Home » لمونځ

لمونځ

د اودس اړوند بېلابېلې مسئلې (۴)

-۱۶- مسئله: په ځينو ځايونو کي  حوضونه وي، خلګ  اودسونه ځينې کوي،  اودس کول ځينې جائز ده، که څه هم دلته خو مستعملي اوبه هم بيرته  په دغه حوضونو کې ګډيږي، ځکه دغه مستعملې اوبه بنا پر صحيح قول باندې  نجس نه دي، نو تر څو پورې چې  تر پاکو ( مطلق) اوبو ډيرې سوي نه وي، تر هغو پورې ...

Read More »

د اوداسه اړوند بېلابېلې مسئلې(۳)

-۱۱- مسئله: داوداسه دفر ضيت لپاره  اته شرط دي:  اول : عقل ده،ځکه دخطاب توجه تر عقل پوري موقوفه ده. دوهم: بلوغ ( لوي والی) ده، ځکه پر نابالغ باندې لمونځ فرض نه ده، نو به اودس چيرې ورباندې فرض شي. دريم: اسلام ده، ځکه کافر خو په فروعو باندې بنا پر يوه قول  مخاطب نه ده. څلورم: قدرت  ده ...

Read More »

د اوداسه اړوند بېلابېلي مسئلې(۲)

-۶- مسئله: که ديوکس دلاسونو اويا پښو ګوتې سره اوښتي اوپيچلې وي، اويا يي  نوکان دونه اندازه لوی شي چې  دګوتې يوه حصه ورباندې بنده شي، اوبه نه ورته رسيږي، اويا يي اوړه اويادا سې بل شي، لکه شمع،  اويا يي له سترګو څخه دباندې   يوقسم اوبه راوو زي چې په وخت تيرېدلو سره منجمدې شي، اوکلکې شي، ددغه کس ...

Read More »

داوداسه اړوندبېلا بېل مسائل(۱)

داوداسه بيلا بيل مسائل: -۱- مسئله: که يو تن دا و داسه اندامونه په داسې شکل باندې پريمنځي چې اوبه ورباندي ولا ړي نشي، هغه که څه هم يو دوه څاڅکي وي، ددغه کس اودس نه ده صحيح؛ ځکه دغه پر يمنځل نه بلل کيږي، بلکه دغه مسحه ده. …………………………… لما في حاشية الطحطاوي على مراقى الفلاح:/٨١/ قوله ( يجعل ...

Read More »

هغه شيان چې اودس نه ورباندي ماتيږي:

هغه شيان چې اودس نه ورباندي ماتيږي:  اول:  که په پر هار ( زخم) کي وينه ښکاره شي  او ونه بهيږ ي اودس نه ماتوي،البته : که په يو له سبيلين  کي نجاست ښکاره شي اودس ورباندي ماتيږي؛ځکه   نور بدن  موضع ( ځای) ددغه نجاست ده ، نوترکومه پورې چې سيلان نه وي راغلی تحقق دمرداري يا نجاست نشته، اوسبيلين ...

Read More »

د اوداسه مکروهات

هغه شيان  چې  په اودس  کي مکروه دي:  اول : په اوداسه کې داوبو اسراف کول. توضيح:  يعنې داوداسه  داعضاؤ دپر يمنځلو پر مهال باندې تر مسنون  مقدار زيات والی کول، مثلا: لکه پر مخ باندې تر درې واره زياتي اوبه اچول . دوهم:  کم والی کول داوبو  په پريمنځلو  داندامونو کي داودس پر مهال . توضيح:  يعني  پر اندامونو ...

Read More »

 داوداسه ماتونکي شيان:

دا وداسه لپاره  ماتونکي شيان  دوو لس دي: اول:  هر هغه شئ چې يو له سبيلين ځخه خارج شي، هغه که  بولي وي، اوکه هوا وي، اوکه بل  شئ وي،لکه  دابه ( چينجی). فائده:  يوا زي هغه  هوا ( باد) چې دزنانې  دمخ  لخوا ځخه خارج شي په هغه باندې اودس نه ماتيږي، البته که يوه زنانه مفضات وي ، ...

