اکتوبر 26, 2020

دزکوة دورکړي ځیني مقاصداوښېګڼي ۴ برخه

دزکوة دورکړي ځیني مقاصداوښېګڼي ۴ برخه

په تېرپسي ..

۱۱-  زکوة داقتصادي تحرک پیلامه هم ده :

دزکوة په ورکړه سره مزکي –زکوة ورکونکی – زیار باسي چې دخپل مال اوشتمنتیا ته وده ورکړي ؛ ځکه داسلام  دعقیدي له مخې که مال همدغه سي پاته وي نویواځې زکوة به ځيني ورکول کیږي اونوره ظاهري وده به نه وي ،چې دابیاعقل نه ایجابوي ،نودزکوة په ورکړه سره مزکی زیار باسی چې خپل مال په یوه حلال اقتصادي اووده کونکي پانګه کې وکاروي .

بل پلوته فقیر هم دټولني دیوغړي په بنسټ چې کله يې دزکوة لیږروفي ترلاسه کړي غواړي چې یوکار ځانته پیداکړي اونوره حلاله نفقه ومومي .چې له دې سره دټولني دواړه قشره په یوه حرکت کې راغلي چې دانودټولني نیکمرغي اوثبات لوري ته یوډیرښه قدم دی .

۱۲- دزکوة اونوروصدقاتو لپاره ترټولو غوره وقت !

درمضان المبارک په هکله په یوه حدیث کې راغلي : ومن أدّى  فريضة كان كمن  أدّى سبعين  فريضة  فيما سواه … الحديث مشكوة  ص\۱۷۳  له همدغه ډول احاديثوڅخه علماو دامسئله هم رائيستلي ده چې دزکوة اونوروواجبه صدقاتولپاره هم ترټولو ښه وقت همدغه دروژې   مياشت ده ځکه په روژه کې چې څوک یوفرض اداکوي نوداسې ده لکه اویافرضونه چې اداکوي

۱۳-دزکوة څونورې ګټي !

زکوة که په خپل ځای مصرف شي نو یوبي جاموبه په جاموپټ شي ،یو وږی به موړ شي  ،یوتږی به اوبه شي ، اورسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې : عَنْ أَبِي سَعِيدٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَيُّمَا مُسْلِمٍ كَسَا مُسْلِمًا ثَوْبًا عَلَى عُرْيٍ كَسَاهُ اللَّهُ مِنْ خُضْرِ الْجَنَّةِ وَأَيُّمَا مُسْلِمٍ  أَطْعَمَ مُسْلِمًا عَلَى جُوعٍ أَطْعَمَهُ اللَّهُ مِنْ ثِمَارِ الْجَنَّةِ . یومسلمان چې کوم مسلمان ته جامه ورکړي اوهغه يې نه لري نوالله تعالی به یې دجنت له زرغونو جامو څخه بدله ورکړي، اوکه یومسلمان بل مسلمان ته خواړه ورکړي نوالله تعالی به يې دجنة له میوو څخه بدله ورکړي .

یابه دزکوة په ورکړه یوفقیر دکور کرایه اداء کړي ،یابه يې دکتابونو په قیمت کې ورکړي یابه داسي نورسختې اړتیاوي ورباندي پوره کړي .

لنډه داچې دزکوة په ورکړه سره له هغوئ څخه څوډول تکلیفونه پورته کولی شواوڅوډوله خوښۍ ورکولای شو . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې : من نفس عن مؤمن کربة من کرب الدنيا نفس الله عنه کربة من کرب يوم القيامة .الحدیث .چاچې له یوه مومن څخه یووړوکی تکلیف پورته کړ الله تعالی به دقیامت په ورځ دهغه په بدله کې  له ده څخه لوی تکلیف پورته کړي .

مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts