مني. دا دی اوس بيا د دې پېړۍ د يوه ستر ناورين خاتمه کوي، او پدې هر څه کې خدای پاک ورسره مل دی. خو د تاريخ پاڼې دا هم را په ګوته کوي ...

Read More »

سوال کول

  لیکنه :م محمداعظم صدیقي اسلام دمسلمان پرعزت ،اوکر امة باندي ډیرټنګارکوي ،اونه پريږدي چې انسان په یو داسي ځاي ،اویاداسي  عمل لاس پوري کړي په هغه سره دانسان عزت ،اوکرامة له منځه ځي. له هم دي امله اسلام مسلمان ته دسوال کولوایجازه نه ورکوي ؛ځکه چې په سوال کولو د انسان عزت ،اوشرافت له منځه ځې ،اوسوالګردخلګوپه نظرکي خواراوذلیل ...

Read More »

داستاد احترام !

داستاد احترام داستاد احترام  : دايوبل شرط ده چي دطالب العلم لپاره خورا ضروري ده ځكه له استاد سره بي ادبي دعلم محرومي ده اوداستاد ناراضي دعاق كيدو پيلامه ده ۱= په حـــــــــــــــــديث شريف كې راغلي چي داستاد تحقير اوبي ادبي  دمنافقت يوه علامه ده ۲= حــــضرت على رضی الله تعالی عنه  فرمايې : اناعبدمن علمني حرفا واحدا ان شاء ...

Read More »

په ديني علوموکي دبریالیتوب شرطونه (۱)

دعلم دحصول شرائط څرنګه چې هرعبادة اودآخرة اعمال ځانګړي شرائط لري اوله دغه اعمالو څخه یوهم علم دی لهذا علم هم شرائط غواړي اودعلم لپاره ډيرشرطونه شته البته  موږ يي دلته دبيلګي په ډول څو را اخلو لمړى شرط اخلاص النية : ددي مطلب داده چي دعلم زده كړه يواځي دالله درضا لپاره وي :ځکه الله تعالی فرمايې : ۱=  ...

Read More »

آیا دعربون بیع شرعا رواده !

دلته هم څوخبري  دي : ۱=  عربون  [چي په پښتوکې ورته ټپۍ وايې] داده : چې یوتن مبیعه اخلي نوڅه روفۍ بائع ته ورکړي چې که سوداء وشوه هغه روفۍ له ثمنو حساب دي اوکه سوداونه شوه نوهغه دبائع دي . ۲= له دي تعریف څخه څرګنديږی چې دلته مشتری ته خیار شته اوپه مقابل کې يې که مبیعه ردکړي ...

Read More »

دکریسمیس په مراسمو کې ګډون کول

بسم الله الرحمن الرحيم Christmas  کلمه په اصل کې له دوو کلمو جوړه ده چې لومړی یې Christ  او معنى يې- مخلص- ده عیسویان دغه کلمه د عیسی علیه السلام یو لقب ګڼي، دوهمه کلمه mas اومعنی یې ميلاد ده. کرسمس د عيسایانو اختر دی چې هر کال د دسمبر د میاشتې په ۲۵مه نیټه یې په دې عقیده لمانځي ...

Read More »

لاړ شه ! له تا لمونځ ساقط دی

م/ صدیقي ابن عقیل رحمه الله ته یوتن راغلی، اوورته کړه یي:زه څوځله په ابوکي ولامبم،خوبیاهم زماشک وي چي زه به پاک یم، اوکنه نوزمالمونځ به څنګه وي؟ ابن عقیل رحمه الله ورته وویل: لاړشه له تانه لمونځ ساقط دی؛ ته دلمانځه له اداکولوفارغ یی!. هغه تن وویل: داڅنګه کیدای شي؟ ابن عقیل رحمه ورته وفرمایل چي درسول الله صلی ...

Read More »

یوتن ته دابراهم ابن ادهم وصیت:

لیکنه :م  صدیقي    ابراهم ابن ادهم رحمه الله ته یوتن راغلی ،اوورته کړه يي:نفس مي ګناهوته دعوت کوي وصیت راته وکړه ! ابراهم ابن ادهم رحمه الله ورته وویل: ماسره به داپنځه شرطونه مني له هغه ورسته دنفس خبره منه ،اوګناکوه . ۱ ـــــــــــ   کله چې دګنااراده وکړي نوداسي ځاي کي به يي کوي چې الله تعالی تانه ويني ...

Read More »

په مصیبت صبرکول ستر اجرونه لري

لیکوال : م / صديقي مصیبة هغه څه ته ویل کيږي چې انسان ته پري درد،اوتکلیف رسيږي ،اوانسان پري خپه کیږي ؛لکه دقریبانومرګ ،مريضي ،مالي تاوان ،اوداسي نورآن چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دڅراغ مړکیدل هم مصیبة بللی دی . مصیبة که څه هم دمسلمان لپاره په ظاهره درد،غم ،اوتکلیف ده خوپه باطن کي مصیبة نه بلکه دالله ...

Read More »

ربیع الاول بهار دلها!

ابوصهیب حقانی وقتی ماه مبارک ربیع الاول حلول می‌کند تاریخ بشریت نگاه بشریت را به یاد شرف بشریت و الگوی انسانیت می‌اندازد؛ روزهایی که «سید ولد آدم» سرور و سالار انبیاء – علیهم السلام – پا به عرصه هستی نهاده و برق حیات بشریت در افق کرامت روشن شده و پشت اهریمن، جهل و طاغوت روزگار به لرزه در آمد؛ ...

Read More »

دالات معاصره په ذریعه خرڅول اواخستل .

البیع بالکتابة والالات المعاصرة : دلته هم څوخبري دي : دخط اوکتابة په ذریعه سره بیع کول شرعا بیع ګڼل کیږي ،مثلا : یوه سړي بل ته ولیکل ( اما بعدفقدبعت سیارتي [المعینة ]منک بکذا ) فلمابلغه الکتاب قال مجلسه ذلک اشتریت : تم البیع بینهما . همداډول دمشتري له لوري ایجاب اودبائع له لوري قبول . یقیس علی الکتابة ...

