اګست 10, 2020

داسلام تشریعي اساسات …حج او اړوند مسائل -۱-برخه

داسلام تشریعي اساسات …حج او اړوند مسائل -۱-برخه

 

(د حـــج فرضیت ،فضیلت ،شرطونه او نور اړوندمسایل )

مفتي فضل هادي (سالک)

مشهور محقق اودحنفي مذهب خور انوموتی عالم (علامه زین ابن نجیم ) رح دکنزالدقایق په څیړیزه شرح(البحرالرایق )لومړي جلدکې داسې کاږې چې  :(اعلم ان مدار الدین متعلق  بالاعتقادات  والعبادات  والمعاملات والمزاجر والآداب ……)دحنفي فقه ددې علامه دڅیړنې په بنسټ  داسلامي دین  ګردې چارې پدې پنځوبنسټونو راڅرخي ،چې هغه عقاید،عبادات معاملات ،عقوبات یاحدود او آداب دي ،زین ابن نجیم رح  ددې اجمال دتفصیل پر وخت کاږې چې :اعتقادات پنځه دي (  په الله Y ایمان ،په ملایکو،په کتابونو،په رسولانو اودقیامت په ورځ باندې ایمان راوړل دي ،عبادات هم پنځه ډوله دي : لمونځ ،زکات ،روژه حج او جهاد،معــــاملات هم پنځه قسمه دي : مالي معاوضات ،مناکحات ،مخاصمات ،امانات او ترکات ، مزاجریاسزاګانې هم په پنځه ډوله دي :مزجره دقتل النفس ،مزجره دمال د اخستلو ،مزجره دهتک الستر ،مزجره دهتک العرض اومزجره دقطع البیضه ، او آداب  بیا په څلور قسمه دي : اخلاق ،شیم حسنه ،سیاسات  او معاشرات …..).

که دالله نصرت راسره مل وو،نو ګام په ګام به ددین ددې پورته ذکرشویو شعبویا څانګوڅخه دخپلې وسې سره سم هغه مباحث نړیوالو چاپي رسنیو،الیکټرانیک میډیا او دخواله رسنیو  په بریښنایي پاڼو کې پرله پسې  ټوګه تر تحقیق او څیړنې لاندې نیسو،چې نن سبا یې اړتیا ډیره اومزیدې سپړنې ته اړ وي ،دا بیا داسې خورا ارزښتنمن فصلونه دي ،چې دانساني ژوند له ټولو اړخونوسره اړیکه لري، بلکې په ټولیزه توګه به ووایوچې دانسان نیکمرغه معیشت په همدې شمیرل شویو اساساتوولاړ دی ،چې دیوه الهي دین په صفت اسلامي شریعت دې ټولو مواردوکې ځانګړې لارښوونې اواصول لري او په عملي کولو سره یې مسلمان مکلف وي .

داچې دحج ورځې  شپې دي ،او  د((حجاز او یثرب )) له قافلوسره داللهY  دکعبې ډیری میینان اودرسول الله rدزیارت عاشقان په تلو دي ، نو دبلاغت فی البحث غوښتنه همداوه ،چې پر نورو ارکانودعباداتو او په عباداتو کې دحج په ځینو مهمو  مسایلو بحثونو  ته لومړیتوب ورکړل شي .

دتحقیقي مباحثوپه دې لړکې به انشاءالله تعالی کوشش کوو،چې داړوندو فصلونوڅخه هغه مسایل تر څیړنې لاندې ونیسو،چې هغه شننې ته نن سباډیر ضرورت لري  او په ورځني ژوندکې  ورته دخلکو اړتیا ډیره وي ،دلته چې تحقیق کوو،نودنورو څلورګونو مذاهبواقوال به هم له استدلالاتوسره مله راوړواوتشریح به پکې کووانشاءالله تعالی !

