اګست 04, 2020

داعتکاف فقهي مسائل ۱برخه

داعتکاف فقهي مسائل ۱برخه

دروژې   په وروستيولسوشپوورځوکې اعتکاف کول سنت مؤکده کفايه ده

مسئله  :  دروژې    په  وروستيو لسو  شپو اوورځو كښي  اعتكاف  سنة مؤكده  كفايه ده  .  كه يې  دكلي  يامحلي  ځخه  يو يادوه كسا ن  وكړي    نور خلك يې په  تر ك  [ پريښولو ] نه ګنهګاريږي  .

لمافي  الدرالمختار وردالمحتار  ۳\۴۹۵ الاعتكاف  في العشرالاواخر سنة مؤكدة  كفاية  في ردالمحتار تحته قوله  الاعتكاف سنة كفاية اه نظيره  التراويح  بالجماعة  فاذا اقام  بها البعض سقط الطلب  عن الباقين  فلم ياثموا بالمواظبة   على الترك  بلاعذر  الخ  .

 

داعتکاف لپاره نيت شرط ده

مسئله   : داعتـــــــــــــــــــــــــــكاف لپاره نيت شرط ده  بي له نيته  اعتكاف  نه صحيح كيږي  .

الهنديه  ۱\۲۱۱

داعتکاف له شرائطو څخه يوهم مسجد ده

مسئله   :  داعتكاف  له شرائطو څخه  يو هم  مسجد ده  لهذا د نارينه  اعتكاف  دمسجد څخه علاوه  په كور يابل ځاى  كښي  نشي كيدلى  .

في الهنديه  ۱\۲۱۱  ومن  شرائطها  مسجد الجماعة  فيصح  في كل مسجد  له اذان واقامة .

داعتکاف لپاره مطلق مسجدشرط ده

مسئله  :  داعتكاف  لپاره  مطلق  مسجد شرط ده  داضروري  نه ده چي  په   هغه مسجد كښي به  پنځه وقته  په جماعت سره لمونځونه كيږي  . يابه  دجمعي لمونځ پكښي  كيږي  .

الدرالمختار وردالمحتار ۳\۴۹۳

داعتکاف لپاره ترټولو افضل مساجد

مسئله  : دنارينه ؤ داعتکاف لپاره ترټولو افضل  داسلام لمړني سترمساجد دي یعني مسجدالحرم المکي ، مسجدالحرم المدیني ، اومسجداقصی بیت المقدس اوله هغه وروسته بیاافضل داده  چي  اعتكاف  په جامع مسجد كښي  وكړي  او كه هغه نه وي   نوبيا  دكلي  اودمحلي  مسجد  غوره ده   .

لمافي التاتارخانيه ۲\۴۱۱  الافضل  اعتكاف الرجل  في الجامع   اذاكان ثمه قوم يصلون بجمعة  فان لم يكن  فاعتكافه  في مسجده  افضل  .  الخ

الموسوعة الفقهية  ۵\۱۷۷

Related posts