Read More »

داوداسه اداب:

اوداسه لپاره څوارلس اداب ده: اول:  پر  لوړ ( بالا /ياهسک) ځای باندې داوداسه لپاره کښيناستل . دوهم:  قبلې  ته مخ ګرزول. دريم:  له بل چا ځخه کومک نه غوښتل . څلورم:  خبرې نه کول. پنځم:   دخولې اودزړه دنيت په مابين کې جمع والی کول، يعنې په خوله اوزړه باندې داودسه نيت کول. فائده:   نيت په اعمالو کې يومهم شئ ...

Read More »

دمسواک فضائل  او فوائد:

دمسواک په فضا ئلو اوفوائدو کې ډير څه علماؤ ليکلي دي، خوځينې فوا ئد  يي په لاندي ډول دي: من فضائله ما روى الأئمة عن علي وابن عباس وعطا ء رضي الله تعالى عنهم أجمعين عليكم بالسواك فلا تغفلوا عنه وأديموه فإن فيه رضا الرحمن ژباړه:  له حضرت علي، اوعبد الله بن عباس ، اوعطا ء رضی الله تعالی عنهم ...

Read More »

داوداسه سنن( سنتونه )

داوداسه سنن( سنتونه ) داوداسه لپاره  اتلس سنتونه دي: اول:  ددواړو لاسونو پريولل تر  بندونو ( مړوندونو) پوري. دوهم:  تسميه( بسم الله الرحمن الرحيم )  په اول د اوداسه کي ويل. فائده:  کتابونو ليکلي که يوکس بسم الله الرحمن الرحيم  په اول داوداسه کي ووايي ، نوددغه کس باطن  په ويلو د بسم الله الرحمن الرحيم سره داسي پاک شو ...

Read More »

داوداسه فرائض او د اوبو اقسام

داوداسه فرائض: له پورته ذکر شوي  آيت ځخه دا وداسه فرائض معلوم شول  چې څلور دي: اول : مخ پريمنځل،( دمخ اندازه :  دتندې له هغې حصې ځخه چې  دسر ويښتان ځينې را شنه شوي وي، بيا د زنې  تر لاندې حصې پورې، او له يوه غوږه ځخه نيولې بيا تر بله غوږه پورې) يادونه:  دغو ږونو اوږيرې تر مابين ...

Read More »

داوداسه  مشروعيت:

  داوداسه مشروعيت ده الله عز وجل په دغه قول باندي راغلی:   يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ وَإِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوا وَإِنْ كُنْتُمْ مَرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنْكُمْ مِنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ مِنْهُ مَا ...

Read More »

داوداسه فضائل :

داوداسه فضائل : اودس دلمانځه لپاره اولنۍ دروازه ده،  اولمونځ  داسلام په ارکانو کي تر  ايمان راوړلو( توحيد) وروسته  تر ټولو لوړ مقام لري، اودرسول الله صلی الله عليه وسلم قول مبارک ده ( عن عمر قال : جاء رجل فقال يا رسول الله أي شيء أحب عند الله في الإسلام قال : الصلاة لوقتها و من ترك الصلاة فلا ...

Read More »

دغسل فرضونه ، سنتونه او طریقه یې

کله چې یوسړی له خپلي ښځي  سره هم بستري وکړي  نو په  دواړو باندي غسل فرض کیږي یاهم که له همبستري پرته په وېښه  یا خوب کې له انسان څخه  مني  ووزي ، یاکومه ښځه له میاشتني عادت(حیض) یا دماشوم زیږیدني وروسته  له وینو راتلو(نفاس) پاکه شي نوغسل کول ورباندي فرض دي دنورو عباداتوپه شان  په غسل کې هم  فرائض ...