ددې ګڼې څیړنه کې به داعنوانونه  تر بحث لاندې ونیسو:

حج څه ته وایې ؟ ،

حج کوم  فضیلت لری  ؟،

دحج  دفرضیت دلایل   ،

دحج ټاکلې میاشتې :

دحج اداکول علی الفور(دمګړۍ) فرض دي که علی سبیل التراخي ؟

آیا پرماشوم حج شته ؟

آیایوڅوک دبل چاپه عوض هم  فرضي یا نفلي حج کولای شي ؟

دعربي ژبپوهانودتحقیق له مخې د(حج )په (حاء)تورې فتحه اوکسره دواړه باک  نلري ،خو په دومره توپیرچې فتحه یې مشهوره او کسره یې نامشهوره ده ،کله چې (حج)په فتحې د(حاء) سره ومنو،نوبیا یې معنی محض قصد یا اراده ده، ځینې محققین ژبيوهان بیا وایې ،چې په فتحې دحاء سره (حج )دیوه خورا لوی او سپیڅلې ځای ارادې ته ویل کیږي ،خومشهوره معنی یې لومړنۍ ده ،او(تاج العروس فی الماده )کې یې پر ( حا ء)دکسرې لغت هم رانقل کړی ،چې هلته بیاداسم یا دحج دنوم په معنی دی اوکه دکسرې په صورت کې ورسره مدوره (تاء) هم راشي ،نو یو کرت حج کولوته وایې ،لکه پدې عبارت کې چې  (الْحَجُّ : بِفَتْحِ الْحَاءِ وَيَجُوزُ كَسْرُهَا ، هُوَ لُغَةً الْقَصْدُ ، حَجَّ إِلَيْنَا فُلانٌ : أَيْ قَدِمَ ، وَحَجَّهُ يَحُجُّهُ حَجًّا : قَصَدَهُ . وَرَجُلٌ مَحْجُوجٌ ، أَيْ مَقْصُودٌ . هَذَا هُوَ الْمَشْهُورُ .

وَقَالَ جَمَاعَةٌ مِنْ أَهْلِ اللُّغَةِ : الْحَجُّ : الْقَصْدُ لِمُعَظَّمٍ .

وَالْحِجُّ بِالْكَسْرِ : الاسْمُ . وَالْحِجَّةُ : الْمَرَّةُ الْوَاحِدَةُ ، وَهُوَ مِنَ الشَّوَاذِّ ، لأَنَّ الْقِيَاسَ بِالْفَتْحِ (1)

خو دشریعت په اصطلاح کې حج  یوه ځانګړي ځای ته (کعبه شریفه اوعرفات )په خاص وخت کې (دحج میاشتوکې )دځانګړیو اعمالو دترسره کولو لپاره (چې هغه طواف ،وقوف او سعی ده )په مخصوصو شرایطوسره اراده کول دي ،لکه چې همدا مفهوم  دفتح القدیراو نوروفقهي کتابونو داسې افاده شوي :

تَعْرِيفُ الْحَجِّ اصْطِلاحًا : الْحَجُّ فِي اصْطِلاحِ الشَّرْعِ : هُوَ قَصْدُ مَوْضِعٍ مَخْصُوصٍ ( وَهُوَ الْبَيْتُ الْحَرَامُ وَعَرَفَةُ ) فِي وَقْتٍ مَخْصُوصٍ ( وَهُوَ أَشْهُرُ الْحَجِّ ) لِلْقِيَامِ بِأَعْمَالٍ مَخْصُوصَةٍ وَهِيَ الْوُقُوفُ بِعَرَفَةَ ، وَالطَّوَافُ ، وَالسَّعْيُ عِنْدَ جُمْهُورِ الْعُلَمَاءِ ، بِشَرَائِطَ مَخْصُوصَةٍ يَأْتِي بَيَانُهَا کما فی ….. بتصرف يسير عن فتح القدير للكمال بن الهمام وزيادة السعي 2 / 120 ، الاختيار 1 / 139 ، والشرح الكبير للدردير على مختصر خليل 2 / 2 ، ومغني المحتاج 1 / 459 ، وشرح منتهى الإرادات 1 / 472 ، والتعريفات ص 82)

