
ابن جراح له سترو صحابه وو اوعشره مبشره بالجنه څخه یوده ددوهجرتوخاوند ، دټولو غزواتو شريك، اويو قهرمان اوسپه سالار مجاهدؤ .
اوپه ملکې چاروکې دشام والي پاته شوی ؤ ،يوځل اميرالموْمنين دشام په دوره ورغى اوده ته يې وويل :خپل ځاى راباندي ووينه ابوعبيده ابن جراح ورته ويل :زموږ كورڅه كوي ؟
زما په كوركي داوښكو تويه ولو پرته نورڅه نشي موندلى خواميرالموْمنين اصرار وكړ ده هم ورسره خوښه كړه ،كله چي كور ته ننوتل نو اميرالموْمنين هره خونظروکړ ، مګر دكور هيځ ساز اوسامان په نظر ونه رغى ،اميرالموْمنين حيران شو او له ابوعبيده څخه يې وپوښتل : ستاسو دكور سامان چيري ده ؟ دلته خو يواځي يوه كاسه اويو داوبومشك په نظر راځي :
اویوه نمده هم ترسترګو كيږي ،ليږ وروسته يې ابوعبيده ته وويل : ته خودشام اميريې دخوراك لپاره څه لري ؟
ابوعبيده ولاړ شو اودكورڅخه يې دډوډئ څه كلكي ټکړي اواتامونه را وايستل ، اميرالموْمنين چي هغه وليدي نو سترګي يې له اوښكوڅخه ډكي شوي ،
ابوعبيده وويل : هو ماوړاندي درته وويل :چي په كور کې داوښكو تويه ولو پرته بل څه نه شو موندلى ،
خبر داده :چي دانسان لپاره همدومره اثاثه كافي ده چي ترقبره يې ورسولى شي [ همدا اثاثه چي تا وليده زما لپاره ترقبره كفايت كوي ] اميرالموْمنين ورته وفرمايل :ابوعبيده دنيا موږ ټول بدل كړو خو ته لاهماغسي يې . الله اكبر .
ابوعبيده هغه سترانسان سپه سالار وو چي دروم قيصر دده له هيبته په لرزه وو اودروم ډيري سيمي اوكلكي قلاګاني يې فتحه كړي وي ، هو هغه ددنيا حقيقت ښه پيزندل .جهان ديده ص\195 196 – 197 –
مفتي ابوحامد عفي عنه