Read More »

آیادبیع په عقد کې داضروري ده چې ایجاب اوقبول به دماضي په صیغه وي ؟

دلته بایدڅوخبرې په ذهن کې ثبت کړو! ۱=  ټول مذاهب په دي متفق دي چې ایجاب اوقبول به دواړه دماضي په الفاظوسره وي دمستقبل په الفاظوسره بیع  نه منقعده کيږي همداراز که یوماضي اوبل مضارع وي نوهم صحت نه لري . ۲= مګر داتقیيدیواځي په عربي ژبه کې دی ؛ځکه دبیع عقدپه داسي الفاظوسره کیږي چې هغه به دانشاء العقدیعني ...

Read More »

فقه ،اوفقيه :

لیکوال: م/ محمد اعظم صدیقي دیني احکام دري ډوله دي : ۱ـــــــ هغه احکام چې له عقیدي سره تعلق لري ؛لکه دالله تعالی پرذات،صفاتو،اوپرتو حید باندي ایمان ،همدارازپرفريشتو،کتابو،رسولانو،اوداسي نورو باندي ایمان . ۲ـــــــ  هغه احکام چې  دهغوئ تعلق دانسان له هغوافعالوسره وي چې هغه افعال له جوارحو (ظاهري اندامو) څخه صادریږي ؛لکه ژبه ،لاس پښې،اوداسي نور…. ۳ـــــــ هغه احکام چې ...

Read More »

کله چې ۷۰ درباري قاضیانو دیوه مجاهدامام دقتل حکم صادرکړ..

داسي  ورځ  هم راغله  چې  نږدي اویا تنه درباري علماو دیوه لوی اومجاهدامام احمد بن حنبل  رح  دقتل په هکله په متفقه ډول فتوی  ورکړه ځکه چې هغه دخلق القرآن  په مسئله کې  په یوه ابتلاء کې راغلی و، دوئ  ورغلو اودوخت خلیفه ته يې وويل :آیا ته ګمان کوي چې تاسو ،ستاسو قاضیان  ،مفتیان ،اوستاسودبادشاهي اوخلافت پوه کسان به ...

Read More »

د محرم الحرام د میاشتې فضایل او منکرات

لیکوال : مفتی محمدګل سعید نحمده ونصلی علی رسوله الکریم ، امابعد! فاعوذباالله من الشیطن الرجیم ،بسم الله الرحمن الرحیم،ان عدة الشهورعنداالله اثناعشرشهراً فی کتاب الله یوم خلق السموات والارض منهااربعة حرم،ذلک الدین القیم فلاتظلموافیهن انفسکم. (سورة التوبة ۳۶) دمحرم الحرام میاشت  چې له برکتونوڅخه ډکه میاشت ده داسلامي کال لومړنۍ میاشت ګڼل کیږي ،او دزیا ت احترام په خاطر ...

Read More »

داسلام داوسنیودښمنانو اودجهالت دمهال دمشرکینوتوپیر

د اوسنیو په اصطلاح متمدنو (مهذبو)چارواکو او د جهالت د وخت د مشرکینو توپیر: د هجرت په شپه ابوجهل او ورسره مشرکین ټوله شپه تر سهار لمر څرک پورې د رسول الله صل الله علیه وسلم د کور چاپیره ولاړ وو تر څو هغه راووزي او دوی یې ونیسي، دوی کولای شوای چې کور ته ور ولویږي او خپل هدف ...

Read More »

دمحرم دمیاشتي فضایل اومسایل :

بسم الله الرحمن الرحیم دمحرم میاشت یوه عظیمه   دقدراواحترام میاشت ده ،په دغه مبارکه میاشت کې چی په اسلام کې بلکه له اسلام نه وړاندي یې هم خورا ارزښت درلود دحضرت حسین رضی الله تعالی عنه دشهادت دردونکې واقعه هم پیښه شوي ، اسلامې تاریخ   له خپل روښانواوبریمنو پړاوونو سره کله داسې یوه غمیزه هم ولري ، خودغسي پیښې موږ ...

Read More »

موږ څرنګه مطالعه وکړو؟

لیکوال : محمد زبیر ندوي ژباړه : ابوعمیر د علم او مطالعې صحیح ذوق هغه خدایي نعمت دی چې ډېرو کمو نیکبختو انسانانوته ورکولی کیږي، دا ذوق انسان دې ته اماده کوي چې په خپل عمل او فهم کې ورځ تربلې زیاتوب راولي او له نوي قیمتي علمي ملغلرو خپله لمن ډکه کړي ، لیکن کله داسي هم کیږي چې ...

Read More »

هغه څه چې یوه عالم ته يې په فتوی ورکولو کې رعایت له واجباتو ګڼل کېږي

۱=    :که چېري مفتي په یوه مسئله کې غلط شو نوواجب دی چې له خپلي دغې فتوی څخه به رجوع  کوي  . موږ بایدپوه وي چې :زموږ په ټولنه کې دغه عمل یوعیب ګڼل کیږي اووجود يې لکه عدم داسي دی . ۲=   : که مفتي له يوي مسئلي څخه رجوع وکړي  نوواجب دی چې  په هغه مسئله به عمل ...

Read More »

تکبیرات تشریق اودهغه مسائل[۳]

مسئله :دجمعي له لمانځه وروسته هم تكبيرات التشريق ويل واجب دي ،اوداخترله لمانځه وروسته يي ويل مستحب دي ،اوعام خلګ چه په بازارونوكى تكبيرونه وايي نه دي منع كيږي  . كمافي البحرالرائق ۲\۲۸۹ مطبعة جديدة كمبوتري ، وفي المجتبي والبلخيون يكبرون عقب صلوة العيدلانها تؤدي بجماعة فاشبهت الجمعة اهـ وفي مبسوط ابي الليث ولوكبراثرصلوة العيدلاباس  لان المسلمين توارثوا هكذافوجب ان ...