دحج فضیلت

قَالَ اللَّهُ تَعَالَى : { وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الأَنْعَامِ . . . فکلوا منهاوأ طعموا البائس الفقیر} (سورة الحج / 27 ـ 28 . )

ترجمه :اوغږوکړه (ای ابراهیمه )په خلکوکې دحج (داداکولو)لپاره ،چې راشي (حاجیان )   تاته  پلي اوسپاره، په هر ډنګر اوښ چې راځي (دا اوښان ) له هرې لیري لارې (ژورې لري ) څخه لپاره ددې چې حاضرشي (دغه خلک ځای ددنیوي اواخروي )ګټوخپلوته ،اوچې یاد کړي نوم دالله په هغو څوورځو(دلوی اختر)کښې چې معلومې دي په (ذبح د)هرحیوان چې ورکړی دی اللهY دوئ ته له بي ژبوچارپایانوڅخه ،پس خورئ تاسوله هغې (غوښې)څخه اوخوروئ یې په بدحاله فقیر.  .

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” مَنْ حَجَّ لِلَّهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ  . ” أخرجه البخاري ( الفتح 3 / 382 ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( 2 / 983 ، 984 ـ ط الحلب) ژباړه :حضرت ابوهریره yروایت کوي چې رسول الله rفرمایې :چې چا دالله Y لپاره حج وکړ(له حج نه پس یې )نه بدکاروکړاونه  فسق ،دابه  له حج نه بیرته ( یعنې له ګناهونونه به داسې پاک وي )کورته راستون شي ، لکه په کومه ورځ چې مور ږیږولی وي .

وَعَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : مَا مِنْ يَوْمٍ أَكْثَرُ أَنْ يُعْتِقَ اللَّهُ فِيهِ عَبْدًا مِنَ النَّارِ مِنْ يَوْمِ عَرَفَةَ ، وَإِنَّهُ لَيَدْنُو ثُمَّ يُبَاهِي بِهِمُ الْمَلائِكَةَ . . .” أخرجه مسلم ( 3 / 983 ـ ط الحلبي )  (3) وَمَعْنَى يَدْنُو : يَتَجَلَّى عَلَيْهِمْ بِرَحْمَتِهِ وَإِكْرَامِهِ . ژباړه :عایشه رضی الله تعالی عنها وایې چې رسول الله rوفرمایل داسې کومه ورځ نشته چې زیاته وي ددې نه چې الله تعالی پکې خپل بندګان له اوره ازاد کړي دعرفې دورځې څخه ،اودا اللهYرا نږدې کیږې (دخپل رحمت اواکرام تجلی کوي پدوئ)بیاپه دوئ باندې دملایکومخکې فخرکوي…..

وَعَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : < تَابِعُوا بَيْنَ الْحَجِّ وَالْعُمْرَةِ فَإِنَّهُمَا يَنْفِيَانِ الْفَقْرَ وَالذُّنُوبَ كَمَا يَنْفِي الْكِيرُ خَبَثَ الْحَدِيدِ وَالذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ ، وَلَيْسَ لِلْحَجَّةِ الْمَبْرُورَةِ ثَوَابٌ إِلا الْجَنَّةُ ” (1) . ” أخرجه الترمذي ( 3 / 166 ـ ط الحلبي ) وقال : ” حديث حسن صحيح ” .ژباړه :عبدالله بن مسعودyفرمایې چې متابعت دحج اوعمرې تر منځ وکړئ ،ځکه دادواړه فقراو ګناهونه داسې له منځه وړې لکه دآهنګردبنۍ اورچې داوسپنې ،سرواوسپینوزروخیری او زنګ پاکوي ،اودحج مقبول بدله نشته مګرجنت دی .