Read More »

دلمانځه هغه مسائل چې ترښځو پوري خاص دي

په عمدة الفقه کې راغلي چې ښځې دي په لمانځه کې ددي شیانو خیال وساتي ؛ ځکه دلمانځه اړوند دامسائل  ترښځو پوري ځانګړي دي . ۱ – ښځي به دقیام په حالت کې  دواړې پښې داسي یوځای سره ږدي چې په مابین کې یې فاصله نه وي، همداسي په رکوع  اوسجده کې ۲-  ښځې به په هرصورت کې که دیخ  ...

Read More »

دنارینه او ښځينه ؤ دلمانځه فرق(۵)

تر دې ځایه  خو مو په حدیثو ، اثارو ،  او د ائمه ثلاثه ؤ په  مذهب باندي ثابته کړه چې د نارینه اوښځي په لمانځه کې توپیر شته  اوس به  دلته  دفقه  حنفي په رڼاکې  دنارینه اوښځي دلمانځه دتوپیر په اړه څیړنه وکړو دفقه  حنفي په  مشهور کتاب الهدایة  کې علامه مرغیناني رحمه الله تعالی لیکي : وَالْمَرأةُ تَرفعُ ...

Read More »

ځيني مهمې خبرې چې خلګ ترينه غافل دي

دلمانځه په اړه دځيني مهمې خبرې چې خلګ ترينه غافل دي : ۱  ــــــــ  کله چې امام سلام وګرزوي په داسي حال کي چې مقتدي لاتراوسه پوري اللهم صل …. یاله اللهم ربنا…. نوي ویلي نومقتدي به درود،اودوعاپريږدي ،اوله امام سره به سلام ګرزوي . ۲  ـــــــــ   کله چې امام له رکوع ،اویاسجدې نه راپورته شي لکن مقتدي درکوع ،اویاسجدې ...

Read More »

دنارینه او ښځينه ؤ دلمانځه فرق(۴)

څلورمه برخه ….. دفقه شافعي یوبل ستر عالم علامه غمراوي لیکي :”وَيفرق الذّكر رُكْبَتَيْهِ وَيرْفَع بَطْنه عَن فَخذيهِ وَ مِرْفَقَيْهِ عَنْ جَنْبَيْهِ فِِي رُكُوعه وَسُجُوده رَاجع للثَّلَاثَة وتضم الْمَرْأَة وَالْخُنْثَى أَي الْمرْفقين إِلَى الجنبين فِي جَمِيع الصَّلَاة“  اونارینه به  خپلي ګونډي په رکوع اوسجده کې  سره جلاکوي،اوخپل نس به  له ورنونو پورته کوي  او څنګلي به  له خپلو بغلونو لیري ...

Read More »

دنارینه او ښځينه ؤ دلمانځه فرق(۳)

ښځې په لمانځه کې باید څرنګه کښېني؟ عَنْ إِبْرَاهِيمَ، قَالَ:تَجْلِسُ الْمَرْأَةُ مِنْ جَانِبٍ فِي الصَّلَاةِ۔( ابن ابی شیبہ:۲۷۹۲) حضرت ابراهیم نخعي  څخه روایت دی چې فرمایې : ښځې به په لمانځه کې (په جلسه اوقعده کې) په یوطرف (یعني په چپه طرف به پښې باسي ) کښېني . عَنْ نَافِعٍ قَالَ: كَانَتْ صَفِيَّةُ بِنْتُ أَبِي عُبَيْدٍ «إِذَا جَلَسَتْ فِي مَثْنًى ...

Read More »

دنارینه او ښځينه ؤ دلمانځه فرق(۲)

ښځې  به  دقیام ( ولاړي ) په حالت کې  لاسونه  څرنګه نیسي؟ عَنِ ابْنِ جُرَيْجٍ، عَنْ عَطَاءٍ قَالَ:تَجْمَعُ الْمَرْأَةُ يَدَيْهَا فِي قِيَامِهَا مَا اسْتَطَاعَتْ۔(مصنّف عبد الرزاق:۵۰۶۷) حضرت ابن جریج  له  حضرت عطاء – رحمهماالله تعالی-  څخه روایت کوي چې  ښځې به په لمانځه کې د قیام (ولاړي) په  حالت کې خپل لاسونه چې څومره یې په وس وي راټولوي. ښځې ...

