اګست 10, 2020

دماشومانودروژی مسائل 1برخه

دماشومانودروژی مسائل 1برخه

مسئله : درمضان المبارک دمیاشتې روژه نیول په هرمسلمان عاقل  بالغ باندي  فرض عین ده  ، روژه داسلام له  ارکانوڅخه  دریم  رکن ده  .

 

کماقال علمائنارحمهم الله  تعالی :  صوم رمضان فريضة محكمة  وهو من ثالث اركان الاسلام شرعه سبحانه وتعالى لفوائد عظيمة  منها كونه موجبا للرحمة ، ومنها انه يكسر الشهوة  ، ومنها انه يسكن النفس الامارة  ومنها موافقة الفقراء  الجائعين  مرقات ۴\۳۸۵ ومجمع الانهر ۱\

 

ماشوم اودرمضان المبارک روژې !

مسئله : کله  چې  ماشوم یعني هلک  یانجلۍ   داووکلونوشې   نوپه  روژه  نیولودي امرکوي  که  یې  طاقت  دروژې   دنیولو   ؤ ،  اوکله چې  دلسوکلونوشې  نو که یې روژه  نه  نیوله  نووهل دي  ورکوي ، البته  داهغه  مهال ده که یې  ماشوم دروژې   دنیولوقدرت اوطاقت درلود ، او  له دغووهلوڅخه  په لاس  یاڅپیړه وهل مرادي  .

الطحطاوي  علی  مراقي الفلاح ص\۱۷۳

دماشوم روژې سره دي دهغه صحت اوقدرت ته پام کوي!

مسئله : خودموسم اووقت لحاظ دي دماشومانودروژو دنیولولپاره په نظرکې نیسې یعني که دوبې یادګرمې موسم وي نوخپل ماشومانوته دي ګوري که یې دټولي روژي دنیولوطاقت ؤ ټولي روژي دي ورباندي نیسې اوکه یې دټولوروژو دنیولوقدرت اوطاقت نه ؤ نوبیادي دطاقت مطابق روژي ورباندی نیسې  ، دټولي میاشتې روژي دي نه ورباندي نیسې ،اوکه یې طاقت نه وبیادي نه ورباندي نیسي .

همداراز دي دماشوم دصحت خیال هم ساتي یعني که یوماشوم کمزوري یابیمار وي اودروژې   په نیولوسره ظن غالب داوي چې که روژه کړي نوبیماري یې زیاتیږي  یا بیماره کیږي نودروژې   په نیولودي نه امرکوي :

الدر المختار۳ \۴۴۲ ط

پاته لري ….

Related posts