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” الْحُجَّاجُ وَالْعُمَّارُ وَفْدُ اللَّهِ ، إِنْ دَعَوْهُ أَجَابَهُمْ وَإِنِ اسْتَغْفَرُوهُ غَفَرَ لَهُمْ ) . ” أخرجه ابن ماجه ( 2 / 966 ـ ط الحلبي ) ، وقال البوصيري : ” في إسناده صالح بن عبد الله ، قال البخاري فيه : منكر الحديث ” . ولكن له شاهد من حديث ابن عمر ، أخرجه ابن ماجه تلو حديث أبي هريرة ، يتقوى به

ژباړه :ابوهریره yفرمایې چې رسول الله rوفرمایل چې حاجیان او عمره کوونکي دالله وفد (وفدونه)دي که دعا ورته وکړي قبولوي یې ،اوکه بخښنه ترې وغواړې نو بخشش ورته کوي .

< وَعَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا ، قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ : نَرَى الْجِهَادَ أَفْضَلَ الْعَمَلِ أَفَلا نُجَاهِدُ ؟ قَالَ : لا ، لَكِنَّ أَفْضَلَ الْجِهَادِ حَجٌّ مَبْرُورٌ ” أخرجه البخاري ( الفتح 3 / 381 ـ ط السلفية ) ، والنسائي ( 5 / 114 ـ ط المكتبة التجارية

ژباړه :حضرت عایشه فرمایې چې ما وویل چې یا رسول الله :مونږه جهاد ترټولو غوره عمل وینوآیامونږه جهاد ونکړو؟هغه rوفرمایل چې نه ،لکن غوره جهاد مقبول حج دی .

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ < رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُئِلَ : أَيُّ الأَعْمَالِ أَفْضَلُ ؟ فَقَالَ : إِيمَانٌ بِاَللَّهِ وَرَسُولِهِ ، قِيلَ ثُمَّ مَاذَا ؟ قَالَ : جِهَادٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ، قِيلَ : ثُمَّ مَاذَا ؟ قَالَ : حَجٌّ مَبْرُورٌ ” أخرجه البخاري ( الفتح 3 / 381 ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( 1 / 88 ـ ط الحلبي ) ژباړه :ابوه هریره yفرمایې چې له رسول الله r نه پوښتنه وشوه چې کوم عملونه غوره دي ؟نوده rورته وفرمایل چې په الله Yاودهغه په رسول ایمان راوړل ،بیا چاوویل  چې نو بیا کوم یو؟نوده rورته وفرمایل چې دالله Yپه لاره کې جهاد کول ،بیاچاوویل  چې بیا کوم یو؟نورسول الله rورته وفرمایل چې مقبول حج .r

 

دحج دفرضیت دلایل :

حج داسلام له ارکانوڅخه پنځم رکن دی اوپه هر مکلف چې(( زاد اوراحله)) یعنې دتللوراتللو دبسنې پوره وسایل او استطاعت  ولري ،په ټول عمر کې صرف یو ځل فرض عین دی ، ددې فرضیت په درې ګونوشرعي دلایلو( کتاب الله ،سنت الرسول او اجماع ) ثابت دی (الْحُكْمُ التَّكْلِيفِيُّ لِلْحَجِّ :

– الْحَجُّ فَرْضُ عَيْنٍ عَلَى كُلِّ مُكَلَّفٍ مُسْتَطِيعٍ فِي الْعُمُرِ مَرَّةً ، وَهُوَ رُكْنٌ مِنْ أَرْكَانِ الإِسْلامِ ، ثَبَتَتْ فَرْضِيَّتُهُ بِالْكِتَابِ وَالسُّنَّةِ وَالإِجْمَاعِ).