Read More »

دنارینه او ښځينه ؤ دلمانځه فرق(۱)

د نارینه او ښځو  دلمونځ فرق  د مبارکو حدیثونو او فقه په رڼاکې ډير خلک داغلط فهمي نشروي چې دښځي او نارینه  دلمانځه فرق په احادیثو نه دی ثابت بلکه  دواړه  به په یوډول لمونځ کوي ، حال داچې  داخبره سراسر  د حقیقت  او واقعیت خلاف ده . رسول الله صلی الله علیه وسلم  دنارینه او ښځینه دلمانځه فرق بیان ...

Read More »

دلمونځ پرېښودونکي حکم:

دلمانځه دپرېښودلو دوه صورتونه دی : یو داچې دلمانځه انکاروکړي ، دوهم دسستي له امله لمونځ نه کوي . څوک چې دلمانځه منکر وي اودانکار له امله لمونځ نه کوي هغه له اسلام څخه وتلی او کافر دی. ځکه لمونځ دقرآن کریم اواحادیثو څخه په قطعې دلائلو ثابت  او منکر یې له شک اوشبهې پرته کافر دی .  اوپه دوهم ...

Read More »

دلمانځه اهمیت :

دلمانځه اهمیت : اسلام چې لمونځ ته کوم اهمیت او عظمت ورکړی په الفاظو یې بیان مشکل دی ، دلته یواځي  دنموني په توګه دځو شیانو یادونه کوو چې دلمانځه اهمیت ورڅخه ښه څرګنديدلی شي. لمونځ له  ایمان وروسته  تر ټولو لویه اومهمه فریضه ده . لمونځ  داسلام له پنځو مهمو بناګانو څخه ده . لمونځ  پرېښودونکي ته په حدیث ...

Read More »

د ډائلیسس( Dialisis )په مهال دمریض لپاره داوداسه اولمانځه حکم

 پوښتنه : د ډائليسس ( Dialisis ) عمل داسي دی چې په دې کې دمریض په دوو رګونوکې ستني اچول کیږي چې دماشین په مټ له یوه رګ څخه وینه راکاږي وینه په ماشین کې ګرزي ترڅوپه وینه کې موجود داوبواجزاوي له ویني څخه بیل کړي اوبیایې بل رګ ته داخلوي ، داکار کابوله ۳ساعتونوتر ۴ساعتونو پوري یاهم تردې زیات ...

Read More »

نماز وتر از دیدگاه اسلام

یکی از نمازهایی که اهل‌سنت به آن اهمیت ویژه‌ای می‌دهند، نماز وتر است. فضایل بی‌شماری برای این نماز در متون روایی اهل‌سنت ذکر شده است. نماز “وتر” سه رکعت است؛ با این تفاوت که احناف هر سه رکعت را با یک سلام می‌گذارند و جمهور امامان؛ یعنی امام مالک، امام شافعی و امام احمد بن حنبل رحمهم‌الله، نخست دو رکعت ...

Read More »

تروخت وړاندي تیمم وهل :

پوښتنه :که دمازیګر لمر ولاړ وي اوزید په موټر کي سپریږي یاهوایې جاز ته خیژي چي بیاهلته تیمم نه شي وهلی نواوس دماښام لمانځه لپاره تیمم وهلی شي اوکنه ؟ یعني قبل الوخت دلمانځه لپاره تیمم جائز دی اوکنه ؟ انیجنرمحمدګل الجواب : هو؛ دوخت ترداخلیدو وړاندي هم دلمانځه لپاره تیمم وهل جائز دي اوبیالمونځ ورباندي صحیح کیږي . وفي ...