Read More »

تکبیرات تشریق اومسائل یې [۲]

مسئله : كه له امام څخه تكبيرات تشريق هيرسومقتدي دي ورپه يادوي اودامام په پريښودوبه يي مقتدي نه پريږدي يواځي دامام انتظاربه كوي  ترڅوچه امام په منافي راتګ نه وي كړي ، كمافي الهندية ۱\۱۵۲ ولوترك الامام التكبيريكبرالمقتدي وينتظرالمقتدي  الامام  حتي ياتي بشيئ يقطع  التكبيروهي الاشياء التي تقطع البناء كالخروج من المسجدوالحدث العمدوالكلام كذافي التبيين .. وكذافي الدرالمختاروالشامي ۳\۷۶ وطحطاوي ...

Read More »

دتشریق تکبیرونه اودهغوئ مسائل [۱]

مسئله :  دامام صاحب په  قول  دتشریق  دتکبیرونو دوجوب لپاره دغه  لاندي شرایط دي ۱  –   مقيم به وي مسافربه نه وي  ۲   –   مصري يعني په ښاركي به وي   ۳-  له فرض لمانځه وروسته به وي  ۴  –  جماعت به وي منفردبه نه وي   ۵-  جماعت به هم مستحب وي نه مكروه لكه دښځوجماعت اودصاحبين رحمهماالله په نزد په ...

Read More »

دخال شرعي حکم :

  لیکنه :م محمداعظم صدیقي کله چې په یوه ټولنه کي فسادعام شي ،دښو،اوبدوترمنځ توپیرورک شي ،دروا،او ناروا بندونه مات شي دلته نوخلګ هغه څه کوي چې دده زړه يي غواړي نوريي دجائز،اونا جائز کیسه کي ندي . که خبره رالنډه کړم ،اومطلب ته راشم بایدووایم چې خبره ترخال وهلوپوري رایاده شوه . خالونه به پخوایوازي میرمنووهل ،اوپه دي سره ...

Read More »

ته د اخرت ابدي نېکمرغۍ په څه شي اخلې؟

ع: حبیبي څوک چې د خام عمر مهال د دنیا په اړه سوچ کوي نو دا ورته ډېره اوږده او ژوند ورته یو ډېر پراخ مهلت ښکاري، خو داسې نه ده، بلکې په دنیا کې پاته کېدل د یوې ورځې او آن ځینو خو یوه نعره وخت بللی. قرآن کریم هم دغه لنډون ته په اشاره فرمایي: یا ایهاالذین امنوا ...

Read More »

د نړۍ د مشهورو ملحدينو أفسوس د ژوند په وروستیو شېبو کې!

ژباړه: عبدالرحمن “محمود” ۱- سيرز بورجيا: (په خپل ژوند کې مې د هر راتلونکي لپاره تياری نيولی وو بغير له مرګه، مګر أوس مرم خو تياری مې ندی کړی، زړه مې ویره لري) ۲- توماس هيس: سياسي فيلسوف. (زه أوس د تیارو پر قفس ور وران يم، که زه د ټول عالم مالک وای ما به يې په بدل کې ...

Read More »

له دېوال سره خبرې!

لیکوال:بریال سهار یوه شپه مې د قرآن کریم تلاوت کاوه چې نا څاپه د کوټې د دېوال په پورتنۍ برخه کې دَرځ راغی. پر دېوال مې لاس کېښود او په حیرانتیا مې له ځانه وپوښتل چې کور خو مې نوی جوړ کړی، ولې په کې دا درځ را پیدا شو؟ زلزله خو به نه وي شوي؟ ناګهانه دېوال را باندې ...

Read More »

دقضاء اوکفارې مسائل (۲)

دقضاء اوکفاری دواړو مسائل : مسئله :دروژي په میاشت کې چې یوتن په قصدسره دغه دري اعمال وکړي نوکفاره اوقضاء ورباندي اوړي : ۱- په قصدسره  دشرعي عذرپرته خوراک کول ۲- په قصدسره دشرعي عذرپرته څښاک کول ۳-  په قصدسره بې غیرداجباراواکراه جماع کول . په دغه دروواړوصورتونوکې په سړي باندي  کفاره اوقضاء لازم دي . لمافی الشامی :۲/۱۱۷-۱۱۸  وان ...

Read More »

دامام ابو حنیفه (رحمه الله تعالی ) زیرکتیا

لیکوال: محمدګل سعید یوځل دوخت خلیفه دامام ابوحنیفه رحمه الله ، دامام شعبي رحمه الله ،دامام سفیان ثوري اودیوبل فقیه عالم دنیولواوبیایی د ځان په وړاندې دحاضرولوحکم وکړ،خلیفه غوښتل چې ددوۍ څلوروڅخه یوتن دخپل خلافت  لپاره دقاضی القضات په توګه وګماري،خودې څلوروواړودخلیفه دظلمونواویوشمیرنورونارواووله وجې ځانونه درسمي دندوداخیستلویامنلوڅخه ګوښه نیولي ؤ.دخلیفه له امرسره سم هغوۍ څلورواړه پولیسوونیول ،اودخلیفه په وړاندې يې ...

Read More »

درمضان المبارک دقضاء شوو روژومسائل (۱)

درمضان المبارک دروژو په قضاء راوړلوکي  تتابع (اتصال)شرط  نه ده . مسئله :  درمضان المبارک دروژي په قضاء رواړولو کې  تتابع اواتصال [ یعني پرله پسي روژه نیول ]شرط نه دی  بلکه هروقت او هرڅونه  راګرزولی شې  :  البته ښه کار اومستحب داده چې پرله پسي یې قضاء راوګرزول شې  : للمسارعة الی اسقاط الفرض .   في الموسوعة الفقهية  ...

