اکتوبر 30, 2020

دمیرمنو لپاره دسرویښتانو تورول ؟

دمیرمنو لپاره دسرویښتانو تورول ؟

یوه پوښتنه داسي راپیداکیږي چې دنارینه ولپاره په ږیره باندي توري نکریزي ،یاتور رنګ ،اوداسي نور مواد چې دږيرې ويښتان توروی  استعمال يې شرعا  ناروادي ،البته سور یاسوررنګ ته ورته رنګ  بیاشرعاجائز بلکه ځينو علماو مستحب اوسنت ګڼلي دي .همدغه حکم يې دسر دويښتانو هم ده .

نودمیرمنو لپاره په  سر باندي توري نکریزي لګول هم شرعا ناروا دي ؟  داپه داسي حال کې چې زیاتره میرمني هم په دغه عمل باندي اخته دي .

په دې اړه دشریعت مطهر ه دممانعت حکم مطلق راغلی دی  :چې دنارینه اومیرمنو هیڅ توپیر په کې نه دی شوی . لهذا دټولو فقهاو په نزد دمیرمنو لپاره دسرپه ويښتانو باندي تور رنګ یانکریزي استعمالو شرعا ناروادي .

في صحيح مسلم (3/ 1663): عن جابر بن عبد الله، قال: أتي بأبي قحافة يوم فتح مكة ورأسه ولحيته كالثغامة بياضاً، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «غيروا هذا بشيء، واجتنبوا السواد»”.

في سنن النسائي 8/ 138عن سعيد بن جبير، عن ابن عباس، رفعه أنه قال: «قوم يخضبون بهذا السواد آخر الزمان كحواصل الحمام، لايريحون رائحة الجنة»”.

والله تعالی اعلم

Related posts