اګست 04, 2020

دوحه او حديبيه(۱)

دوحه او حديبيه(۱)

ليکنه: راشد

۴/ 8 /1441ه

دوحه او حديبيه

 

حديبيه:د هجرت په شپږم کال د ذی القعدې په مياشت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم له يو زر او اوه سوه(1700) ملګرو سره د عمرې په نيت مکې ته روان شو.

دغه لښکر له مدينې نه د مکې په لور روان او چې (عُسفان) ته ورسېدل نو کافران يې مخې ته را اووتل، خالد بن وليد له دوه سوه کسانو سره مخامخ ولاړ او د مسلمانانو مخه يې ونيوله. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورځ دغلته تېره او ما ښام مهال په تيارو کې يې لاره بدله، غرب لور ته په يوه بله غرنۍ لاره د حرم تر حدودو (حديبيې) ورسيدلو.

خالد همدلته په (عسفان) کې پاته شو، او چې کله يې د مسلمانانو د لښکر ګردونه وليدل چې د ده له ساحې تېر شوی، په منډه ولاړ او مشرکان يې خبر کړل.

رسول الله صلی الله عليه وسلم غوښتل چې د حديبيې له لارې سيده حرم ته داخل او هلته خپل هدف یعنې عمره ترسره کړي، خو کله چې په حديبيه کې د حرم حدودو ته ورسيدلو نو اوښه يې کښېناسته او له وړاندې تګ نه يې انکار وکړو.

نبي عليه الصلاة والسلام پوه شو چې دا  هر څه د خدای له لوري دي، او لکه رب چې نه غواړي چې په داسې نظامي حالت کې دې اسلامي لښکر مکې ته داخل شي، پدې کې يو ستر حکمت دا وو چې: که په داخل د مکه کې جنګ پيل شوی وای نو ډېر هغه مسلمانان به هم قرباني شوي وو چې اسلامي لښکر نه پېژندل او په پټه مسلمانان وو.

د نبي عليه الصلاة والسلام اوښه بېرته ولاړه او شاته راغله د حديبيې ميدان په اخر کې له يوې (څاه) سره کښېناسته . همدا د مسلمانانو د لښکر ځای شو.

د نبي عليه الصلاة والسلام اوښه چې کښېناسته او له وړاندې تګ نه يې انکار وکړو، نو دغه مهال يې وفرمايل: نن که د مکې قريش هره داسې خبره ماته وړاندې کړي چې په هغې کې د الله د شعائرو (دخدای د کور) احترام وي نو زه به يې منم. «لا يسألوني خُطّةً يعظِّمون فيها حرمات الله إلا أعطيتُهم إياها».

بيا همدلته استازي څو وار تبادله او اخر کې د سولې لپاره د کافرانو ډله راغله چې مشري يې سهيل بن عمرو کوله او د صلح حديبيې په نوم توافق امضا شو.

چې کله خبرې نهايي شوې نو رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته اوويل چې: وليکه: بسم الله الرحمن الرحیم

پدې باندې سهيل اعتراض وکړ چې (الرحمن) دا خو مونږه نه پېژنو بلکه صرف (باسمک اللهم ) وليکه.

بيا نبي عليه الصلاة والسلام حضرت علي ته اوويل: وليکه: دا هغه صلح نامه ده چې محمد رسول الله او سهيل بن عمرو پرې توافق کړی دی.

دلته سهيل بن عمرو اعتراض وکړو چې: که مونږه دا ومنو چې ته (رسول الله ) يې نو له کعبې نه به مو نه وې را ګرځولی، د دې په ځای صرف(محمد بن عبدالله) وليکه لکه مخکې به چې تا ليکلو. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زه د الله رسول يم، که څه هم تاسو مې نه منئ. وليکه :محمد بن عبدالله. امام زهري وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه تنازل ځکه منلو چې په پيل کې يې ويلي وو: «لا يسألوني خطة يعظمون فيها حرمات الله إلا أعطيتهم إياها»

له دې تمهيد وروسته په لاندې مادو توافق وشو، او حضرت علي رضي الله عنه لاندې ليک بشپړ کړو:

(۱)ستا په نوم ای الله، دا هغه ليک دی چې محمد بن عبدالله او سهيل بن عمرو پرې توافق کړی دی:

(۱)دواړو توافق وکړو چې لس کاله به اور بند وي، خلک به پکې په امن وي، نه به غلا وي او نه خيانت، او زمونږ تر منځ به دوستانه اړيکې وي.

(۲)څوک چې له محمد سره د هغه په (خوا) تړون او عقد کې داخلېږي نو داخل دې شي، او څوک چې له قريشو سره د هغوی  په (خوا) تړون او عقد کې داخلېږي نو داخل دې شي.