Read More »

جهادپه روژه کې.

جهاد هغه عبادت دی، چي د زمان، مکان او اشخاصو په تغیرسره تغیر (توقف)نه قبلوي، بلکه د کافرانو او د هغوی د ملاتړو په مقابل کي به هر وخت او هر ځای جاري وي او که جهاد د مسلمانانو یوه ډله پرېږدي، نو الله تعالی بله ډله ددغې عظیمي فريضې د ادا کولو او جاري ساتلو لپاره غوره کوي. الله ...

Read More »

څوک  چې  ددې  میاشتي  درناوی نه  کوي    :

عَنْ أَ بی أُمَامَةَ الْبَاهِلِىُّ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ :« بَيْنَا أَنَا نَائِمٌ إِذْ أَتَانِى رَجُلاَنِ فَأَخَذَا بِضَبْعَىَّ فَأَتَيَا بِى جَبَلاً وَعْرًا فَقَالاَ لِىَ : اصْعَدْ فَقُلْتُ : إِنِّى لاَ أُطِيقُهُ فَقَالاَ : إِنَّا سَنُسَهِّلُهُ لَكَ فَصَعِدْتُ حَتَّى إِذَا كُنْتُ فِى سَوَاءِ الْجَبَلِ إِذَا أَنَا بَأَصْوَاتٍ شَدِيدَةٍ فَقُلْتُ : مَا هَذِهِ الأَصْوَاتُ قَالُوا : هَذَا ...

Read More »

اعتکاف او اسراریې

کله چې دروژي دهجران ورځي رانږدي کیږي ، نو دلته په زړونوکښي دهغي دمیني ولولي نوري تازه کیږی ، اولا ډیر وګړي داسي وي چې دهغي په تلو دلوی خدای وکورته مخه کړي . اودغه وروستۍ ورځي   دمسجد په یوه کناره کښي تیره وي ، دوۍ غواړي چې دلته خپل حقیقي مالک ته دروژي په فراق خپلي درني اوښکي توۍ ...

Read More »

روژه او انرژي لرونکې میوې

ژباړن : بلال سادات : د روژې په مبارکه میاشت کې د بدن مقاومت کمیږي، یو شمیر خوړو او میوو ته اړتیا وي چې وکولای شي بدن له کمزوري کیدو څخه وژغوري،د اړتیا وړ ویټامین یې ور پوره کړي او بدن ته یې ډیره انرژي ورکړي. خرما چې د اسلامي لارښودنو په رڼا کې یې ښه یادونه شوې او روژه ...

Read More »

آیا پوهیږئ ! چې ولې هغه نعمت درڅخه واخستل شو؟

كه  له تاسونه كوم  نعمت  زائل  شوی  وي نوتاسوپوهيږئ ! چې ولي له تاسوڅخه دغه نعمت  واخستل شو؟ ځکه یونعمت  له  چاڅخه  ایله بیله نه اخستل  کیږي . نوکه ستاسوداسلام له سپېڅلې دين  سره ژور  تعلق  وي  بیاداخبره بي خي  ښکاره ده ؟ چې  له تاسو نه یوداسي  عمل  شوی  چې هغه  ددې نعمت دزوال  سبب  جوړشوی: ځکه الله تعالی  ...

Read More »

ددرو کسانودعاالله جل جلاله نه ردوي بلکي قبلوي يې

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” ثَلاثَةٌ لا تُرَدُّ دَعْوَتُهُمْ الإِمَامُ الْعَادِلُ وَالصَّائِمُ حِينَ يُفْطِرُ وَدَعْوَةُ الْمَظْلُومِ يَرْفَعُهَا فَوْقَ الْغَمَامِ وَتُفَتَّحُ لَهَا أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَيَقُولُ الرَّبُّ عَزَّ وَجَلَّ وَعِزَّتِي لأَنْصُرَنَّكِ وَلَوْ بَعْدَ حِينٍ “. ژباړه:ابوهريره رضي الله عنه فرمايي چي نبي کريم صلي الله تعالٰي عليه وسلم فرمايلي دي درې کسان دي چي الله ...

Read More »

رمضان؛ ماه جهاد و مبارزه

محمود احمد نوید برخلاف تصور دشمنان اسلام و بسیاری از مسلمانان که فکر می کنند رمضان شریف تنها ماه عبادت و نماز است و امکان جهاد و مبارزه نیست و یا اینکه جهاد و عملیات های نظامی باعث شکسته شدن حرمت این ماه مبارک و عظیم الهی می شود؛ باید گفت که ماه مبارک رمضان یکی از بهترین ماه ها ...

Read More »

درمضان المبارک بیلابیل نومونه اودهغوئ وجي

په عربي ژبه کې هرمهم شی ډيرنومونه لري ،له دغه جملې څخه درمضان المبارک میاشت هم ده، چې محدثینو اومفسرینو يې ډیرنومونه ذکرکړي دي ، البته دانومونه یې په قرآن کریم یاهم په احادیثوکې ذکرشوي  دي ،له هغوئ څخه څونومونه په لاندي ډول دي : ۱= شهرالقرآن ۲= شهررمضان ۳= شهرالصبر ۴= شهرالمواساة ۵= شهربرکة ۶= شهرعظیم ۷= شهرالامة ۸= ...

Read More »

دمسلمانانوپه روژه نيولوسره الله جل جلاله پرملائکوباندي فخرکوي

عن عبادة بن صامت ؓ قال : ان رسول الله قال يوما وحضرنا رمضان اتاکم رمضان شهربرکة يغشيکم الله فيه فينزل الرحمة ويحط الخطايا ويستجيب فيه الدعا ينظر الله تعالى الي تنافسکم فيه ويباهي بکم ملئکته فاروا الله من انفسکم خيرا فان الشقي من حرم فيه رحمة الله عزوجل. ژباړه:عبادۀ بن صامت رضي الله عنه فرمايې: يوه ورځ نبي کرېم ...

