اګست 08, 2020

په hand Sanitizer باندي لاسونه مینځل ؟

په hand Sanitizer باندي لاسونه مینځل ؟

پوښتنه : دکرونا وائرس څخه دحفاظت  لپاره چې دلاس وینځلو لپاره اوس کوم  مواد استعمالیږي  لکه سیني ټائزر په دې کې څوفیصده الکوحل ګډ دي نوددي استعمال شرعا څرنګه ده ؟

الجواب . کوم الکحل چې دانګورو اوکجورو- خورما – دعصیر- شیره –  څخه جوړوي نوهغه نه یواځې داچې حرام دي بلکه  نجس اومردار هم دي ،چې په هرشي ګډشي هغه نجس ګرزوي  اودداسي موادو له استعمال څخه ډډه کول ضروري ده اوشرعا جواز نه لري .

اوکوم الکحل چې دنورو څیزونو څخه جوړوي دهغوئ څښل  که څه هم نارواده مګر نجاست  يې سخت اوغلیظه نه ده ،چې دسختي اړتیاپه مهال يې داستعمال ګنجایش شته  . اوکه لیږپه کوم بل مائع ګډشي هغه نجس نه ګرزوي

موجوده الکوحل په ځانګړي ډول چې په پرفیوم،هینډ سیناټائزراونورو خوراکي اوغیرخوراک توکو کې ګډیږي هغه له انګورو اوکچورو څخه نه دي ،اوپه ډیرلیږمقدار باندي وي. نواستعمال يې دضرورت په وخت شرعا مشکل نه لري .

في فتح الملهم  .”و أما غير الأشربة الأربعة، فليست نجسة عند الإمام ابي حنيفة رحمه الله تعالي. و بهذا يتبين حكم الكحول المسكرة (Alcohals) التي عمت بها البلوي اليوم، فإنها تستعمل في كثير من الأدوية و العطور و المركبات الأخري، فإنها إن اتخذت من العنب أو التمر فلا سبيل الي حلتها أو طهارتها، و إن اتخذت من غيرهما فالأمر فيها سهل علي مذهب أبي حنيفة رحمه الله تعالي، و لايحرم استعمالها للتداوي أو لأغراض مباحة أخري ما لم تبلغ حد الإسكار، لأنها إنما تستعمل مركبةً مع المواد الأخري، ولايحكم بنجاستها أخذًا بقول أبي حنيفة رحمه الله.

و إن معظم الحكول التي تستعمل اليوم في الأودية و العطور و غيرهما لاتتخذ من العنب أو التمر، إنما تتخذ من الحبوب أو القشور أو البترول و غيره، كما ذكرنا في باب بيوع الخمر من كتاب البيوع”.فتح الملهم  (كتاب الأشربة، حكم الكحول المسكرة، ٣/ ٦٠٨، ط: مكتبة دار العلوم) فقط

وهکذا الفتوی المصدرة من جامعة العلوم الاسلامیة  کراچی  برقم : 144109202693

والله تعالی اعلم

کتبه : مفتي ابوحامدعفی عنه

۱۶\شوال \۱۴۴۱

Related posts