(۳)اوڅوک چې محمد ته د خپل سر پرست له اجازې بغير ورشي نو هغه به يې بېرته را لېږي، او څوک چې د محمد له ملګرو نه قريشو ته راشي نو هغو به يې نه ورلېږي.

(۴)اومحمد به سږ کال له مونږ نه بېرته ځي له ملګرو سره، او آينده کال ته به له ملګرو سره مونږه ته(مکې ته ) را ځې، دلته به درې ورځې تېروي، دلته به سلاح نه راوړوي مګر د مسافر سلاح، تورې په تيکو کې . سيرة ابن إسحاق(ص 462)(المغازي للواقدي(ص 98) سيرة ابن هشام(3/238)

(۵)د قربانۍ څاروي به همدلته پدې ځای (حديبيه) کې ذبح کوي او روانېږي به. مصنف ابن أبي شيبة(20/403)برقم(37998)

(۶)د مکې په خلکو کې به هېڅوک هم له ځان سره نه بيايي، او که دده په ملګرو کې څوک مکه کې پاتې کېږي نو نه به يې منع کوي. مصنف ابن أبي شيبة(20/402)برقم(37996) عن البراء.

درېمه ماده په مسلمانانو باندې سخته تمامه شوه، پدې هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم صرف دومره تبصره وکړه :څوک چې له مونږه نه دوی ته ورشي، هغه خدای له خپل رحمت نه لرې کړو. او چې له دوی نه څوک راځي او مونږه يې بېرته ورلېږو، نو الله به يوه لاره ورته جوړه کړي. مصنف ابن أبي شيبة(20/410)برقم(38006) عن المسور ومروان.

شاهدان:

رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله له تړون نه فارغ شو نو، د دواړو لوريو يو څو کسان يې شاهدان کړل، پدوی کې (1)أبو بكر بن أبي قحافة، (2)عمر بن الخطاب، (3)عبد الرحمن بن عوف، (4)سعد بن أبي وقاص، (4)عثمان بن عفان، (5)أبو عبيدة بن الجراح، (6)محمد بن مسلمة( د مسلمانانو له خوا)، (1)حويطب بن عبد العزى، (2)ومكرز بن حفص بن الأخيف(د مشرکانو له خوا) او د دوی نومونه يې د توافقنامې په سر کې وليکل. سيرة ابن إسحاق(ص 463)(المغازي للواقدي(ص 98) سيرة ابن هشام(3/238)

توافقنامه :

چې کله ليک بښپړ شو نو سهيل ويل چې له ماسره به وي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ويل: نه بلکه دا به له ما سره وي. په پای کې بيا اصل متن رسول الله صلی الله عليه وسلم واخستلو، او سهيل ته يې يوه کاپي ورکړه. المغازي للواقدي( ص98)

استثناء: له تړون نه ورسته د سورت(الممتحنة) لسم آيت نازل شو، او ښځې مستثنا شوې، د ښځو په هکله الله جل جلاله دا حکم وکړو، چې دهغوی مهر دې د هغوی خاوندانو ته ورکړل شي، او دوی دې بېرته نه لېږل کېږي.

تبصره:

دغه د حديبيې اصلي انځور وو، که د دې په مادو او ورسره تړيو خبرو کې ښه فکر وشي نو دا خبره ترې څرګنديږي چې دا دمسلمانانو لپاره يوه عظيمه فتحه وه، قريش چې مسلمانان يې په هېڅ صورت هم نه زغمل ، او دا چې همدوی په عربي جزيره کې د مشرۍ لوړ مقام تمثيلولو نو پوره کوښښ يې وکړو چې اسلامي دعوت ته خنډونه جوړ او د اسلام مخه ونيسي، اوس نو د سولې خوا ته تمايل د دې خبرې ښکارندوی وو چې دوی د مسلمانانو په قوت باندې اعتراف کړی، او په آينده کې له مقاومت نه ناتوانه دي.

دوهمه ماده بيا پدې دلالت کوي چې قريشو اوس خپل ديني او دنيوی زعامت له لاسه ورکړی، اوس هغوی يواځې د خپل ځان په فکر کې دي، نور که ټول خلک په اسلام کې داخل شي نو دوی ته يې پروا نشته او نه کار پرې لري.

اوله ماده هم د دې لويي فتحې دوهمه نښه وه، ځکه چې جنګ خو مسلمانانو نه وو پيل کړی، دا خو قريشو پيل کړی وو، د اوربند تړون د دې تکبر او غرور انتها، او د دې خبرې دليل دی چې چا جنګ پيل کړی وو، هغه اوس کمزوري شوي او ناکامه دي.