Read More »

دتفسیر ددورې په اړه هدایات اومشورې [۱]

دتفسیر ددورې پیل بایددوشنبه وي ،ځکه دوشنبه په اسعدالایام کې  راځې  ،او درسول  الله صلی الله علیه وسلم  ولادت  اودقران کریم  دنزول   دپیل  ورځ ده . نودتفسیر ددورې  پیل  یوښه تفاول  دی ، اودامسئله هم باید په یاد ولرو چې  تفاول  مستحب  اومسنون عمل دی . اوځکه موسلفو  دوشنبه یاهم چهارشنبه ددرسونو دپیل  ورځې  ټاکې .والاقتداء  بالسلف  امرمستحسن  ایضا . ...

Read More »

نوروز او اسلام .

نوروز په اصل کې د اور لمانځونکو یا عبادت کوونکو اختر دی، فقهاء کرام د نوروز د لمانځلو په هکله دا نظر لري چې، د تعظیم میلې یې نیول او د دغې ورځې احترام انسان د کفر تر کچې رسوي او مسلمانانو ته پکار دي چې له دغه عمل څخه ځان وژغوري او په لمانځلو کې یې ګډون ونکړي. نوروز: ...

Read More »

په امت کې خپرې فتنې

لیکوال : محدث العصر مولانا محمد یوسف بنوري  رحمه الله تعالی ژباړه : م/ ابو عمیر ترټولو ستر مشکل دادی چې دمصلحینوپه ډلو کې چې کومي فتنې نن راښکاره شوي  له انتهایي سترخطره ډکي دي ، ددې فتنو تفصیل خورا ډیر دی خو د فهرست په توګه  به  دیو څو یادونه وکړو  دمصلحت  فتنه  نن سبا دافتنه بیخي ډیره  ، ...

Read More »

یو مسلمان به دبل مسلمان سپکاوی نه کوي

 د اسلام  د مبارک  دین  ټول احکامات  د انسانیت  د  ښېګڼې  او د دنیا  او آخرت   دکامیابي  ضامن  دي ، ددې  احکامو په  سلسله  کې  یو هم  مسلمانانو د خپل  منځي  اړیکو او ښه  ژوند په اړه  د رسول الله  – صلی الله علیه وسلم –  مبارک  ارشادات  دي . په  دې  ارشاداتو کې  راغلي  چې  په  تاسو کې  به ...

Read More »

د اسلام له نامه او هویت څخه استفاده کېږي!

(ام صهیب) د غرب له خطرناکو او خبیثو نقشو څخه یوه هم په اسلامي خاورو کې له اشغال وروسته د ازادۍ د مفکورې خپرول دي، اشغال شوي هېوادونه ازاد نه، بلکې په فکري او ثقافتي توګه اشغاليږي. غربیان د دغو هېوادونو اوسېدونکي د نهضت، پرمختګ او ترقۍ تر نامه لاندې له پرمختللو ملتونو سره یوځای کوي او افکار، عادات او ...

Read More »

د تعصب او قوم پرستي شرعي حیثیت

مولوي عاطف احمد د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له وړاندوینې سره سم چې په آخره زمانه کې به ګناهونه دومره عام شي، چې له امله به یې په دین عمل کوونکی داسې وي لکه چا چې د اور سکروټه په لاس کې نیولي وي. یو له هغو ګناهونو چې نن سبا ټول اسلامي امت د خواصو په شمول پکې ...

Read More »

تصوف، د دین او انسان سره یې اړیکه

لیکوال: ملا حبیب الله “مؤذن” یوازې زموږ ابن عربي، غزالي، رباني، فارابي، بوعلي او مولایِ روم (رحمهم الله تعالی علیهم اجمعین) ندي، بلکه له ادم نه تر دې دمه، ټول قومونه که هغه بې دینه دي او که دینداره، له اسمان سره تعلق لري، او یا نه، په پټه یا ښکاره په دې حقیقت معترف دي، چې انسان یوازې د ...

Read More »

مسلمانان ولې ستړی او ستونزمن ژوند لري؟

مولوي عبدالرحمن د دنیا په ژوند کې عموما مسلمانان له ډول ډول مصیبتونو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي او کافران بیا په عیش او عشرت، امن او امان کې ژوند کوي. د ژوند له هر ډول هوسایي څخه برخمن وي، دا یو داسې کیفیت دی چې عوام لا څه بلکې ځینې خواصو ته یي هم دا سوال پیدا ...

Read More »

تعجب دی پرهغه!؟

علامه ابن حجر العسقلاني -رحمه الله تعالی- په خپل کتاب  المنبهات کې ددې آیت  مبارک ، وکان تحته کنزلهما،په تفسیرکې دامیرالمؤمنین حضرت عثمان – رضی الله تعالی عنه-  په حواله قول نقل کړی چې ددې یتیمانوپه خزانه کې دسروزرو یوه لوحه وه چې ورباندي لیکل شوي ؤ: تعجب دی پرهغه چاچې مرګ حق بولي اوبیاهم خنداګاني کوي. تعجب دی پرهغه ...

Read More »

کرسمس په اسلام کي حرام او په بایبل کي هم نشته

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر د کرسمس پېژندنه: کرسمس (Christmas) د دوو تورو څخه جوړه شوی دی، (Christ) و مسیح ته وایي او (Mass) و اجمتاع او بېلوالي ته وایی، چي موخه یې داده چي د حضرت مسیح علیه السلام لپاره رابېل شی، مسیحي اجتماع جوړه کړي او یایې میلاد او پیدایښت و لمانځی. کرسمس څه وخت رامنځته شو؟ دا ...