Read More »

په لمانځه کې څرنګه خشوع ترلاسه کولای شو؟

 مفتي پذیراحمد څرنګه چې لمونځ داسلام له مهمو پنځو بناوو څخه  یو  دی  ، اودقیامت په ورځ به  لمړی پوښتنه دلمانځه په اړه کیږي  اوهغه لمونځ دالله تعالی جل شانه   په دربارکې قبول دی ،چې  په خشوع سره  ترسره شي  ، مګر له بده مرغه چې  زموږ ډیر  وروڼه  له  خشوع څخه  ناخبره دي  او آن ځیني وروڼه خو هسي ...

Read More »

خواندن نماز بر روي تخت

سؤال‌: آیا نماز خواندن بر روی تختی‌که بر زمین‌ گذاشته شده است جایز است یا خیر؟ الجواب باسم ملهم الصواب : بله‌، نماز خواندن بر روی چنین تختی ‌که با زمین متصـل باشد جایز است و اشکالي ندارد. وفي الهندية‌:۱/۷۰ولو سجد علی العجـلة ان ‌کانت عـلی البقـرة لا یـجـوز وان کانت علی الأرض‌ یـجوز کالسجـدة علـی السریر». وفي البدائع‌ ۱/۲۹۱:وجملة الكلام ...

Read More »

خواب رفتن روی صندلی ناقض وضو است یا نه‌؟

سوال‌: آیا از خواب رفتن روی صندلی اتوبوس و اتومبی‌لهای دیگـر، وضـو میشکند یا نه ؟ الجواب باسم ملهم الصواب  : خیرا وضو نمی‌شکند، زیرا در چنین خواب‌ها، اعضای بدن انسان به اندازه‌ای سست نمی‌شوند که احتمال خارج شدن ريح باشد، بخصوص‌که مقعد انسان بر صندلی چسبیده باشد، مگر در صورتی که بر اثر مستغرق شدن در خواب‌، تکان بخورد و مقعدش ...

Read More »

مسح بر پارچه‌ای‌كه زنا‌ن بر سر مي‌بند‌ند

سوال  در منطقه‌ای چنین رسـم است ‌که زنها با ماده چسپناک پارچه‌ای بر موهای سرشان می‌چسپانند و تا چندین روز باقی می‌ماند و هنگام وضوء بر روی پارچه مسح می‌کنند. بفرمائید که آیا وضوء آنها تکمیل می‌شود یا نـه‌؟ و نـیز اگـر بـه اندازه‌ای از موهای جلوی سرش ظاهر باشد و آنها را مسح نماید مسحش درست است یا خیر؟ جواب ...

Read More »

په لمانځه کې د سترې احکام

دسترې احکام : دسترې تعریف : ستره هر هغه لرګی،اوسپنه ، یاهرهغه حائل ته ویل کیږي چې لمونځ کونکی یې خپلي مخي ته دروې ددي لپاره چې څوک یې دلمانځه مخي ته تېرنه شي ، همدغه ته په شریعت کې ستره ویل کیږي ، په الموسوعة الفقهیة کې یې په دي ډول تعریف کړی : ”السترة بالضم ماخوذة من الستر‘ ...

Read More »

داستخارې لمونځ او طریقه یې

صلاة الاِستخارة : د استخارې معنا ده : له الله جل جلاله څخه خير غوښتل ،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  په خپلو  سپېڅليو  لارښوونو کې مسلمانانو ته  دا هم ور ښودلې ده چې له هر کار څخه مخکې دې استخاره کوي يعنې له الله جل جلاله څخه  دې د هغه کار خير غواړي . رسول الله صلی الله ...

Read More »

په چایو اودس کول ?

  پوښتنه :په چایو اودس کول څه حکم لري ؟ که په دې اړه معلومات راکړئ ، مهرباني به مو وي .   ځواب :په مذکوره صورت کې اودس جواز نه لري ، ځکه دچایوخوند رنګ بوی له اوبو څخه جلا اوهمدارنګه داوبو نوم هم ورنه زائل شوی ، ځکه چایوته اوبه نه ویل کیږي . ۱ = لمافی نورالايضاح ...

