اګست 10, 2020

آیاد Mobile Phones دسلام جواب واجب دی ؟

آیاد Mobile Phones دسلام جواب واجب دی ؟

الاستفتاء :محترم مفتي صاحب ! کله ناکله دټلفون دسلام جواب راڅخه پاته شي ،یعني کله یوتن ټلفون راته وکړي اولمړی سلام واچوي مګر زه دسلام دجواب ورکولو نه وړاندي ورته ووایم : ښه! څه خبره ده ؟ اوداکیدلای شي دنورو خلګو عادت هم وي نوپوښتنه مي داوه چې په دې عمل سره خوبه سړی تارک دواجبو نه ګرزي ؟  یوسائل .

الجواب حامدا ومصلیاوبعد: دتلفون  دسلام اوجواب  دحکم په هکله دعلماؤ اختلاف شته مګر احتیاط داده :چې  دتلفون دسلام جواب ور کول ضروري دي .

في الهندیة ۵\۳۲۶ لایسقط فرض جواب السلام الابالاسماع کمالایجب الابالاسماع …. ولوکان المسلم اصم ینبغي ان یریه  تحریک شفتیه .

وفي تکملة فتح الملهم   ۱۰\۲۱۱ :واقل السلام ابتداءا وردا ان یسمع صاحبه ،ولایجزئه دون ذلک .وکذافي الات الجدیدة ص\۴۰ .

والله تعالی اعلم

Related posts