Read More »

تاسوپوهېږئ!چې ولي یونعمت درڅخه اخستل شوی ؟

كه  له تاسونه كوم  نعمت  زائل  شوی  وي نوتاسوپوهيږئ ! چې ولي له تاسوڅخه دغه نعمت  واخستل شو؟ ځکه یونعمت  له  چاڅخه  ایله بیله نه اخستل  کیږي . نوکه ستاسوداسلام له سپېڅلې دين  سره ژور  تعلق  وي  نوداخبره بي خي  ښکاره ده ؟ چې  له تاسو نه یوداسي  عمل  شوی  چې هغه  ددين نعمت دزوال  سبب  جوړشوی: ځکه الله تعالی  ...

Read More »

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات(۹)

پوښتنه : په قرآن شریف کې حروف تهجي (الف با توري) څوڅوځله  راغلي ؟ جواب : په قرآن شریف کې حروف په لاندي توګه راغلي : (۱)الف:۴۸۸۷۲ځله (۲) ب:۱۱۲۲۸ ځله (۳) ت:۱۰۱۹۹ (۴)ث:۱۲۷۶ (۵)ج:۳۲۷۳ (۶) ح:۳۹۷۳ (۷)خ:۲۴۱۶ (۸)د:۵۶۰۲ (۹)ذ:۴۶۹۷ (۱۰)ر:۱۱۷۹۳ (۱۱)ز:۱۵۹۰ (۱۲)س:۵۸۹۱ (۱۳)ش:۲۲۵۳ (۱۴) ص:۲۰۱۳ (۱۵)ض:۱۳۰۷ (۱۶)ط:۱۲۷۷ (۱۷)ظ:۸۴۲ (۱۸)ع:۹۲۲۰ (۱۹)غ:۲۲۰۸ (۲۰)ف:۸۴۹۹ (۲۱)ق:۶۸۱۳ (۲۲)ک:۹۵۹۲ (۲۳) ل:۳۰۴۳۲ (۲۴) م:۳۶۵۳۵ (۲۵)ن:۴۵۱۹۰ (۲۶)و:۲۵۵۳۶ (۲۷)ھ:۱۹۰۷۰ ...

Read More »

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۸)

پوښتنه : په قرآن شریف کې څومره  زورونه ، څومره زیرونه اوڅومره پېښونه ، څومره مدُّونه اوڅومره شدونه  اوڅومره  نقطې(ټکي) راغلي؟ جواب : په قرآن شریف کې ۵۳۲۲۳   زورونه (فتحې). ۳۹۵۸۲  زېرونه (کسرې). ۸۸۰۴   پېښونه(ضمې) . ۱۷۷۱ مدونه . ۱۲۷۴ شدونه . او  ۱۰۵۶۸۴  نقطې ( ټکي) راغلي دي . پوښتنه : په قرآن شریف کې  دڅومره پیغمبرانو نومونه راغلي ...

Read More »

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۷)

پوښتنه : په قرآن شریف کې کوه طورپه کوم نامه سره بلل شوی؟ جواب په  جبل ایمن سره . پوښتنه :په قرآن شریف کې کوم کافران په نامه  سره یاد شوي ؟ جواب : ابلیس، فرعون ، هامان ، آذر،سامري، ابولهب  اوقارون . پوښتنه : په قرآن شریف کې کوم نبي دهغه دمور په  نوم یادشوی ؟ جواب : حضرت ...

Read More »

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۶)

پوښتنه : دکور اودهغه اړوند شیانو یادونه په کومو آیتونوکې شوي ؟ جواب :دکور یادونه  دسورة الاحزاب ۳۳ نمبرآیت، دسورة القصص۵۸ آیت ،دسورة هود۶۵ آیت،دسورة آل عمران۱۳۱ایت کې شوي د بام ( چت ) یادونه دسورة  البقره۲۲ آیت ، دسورة الصف په ۲۶ آیت کې شوي .  د دیوال یادونه  دسورة الکهف په ۱۸ او۸۲، اودسورة الحدید په ۲ نمبرآیت ...

Read More »

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۵)

پوښتنه : مِئِین  کوموسورتونوته ویل کیږي ؟ جواب : د اوږدوالي په اعتبار درمیانه سورتونوته مِئِین  ویل کیږي،ځکه چې په دې ترسلوزیات یاهغه ته نږدي نږدي آیتونه  دي . پوښتنه : مثاني کومو سورتونو ته ویل کیږي؟ جواب :هغه سورتونوته چې  ترسلو  یې آیتونه کم وي مثاني سورتونه ویل کیږي . پوښتنه : په قرآن شریف کې  دڅومختصرو سورتونو نومونه ...

Read More »

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۴)

پوښتنه : هغه کوم سورة  دی چې په ټولو آیتونوکې یې  دالله تعالی اسم ذات( الله ) موجود دی؟ جواب : داسورة المجادلة  ده چې په هرآیت کې یې کم ترکمه  یوځل د الله  لفظ شتون لري اوڅلوېښت ځله په دې سورة کې  اسم ذات  – الله- توری راغلی. پوښتنه : دقرآن کریم په کوموآیتونوکې  دمنافقینوله راز نه پرده پورته ...

Read More »

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۳)

پوښتنه :نوارني او ظلماني حروف  کوم کوم دي ؟ جواب : ۱۴ حروف چې په مقطعاتوکې استعمال شوي ( ا،ل ،م ،ک ،هـ ، ی ، ع ، ص ،ط ، س ، ن ، ق،ر ) نوراني ورته ویل کیږي اوله دې پرته ۱۴ نوروحروفو(ب ، ت ،ث ،ج، خ ، د، ذ، ز، ش، ض، غ، ف، و، ...

Read More »

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۲)

پوښتنه : قباط القرآن ( دقرآن کوهان ) کوم سورت ته ویل کیږي ؟ جواب : سورة البقره  ته ، پوښتنه : دقرآن کریم  څوسورتونه  دقل په توري سره پیلیږي ؟ جواب : پنځه سورتونه : سورة الجن ، سورة الکافرون ، سورة الاخلاص، سورة الفلق او سورة الناس پوښتنه : دمعراج واقعه په کومو سورتونوکې ذکرشوي؟ جواب : په ...