څلورمه ماده هم پدې دلالت کوي چې دا  له مسجد حرام نه د مسلمانانو د بندولو وروستی اقدام دی، هغه هم يوازې دغه يو کال، او بيا لدې نه وروسته قریش توان نه لري چې څوک له بيت الله نه را وګرځوي.

قريشو دغه درې امتيازونه ورکړل، او ددې په بدل کې يې يواځې يوه خبره تر لاسه کړه کومه چې په درېمه ماده کې ده، خو دا معمولي خبره ده، پدې کې داسې څه نشته چې مسلمانانو ته تاوان ورسوي، ځکه چې مسلمان چې تر څو مسلمان وي، هغه له دين نه نه تښتي، او که خدای مکه هغه مرتد شي، نو بيا مسلمانانو ته د هغه اړتيا نشته، بيا نو په اسلامي ټولنه کې دهغه له پاتې کېدلو نه جدا کيدل ښه دي. همدې ته رسول الله صلی الله عليه وسلم اشاره کوله چې فرمايل يي: إنه من ذهب منا إليهم فأبعده الله. رواه مسلم . څوک چې له مونږه نه دوی ته ورځې هغه خدای پاک له خپل رحمت نه لري کړو.

او چې څوک مسلمان شي که څه هم هغه ته لاره پاتې نشوه چې مدينې ته راشي، خو د الله ځمکه لويه ده، هغه مهال چې مدينه منوره کې يو مسلمان هم نه وو، ايا مسلمانان په حبشه کې نه اوسېدل، همدې ته رسول الله صلی الله عليه وسلم اشاره کوله چې فرمايل يې: ومن جاءنا منهم سيجعل الله له فَرَجًا ومخرجا. رواه مسلم. او څوک چې له هغوی نه مونږه ته راځي نو الله به هغه ته د خلاصون لاره جوړه کړي.

او دغه دومره جدي اقدامات که څه هم د قریشو په ظاهري کاميابۍ دلالت کولو، خو په حقيقت کې دا د دوی د کمزوری او د دوی د کفري بلاک د زوال د ويرې شاهد هم وو، لکه دوی چې خبر وي چې نور نو د دوی دغه کفري بلاک په ړنګيدو دی نو ځکه يې دومره جدي او له ويرې ډک اقدامات کول.

او نبي عليه الصلاة والسلام چې دوی ته کوم څه ورکړل يعنې دا چې که يو څوک له مديني نه دوی ته ورځي نو هغه دې بېرته نه را لېږي- د دې وجه داوه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپله خوا باندې مکمل اعتماد درلود، او په خپل قوت باندې باوري وو، نو ځکه له داسې شرطونو څخه نه وېرېدلو. الرحيق المختوم(ص 353)

د حضرت عمر رضي الله عنه مَوقِف:

د سولې د تړون پر مهال حضرت عمر رضي الله عنه احساساتي شو، اول حضرت ابوبکر ته ورغی هغه ته يې اوويل: ايا مونږه مسلمانان او پر حق نه يو؟ هغه ورته اوويل: ولې نه مونږه پر حق يو. ايا حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د خدای رسول ندي؟ هغه ورته اوويل: ولې نه بې شکه هغه د خدای رسول دی.  حضرت عمر وروستۍ پوښتنه وکړه: بيا نو مونږه ولې په دين کې له دوی سره دومره تنازل کوو؟ ابو بکر صديق ورته اوويل: ګوره عمره! هغه د خدای رسول دی، او الله جل جلاله به يې نه ضايع کوي.

حضرت عمر رضي الله عنه صبر ونه کړو، سيده نبي عليه الصلاة والسلام ته ورغی، هغه ته يې هم همدا درې پوښتنې تکرار کړې، نبي عليه الصلاة ورته اوفرمايل: زه د الله رسول يم، او هغه به مې نه ضايع کوي.

حضرت عمر رضي الله عنه په ډک زړه چوپتيا غوره بېرته را راوان شو.

چې کله تړون وشو ، او رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته روان او (ضجنان) نومي ځای ته ورسيدلو نو سورت (الفتح) نازل شو. رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت عمر را وغوښتلو او دا سورت يې ورته واورولو ، حضرت عمر پوښتنه وکړه: یارسول الله ! دا نو فتحه ده؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوويل: هو دا فتحه ده. بيا حضرت عمر خوشحاله شو.

عمر رضي الله عنه به ويل زه په خپل دې موقف باندې ډېر پښېمانه يم، او ما د دې لپاره چې خدای مې پرې ونه نه نيسي ډېر عبادتونو صدقې او غلامان ازاد کړي دي. مونږه نه پوهيدو وروسته معلومه شوه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په هر څه خبر وو.