Read More »

ددعاکولو طریقه

    ۱= ددعاطریقه داده چې دواړه لاسونه دومره پورته کړئ چې له سیني سره برابرشي. ۲= اوددواړو لاسوپه مابین کې به یوڅه فاصله وي، دواړه لاسونه مه نښلوئ ، اوددواړو لاسونو په مابین کې زیاته فاصله هم مه کوئ، ۲= ددعاکولو په مهال دلاسونو دننه حصه دمخ لوري ته کړئ ، }۱] ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ [۱] حاشیه:   داچې  ددعاء کومي ...

Read More »

هغه مجاهد چې مسبحه ګوته يې قطع شوي نو..؟

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! دیوه مجاهد دښې لاس مسبحه اومینځنۍ ګوتي کاټ شوي دي، نو په لمانځه کې به په تشهد کې اشاره څرنګه کوي ؟ آيا په نورو ګوتو اشاره کولای شي اوکنه ؟ خادم احمد الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په ذکرشوي صورت کې په نورو ګوتو اشاره نه ده مشروع ، لهذا له دغه مجاهد څخه ...

Read More »

په لمانځه کې دناستي [قعدي ] حالت

په قعده (ناسته ) کې ۱= دناستي (قعدي ) طریقه هغه ډول ده چې مخکي ددوو سجدو په مابین کې دناستي یادونه وشوه ، ۲= دالتحیات ویلو په وخت کې چې ـــــــــ   اشهدان لا ــــــــ ته ورسیږئ نودشهادت دګوتي په پورته کولو سره اشاره وکړئ ، اوپه ـــ الاالله ـــ باندي ګوته بیرته کښته کړئ، ۳= داشاري طریقه داده چې ...

Read More »

په سجده کې :

  ۱= په سجده کې سرددواړ ولاسوپه مابین کې داسي کیږدئ چې ددواړو بټوګوتو سرونه دغوږو له نرمۍ سره برابرشي ، ۲= په سجده کې ددواړو لاس ګوتي بندول په کاردي ، یعني ګوتي به بلکل نښتي وي، اوپه مابین کې به یې فاصله نه وي، ۳= دګوتومخ به دقبلي وطرف ته وي، ۴ = څنګلي به له زمکي څخه ...

Read More »

که دمیرمنو دسرویښتان ښکاریږي نولمونځ يې ..

پوښتنه : که دیوي میرمني سر پټ وي ، مګر ویښتان يی دملا په برابر ښکاریږي نولمونځ يی په دغه حالت کې صحیح کېږي ؟ همداراز که يې پړونی دومره باریک وي چې دغه اندازه ويښتان يې معلوميږي نولمونځ يې صحیح کيږي اوکنه ؟ جوا ب : دمیرمنو دسر ويښتان پر مفتی به قول عورت دي ، نو که دونه ...

Read More »

صلوة الحاجة

لمړ ی دي په ښه [یعني مسنونه ]طریقه سره اودس وکړي ،بیادي په ښه طریقه سره دوه رکعته لمونځ وکړي اوبیادي له حمداوصلوة څخه وروسته دغه لاندي دعاء چې په حدیث کې ذکرشوي[په سره خط ] په ښه عجز سره وکړي ،ان شاء الله تعالی چې حاجة به یې ترسره شې . عن عبد الله بن أبي أوفى، قال : قال ...

Read More »

په لمانځه کې خشوع او خضوع

قیام ، قرأت ، رکوع ، سجده ، قعده اوداسي نوردلمانځه جسم دي اودهغه روح خشوع اوخضوع ده ، څرنګه چې یوجسم له روح پرته هیڅ حیثیت نه لري همداسي لمونځ هم دی ، نوځکه ضروري ده چې خپل لمونځونه داسي اداء کړو چې دجسم دټولو غړیو دبي طرفي سره سره زړه هم بي طرفه شي چې لمونځ موله روح ...