Read More »

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۱)

دقرآن کریم عجیب شان : دقرآن کریم یوعجیب شان دی ، که یې تلاوت کوي نوتردې بهترینه وظیفه نشته ،که یې علوم زده کوي نوتردې ښه علم نشته ،که یې دستور جوړوي نوتردې ښه قانون نشته ،که یې حقائق راسپړي،نوتردې ښه حکمتونه اوښه حقائق نشته ،اوکه یې کیفیت په ځان پیداکړي نوتردې سترسکون نشته ،(جواهرحکمت۵۳) درنولوستونکو! دقرآن عظیم الشان په ...

Read More »

په ۱۲ ځایونو کې فتوی ورکول مکروه دي .

په لاندي څوځایونو کې  دفتوی ورکول  علماؤ مکروه ګڼلي  دي  : ۱= چې مفتي په فتوی ورکولو کې مصلحت نه ويني  . یامصحلة وي په نه ورکولو دفتوی کي .لکه دشیعه په کفر فتوی ورکول چې دتحریف معتقدوي .یادتقلید دوجوب په اړه سره له دي چې  دغه ډول احکام په کتابوکې ذکردی ،مګر په دې زمانه کې دسختو اختلافاتو ذریعه ...

Read More »

دیوه عالم مفتي له مهمواوصافوڅخه

۱= ترټولولمړی به عالم ددرس ،وعظ ،دعوت ،همداراز دحکم اوفتوی په ورکولو کې  دنیت تصحیح کوي  اوترټولو ښه نیت دادی :چې دالله تعالی  رضا اودهغه څخه اجر وغواړي ، همدارازبه عالم اومفتي  په ذکرشوواموروکې دشهرت ،تفاخر ،ریا  سیادت اوداسې نورو دنیاوی څیزونو غوښتونکی  نه وي   اونه به په خلقوکي دمقبولیت  اوعزت ترلاسه  کول    مقصود اوهدف  وي  . ۲= تردعوت ...

Read More »

دصفري دمياشتي شرعي مسائل :

مسئله : څرنګه چي دصفري دمیاشتي له لمړي ورځي څخه تردیارلسم تاریخ پور ي داسلام نه وړاندي کفارو سخت منحوس ګڼل ، اوداخالص دکافرانو عقیده وه ، اوپه اسلام کي ددي عقیدي په کلکه تردیدشوی نو ځکه په دغه شپو کي کرکه کول یادغه ورځي بدي ګڼل   نه دی جایز   . فتاوی الرحیمیه ۱\۱۱۷- ۱۱۸   مسئله : ډیر خلک ...

Read More »

دعاشوراء دورځې اړوندفقهي مسائل

دعاشوراء دورځي مسايل : مسله : دعاشورا دورځي مسله چي کوم فضایل راغلي په هغه کي یوداهم ده چي دیوه کال ګناهونه معافیږي له دغه ګناهونو څخه صغیره ګناهونه مراد دي ، البته دکبیره ګناهونو دمعاف کیدو امید اوهیله دي هم سړی لري   فتاوی رحیمیه ۲\۳۸۰   زموږ محدثین رحمهم الله تعالی فرمایې چي دګناه کبیره دعفوي لپاره توبه ضروري ده ...

Read More »

دعاشوراء ورځ اودهغې روژي اوفضیلت

ليکنه: عزام افغان د اسلامي تاریخ له لحاظه دکال لومړۍ میاشتي ته “محرم”ویل کیږي ، ددغي میاشتي یادونه الله تعالی د نورو میاشتو په لړ کې دتوبې په سورة کې داسي کړې ده : إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَات وَالأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ (سورة التوبة :۳۶) “حقیقت دادی چې د میاشتو ...

Read More »

دکتاب اومطالعې ادآب [۲]

= په تېرپسې کله چې چېرته روان  یاست اوکتاب موپه لاس کې  وي نوکتاب  به ښې لاس اودسیني سره نیسئ ! غوټه یاچپل چپ لاس ته کړئ ! دکتاب دمطالعي  په مهال ترخپله وسع  پښې  مه غزوئ  اوکه ستړیاډيره وي نو دقبلې  خواته له پښې غزولو څخه  ډډه وکړئ  ! کتابونوته هم پښې  مه غزوئ  ! کتابونه په ماشومانو یوې ...

Read More »

دکتاب اومطالعې اداب .

1ــ لمړی  دامشخص کړئ  چې  دمطالعې باعث  موڅه  شی  دی؟ یعنی  داستفتاء  حل کول دي ؟که په یوه موضوع  کې  معلومات  ترلاسه کول  یاکومه څېړنه اوتحقيق دی ؟ ۲= دوهم  باید کتاب  مشخص شي  . ۳= دکتاب  وراخستل باید داحترام  اوادب  په طریقه وي  ،دادب  طریقې  يې  دادي : چې کتاب که په کومه المارۍ کې وي نوښه ورنږدي کیدل ...

Read More »

دعرفې د ورځي فضیلت

له هغه ځانګړو وروځوڅخه چې د ذوالحجې په میاشت کې عبادت پکې زیات ثواب لري  يوه هم دعرفات ورځ ده چې دذي الحجة د(۹)ورځ ده، دعرفی دورځي په فضيلت  کي هم ډير زيات احاديث مبارکه وارد شوي دهغو له جملي نه څورواية ذکرکو صاحب دمشکوة داحديث له ابي قتادة رض، څخه رواية کړي ده حديث  دراز ده خو موږ مختصرا ...

Read More »

په اسلام کې دمسنونو اعمالو ارزښت !