د حديبيه د سولې ګټې:

امام زهري وايي چې په اسلام کې له حديبيې نه لويه فتحه نه ده راغلې، له دې نه مخکې به يواځې جنګ وو، چې څنګه سوله وشوه او جنګ ودرېدلو، خلک يو له بل نه په امن شول، نو تګ راتګ پيل شو، يو له بل سره خبرې وشوې، (خلو له نږدې نه مسلمانان وليدل) اسلام ته اماده شول، هر هغه کس چې يو څه په خبره پوهېدلو چې د اسلام په هکله به ورسره خبره وشوه نو مسلمان به شو، پدې دوه کلونو کې د مخکنيو ټولو کلونو نه زيات خلک په اسلام مشرف شول.

ابن هشام وايي چې: د زُهري د خبرې دليل دادی چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم حديبيې ته د جابر رضي الله عنه له قوله: له ۱۴سوه کسانو سره وتلي وو، او بيا له دې نه دوه کاله وروسته د مکې د فتحې پر کال لس زره کسان  ورسره وو . سيرة ابن هشام(3/241)

د ابو بصير کيسه: له تړونه نه وروسته ابو بصير رضي الله عنه مدينې ته راغی، مشرکان چې خبر شول نو دوه کسان يې ورپسې را ولېږل، نبي عليه الصلاة والسلام هغوی ته په لاس ورکړو، په لاره کې يو ځای د ارام په خاطر کښېناستل، ابو بصير هغه يوه ته ويل: دا څومره ښايشته توره دې ده، ته يې ماته را ښکاره کړه؟ هغه چې ورکړه نو توره يې تر لاسه او هغه يې پرې اووژلو، دوهم چې د مقتول غلام وو، په منډه خلاص او مدينې ته ورسيدلو، نبي عليه الصلاة والسلام مازديګر مهال په مسجد کې له ملګرو سره ناست وو، دا کس سيده مسجد ته ور ننووت، او د مرستې غوښتنه يې وکړه.  عرض يې وکړو چې: زما ملګری اووژل شو، او نږدې ده چې ما هم اووژني.

په همدې کې ابوبصير هم را ورسيدلو، دهغه عامري توره يې پر غاړه او د هغه په اوښ سپور وو. نبي عليه الصلاة والسلام چې وليدلو نو وېويل: دا خو ډېر اور لګوونکی دی که خلک ورسره وای!

هغه ورته اوويل : تا خو خپل فرض ادا کړو، ما په خپل مټ ځان وژغورلو، دا ده غنيمت! خُمس يې ترې واخله. نبي عليه الصلاة والسلام ورته اوويل: نه دا ستا دی، زه که دا تقسيم کړم ، نو دا له تړون نه مخالفت دی.

بيا يې ورته اوويل چې هر ځای ستا خوښه وي لاړ شه، دلته به بيا څوک درپسې را ولېږي.

بيهقي وايي چې: ابوبصير له پنځه نورو کسانو سره -چې هغوی هم له مکې نه راغلي وو- د مدينې غرب ته واقع د سمندر پر غاړه (العِیص) نومي ځای ته ولاړ، دغه د مکې او شام پر لاره غرنۍ سيمه ده، چينې او ځنګلونه هم لري، دوی همدلته خپل معسکر جوړ او د کافرانو په هغو قافلو يې چريکې عمليات پيل کړل چې له مکې نه به شام ته تللې.

واقدي وايي چې: حضرت عمر رضي الله عنه د مکې مسلمانانو ته ليک واستولو چې د مدينې پر ځای دې (العِيص) نومي سيمې ته ورځې او له ابو بصير سره دې يو ځای شي.

له ده سره ټول د مکې او شاوخوا سيمو درې سوه (۳۰۰) کسان را ټول شول، دوی ټول به د ابوبصير په مشرۍ دغلته اوسېدل، او د مشرکانو په قافلو به يې چريکي عمليات کول. اخر کې د مکې مشرکان ترې نه پوځې ته راغلل، او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې خلک ور ولېږل چې دوی در اوغواړه مونږه د تړون له دغې مادې نه تېر يو.

نبي عليه الصلاة والسلام ابوبصير ته ليک ور واستولو، دنبي عليه الصلاة والسلام ليک چې ور ورسيد ابوبصير سخت مريض وو ، ملګرو يې ليک ورکړو، ابوبصير دغه ليک په سينه نيولی ورو، ورو يې لوستلو او همداسې يې سا ورکړه او ليک يې په سينه پاتې شو.

ملګرو يې همغلته خاورو ته وسپارلو او له قبر سره يې مسجد جوړ کړو، او دوی نور ټول مدينې منورې ته راغلل. دلائل النبوة للبيهقي(4/133) المغازي للواقدي(ص 109)

Related posts