اګست 04, 2020

دقدردشپې فقهي مسائل .

دقدردشپې فقهي مسائل .

دقدرشپه ددي امت خصوصيت دی

 مسئله    : دقدر شپه ددي أمت  خصوصیت ده په مرقات ۴\ ۵۰۷ کي راغلي  :  حدیث په دي  دلالت کوي  چې  دقدر شپه  ددي  امت یوځانګړتیا اوامتیاز ده  .   وړاندیني  امتونه  له دغه  انعام څخه محروم وو  .

فی تفسير ابن کثير ۴\ ۵۳۲   وتفسير مظهري  ۱۰\۲۸۷  وهذايدل علی ان ليلة القدرمن خصائص هذه الامة وبه جزم بن حبيب من المالکية وعدة من الشافعية الخ

دقدردشپي ځانګړي دعا

مسئله   : دقدر په شپه  ددي  دعا ډیر ډیر ویل  مستحب  ده  :  اللهم  انک عفو تحب العفو  فاعف عني  .  تفسیر ابن کثیر  ۴\ ۵۳۱  وتفسیر مظهري  ۱۰\۲۹۴  وعبارته  :

يستحب ان يکثرفي ليلة القدراللهم انک عفوتحب العفوفاعف عني لحديث عائشة قالت قلت يارسول الله أرئيت ان علمت ای ليلة القدر مااقول فيها؟ قال قولي اللهم انک عفوالخ اخرجه الترمذي وغيره .

څوک چې دقدرشپه وويني نوبيادي چاته نه وايې

مسئله   :  هغه څوک  چې دقدر شپه  وومومي  نوپه اخلاص دي دعا کوي ، اوبیا دي  خلګو ته  یادونه  نه کوي    .  الشامي  ۴\۵۱۳

دقدردشپي طلب مستحب ده

 مسئله   : دقدر دشپي  طلب  مستحب  ده یعني دقدر دشپي تلاش  اودهغي  معلومول سنت ده . اودادټول  کال دشپو نه غوره شپه ده  .الهنديه ۱\۲۱۶ ا  الشامي ۴\ ۵۱۳ .

دقدرشپه په ټول کال کي ګرزي

مسئله  :  دامام ابوحنیفه رحمه الله تعالی ، ابن عربي  اونورو ډیرو علماوو رایه داده چی  دقدر شپه  په ټول کال کښي  راګرزي  کله  په رمضان کښي  وي  اوکله  په  نورو میاشتو کښي  وي  . الشامي  ۴\۵۱۳

دقدردشپي ورځ هم ډيره نيکمرغه وي

مسئله  : دقدر دشپي  ورځ هم  ډیره نیکمرغه  وي ، که له یوه تن څخه  داشپه مهمله یادکوم  عذر له امله  په غفلة کې تیره شوي وي نو په ورځ  یې هم  ان شاء الله تعالی دعا قبلیږي  .

Related posts