ابوحمزه   لمړی دسنتوپیژندنه سنت  د پیغمبر صلی الله علیه وسلم  ، او صحابه طریقی ته وېل کیږي    ،  یاسنت  هغه عمل ده  چي پیغمبرصلی  الله علیه وسلم  یې په کړنه  ټنګار  کړی وي   : سنت  په دوه  ډوله دي ۱  سنت  مؤکده  : چي  سنن الهدی  هم  ورته ویل  کیږي ۲ سنت  غیر مؤکده  :  چي سنن زواید هم  ...

Read More »

بدمرغه او تاواني ژوند څخه ځان ژغورل

د افیومو په هټیو کې، د چایو زړه راښکونکو هوټلونو کې، کلیو کوڅو او په لارو کې، دا د یو عُمر رمه څنګه سره یو ځای ده؟ څوک چې خاندي دېخوا او هغې خوا ځغلي او سندرې وایي ـ ور شه له نږدې څخه یې معلوم کړه؟ هر یو کس به خپله پېژندنه په یوه اسلامي نوم سره درته وکړي ...

Read More »

دتګ  اوراتګ اداب

علامه ابن عقیل  (رح)  لیکې : که له کوم تن سره په لاره روان يې نودهغه مقام ته ګوره،که هغه ترتاسو په عمرکې مشروي یاعالم وي  نوته يې ښې طرف ته ځه،لکه لمانځه کې داقتداء په مهال .[یعني هغه مهال چې امام سره یومقتدي وي نوهغه وخت خومقتدي ښې لوري ته کېږي اوامام چپ  لوري ته ] اوعلامه ابن  مفلح ...

Read More »

زماګـــران اوقــدرمــن استـــاذه!

                                                                لیکنه:  الهام پکتيکوي                               محترم استاذه! تاته الله( جل جلاله )دمعلم سترمعززاومحترم لقب درکړی ګرانــه استاذه! ته ماته دمتعال رب (جل جلاله)له لوري دهدایت ،نجات اوبریالیتوب وسیله يې ، تازه دناپوهۍ له تیارووژغورلم . قدرمن استاذه! تاته الله (جل جلاله) دمعنویت له رڼاډیرڅه دربښلي ،له همدې  امله ستاهره خبره زمونږ ایمان تازه کوي،زمونږروح تغذیه کوي،چې په نتیجه کې يې ...

Read More »

استئذان یا داجازت غوښتنې اداب او مسائل(۲ برخه)

داجازې غوښتنې لپاره  دروازه ټکول: له مخکني روایت څخه  داهم ثابته شوه چې  داستئذان داطریقه هم جائز ده چې دروازه باندي دستک ورکړي یعني دروازه وټکوي، خوپه دې شرط چې له دروازې ټکولو سره خپل نوم څرګندکړي او وایې چې فلاني سره مي کاردی ،یاچې کله له دننه څخه  ترې پوښتنه وشي باید خپل پوره نوم ورته وښایې. خو دروازه ...

Read More »

تــــصــــــوف

مفتی محمدګل سعید چې په یوقدم ترعرشه پورې رسي مالیلی دی رفتارددرویشانو تصوف علم په دوه ډوله ده : (۱)  ـــ تدریسي علم (۲) ـــ لدني علم.. ۱ــــ  تدریسي علم  هغه  دی چې په زده کړه  اوتعلیم  یعنې دځان په څېرانسان څخه زده کیږي . ۲ــــ  لدني علم هغه دی چې بې له ظاهري وسیلې اوواسطې دالله تعالی له لوري ...

Read More »

تعليم او تربيه د ژوندانه اړتيا !

د استاذ مقام : په مخکنیو برخو کې مو تر یوې اندازې داستاذ مسئولیتونه  وڅیړل ، دهغه شخصي ،ذاتي اوعلمي مواصفات، دهغه واجبات او مکلفیتونه ،دهغه علمي ،تعلیمي او عقلي مهارتونه او دشاګردانو په وړاندي دهغه علمي او اخلاقي مسئولیتونه   مو ولیکل او ومو ویل چې استاذ کوم مواصفات باید ولري ؟ له کوم ميتود اوطریقې څخه کار واخلي ؟ ...

Read More »

استئذان یا داجازت غوښتنې اداب او مسائل(لمړۍ برخه)

الله تعالی مسلمانانوته یو داسي کامل اومکمل دین ورپه برخه کړی چې په هغه کې له ځانګو بیا ترلحد پوري دانسان دانفرادي اوټولنیز ژوند اړوندټول هدایات،اصول ،قوانین  اواداب بیان کړی شوي دي ، دانسان په ژوندکې به داسي څه نه وي چې په اړه یې  لارښود اواداب نه وي راغلي ، دا بېله خبره ده چې نن مسلمانه ټولنه  دغرب ...

Read More »

ولي ترنیمي لاري …؟

 م فزیراحمد دجهاد  په  هرمیدان  کې   صبر ، حوصله ، هاند او پرله پسي کوشش  اوهڅې  دنارینتوب نښاني   او د کامیابۍ   مهم   شرطونه  دي ، که څوک  صبر او استقامت  ولري  او  د مبارزې  دنتایجو لاس ته  راوړلو ته  تلوسه اوتلواره  ونه کړي ، نو الله تعالی به  اجر ورکوي  او له اجر  او ثواب نه   به  نه  محرومه کیږي  ، ...

Read More »

سيكولاريزم و اسلام

بقلم  (وزين) مدخل : سيكولاريزم و مسائل مرتبط به آن يكى از مباحث مطرح در عرصه هاى فكر و سياست جامعه امروز افغانستان ، بخصوص در ميان نسل جوان و تحصيل كرده كشوربشمار مى رود. وجود و تنوع رسانه ها، آزادى هاى بيان و تعبير، شكل گيرى احزاب و سازمانهاى سياسى و نهادها و مؤسسات، دسترسى به منابع معلومات ، ...

Read More »