Read More »

صلوة التسبیح

لیکوال : مفتي محمدشریف راشد دا ډېر مبارک لمونځ دی ، عبد الله بن عباس رضي الله عنه فرمايي  :  رسول الله صلی الله عليه وسلم عباس رضي الله عنه ته اوفرمايل  چې : که دې دا لمونځ وکړو نو : الله جل جلاله به ستا ټول ګناهونه وبخښي ، مخکني وي که  وروستني ،  نوي وي او که زاړه ...

Read More »

د روژې مياشت کې د نفلونو ثواب

د روژې مياشت کې د نفلونو ثواب :                    لیکوال : مفتي محمدشریف راشد له ابوسعيد الخُدرِي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : کوم مؤمن چې د روژې د مياشتې په کومه شپه کې لمونځ کوي نو د الله تعالی له لوري به په هره سجده باندې يو زر او پنځه سوه ۱۵۰۰ ...

Read More »

دقضائي لمونځونو څو مسائل

مسئله :  هرلمونځ چې له مسلمان څخه قضاءشوی وي دهغه لمانځه قضاء راوړل ور باندي لازمه ده، که یې په هيره سره قضاء کړی  وي اوکه په قصدسره ،که په عذرسره وي  اوکه له عذرپرته ،که یې د خوب له کبله قضاء کړي وي ،اوکه یې په ویښه  سره قضاء کړی  وي، دقضاء  لپاره ټول وختونه صحیح دي ،یواځې  په اوقاتومکروه کې به نوي لکه( طلوع، غروب، زوال)که له  مقيم څخه لمونځ  قضاشي  نوبه پوره لمونځ  قضايې راوړي اوکه له مسا فر څخهدسفرپه مهال  لمونځ قضاء شی  نواوس به یې دوه رکعته قضایې راوړي و دغه قضاراوړل یې که دسفرپه مهال وی اوکه داقامت په وخت کې ، کما في العالمګير ته ج۱ص۱۲۱ مسئله : دقضائي لمونځوپه خپل مابين کي هم تر تيب فرض ده يعني چې اول هر لمو نځ قضا شوي وي هغه به اول اد ا کيږي، بيا دوهم  ، بيا دريم  بیاترپایه ...

Read More »

په جماعت سره دلمانځه فضیلتونه اوحکمتونه

لمونځ  داسلام  له ارکانو څخه یومهم رکن دی . لمونځ داسلام له پنځو بناؤ څخه دوهمه بناء ده  . لمونځ ددين عمود اوستنه بلله کیږي  . لمونځ الله تعالی ته له محبوبو اعمالو څخه ده . خو په جماعت سره دلمانځه اداکول له واجباتوڅخه ده . په جماعت سره لمونځ داسلام له شعائرو څخه ده  . په جماعت سره لمونځ  ...

Read More »

د تهجد لمونځ

لیکونکی : مفتي محمدشریف راشد د تهجدو ثواب  :   له اسماء بنت يزيد رضي الله عنها  څخه  روايت  دی  چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د قيامت په ورځ به ټول خلک په يوه ميدان کې را ټول کړی شي ، بيا به يو آواز کوونکی آواز وکړي چې : هغه کسان چېرته دي چې ( د شپې لمونځونه به يې ...

Read More »

په چمني کې لمونځ ادآء کول څرنګه ده ؟

که يوتن په چمني (وښو)کې لمونځ اداء کوي نودهغه لپاره ضروري ده چې تندی به يې په ځمکه ياهغه ځای باندي چې دځمکي په حکم کې وي لګيږي ،او ترڅوپوري په سجده کې دځمکي یادهغه شي چې په معنی دځمکي وي ټنګوالی محسوس نه کړي لمونځ یې نه صحیح کېږي .   کمافي البحر ۱ /۵۵۸ :والأصل کماأنه یجوزالسجودعلی الارض یجوزعلی ماهوبمعنی الارض مماتجدجبهته حجمه ...

Read More »