دحج دفرضیت  قرآني نص :  { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ } سورة آل عمران / 97 .  ژباړه :اودالله Yلپاره په هغه خلکودبیت الله شریف قصداواراده لازم ده، چې دلارې وسه لري ،اوچا چې کفر وکړ،پس یقیناچې الله Yله مخلوقاتونه غني  او بې پروادی .دې آیت کې په صراحت سره دحج فرضیت جوت دی ،چې داستدلال وجه یې داسې ده چې :دلته آیت کې د(ولله علی الناس …)راغلی اودا دالزام او ایجاب صیغه ده اوهمدې سره یې فرضیت راغی ،په (لله )کې دا لام دالزام لپاره دی ،بلکې  مونږه ګوروچې دحج فرضیت باندې ډیر اشد تاکید شوی اوداځکه چې په مقابل کې یې د(ومن کفر …)راغلی ،چې دلته دفرضیت مقابل کې کفر راغلی ،نو دسیاق نه داسې برداشت کولای شو،چې دمسلمان دشان څخه داده ،چې حج به نه پریږدې اودحج پریښودل دنا مسلمانه کیدوشونتیا لري .

لکه په (الموسوعة الفقیه )کې داسې عبارت دی چې : .

فَهَذِهِ الآيَةُ نَصٌّ فِي إِثْبَاتِ الْفَرْضِيَّةِ ، حَيْثُ عَبَّرَ الْقُرْآنُ بِصِيغَةِ { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ } وَهِيَ صِيغَةُ إِلْزَامٍ وَإِيجَابٍ ، وَذَلِكَ دَلِيلُ الْفَرْضِيَّةِ ، بَلْ إِنَّنَا نَجِدُ الْقُرْآنَ يُؤَكِّدُ تِلْكَ الْفَرْضِيَّةَ تَأْكِيدًا قَوِيًّا فِي قَوْله تَعَالَى : { وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ } فَإِنَّهُ جَعَلَ مُقَابِلَ الْفَرْضِ الْكُفْرَ ، فَأَشْعَرَ بِهَذَا السِّيَاقِ أَنَّ تَرْكَ الْحَجِّ لَيْسَ مِنْ شَأْنِ الْمُسْلِمِ ، وَإِنَّمَا هُوَ شَأْنُ غَيْرِ الْمُسْلِمِ .

دسنت دلیل :جامع صحیح البخاری اوصحیح مسلم کې درسول الله rڅخه د ابن عمر yپه سند متفق علیه روایت راغلی چې فرمایې  : – ” بُنِيَ الإِسْلامُ عَلَى خَمْسٍ : شَهَادَةِ أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ، وَإِقَامِ الصَّلاةِ ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ ، وَصِيَامِ رَمَضَانَ ، وَالْحَجِّ ” (” أخرجه البخاري ( الفتح 1 / 49 ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( 1 / 451 ـ ط الحلبي)ژباړه :رسول الله rفرمایې چې اسلام په پنځواساساتو ولاړ دی :پدې خبره شهادت ورکول چې الله Yیو دی اودعبادت وړ لده نه پرته بل څوک نشته ،اوبل دلمانځه اقامه کول ،دزکات ورکول ،درمضان روژه نیول او حج .

دې حدیث شریف کې تعبیر په (بنی الاسلام…) سره وشو،داپدې دلالت کوي ،چې حج داسلام له ارکانونه یو رکن دی او خورا مهم فرض دی (وَقَدْ عَبَّرَ بِقَوْلِهِ : ” بُنِيَ الإِسْلامُ . . . > فَدَلَّ عَلَى أَنَّ الْحَجَّ رُكْنٌ مِنْ أَرْكَانِ الإِسْلامِ

).

په یوه بل روایت کې چې مسلم شریف له ابې هریره yڅخه روایت کړی داسې راغلي : وَأَخْرَجَ مُسْلِمٌ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : < خَطَبَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ فَرَضَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ الْحَجَّ فَحُجُّوا فَقَالَ رَجُلٌ : أَكُلَّ عَامٍ يَا رَسُولَ اللَّهِ ؟ فَسَكَتَ حَتَّى قَالَهَا ثَلاثًا ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَوْ قُلْتُ نَعَمْ لَوَجَبَتْ وَلَمَا اسْتَطَعْتُمْ . . . >( أخرجه مسلم ( 2 / 975 ـ ط الحلبي).ژباړه حضرت ابوهریره yفرمایې چې مونږته رسول rخطبه راکوله ،نو ویې فرمایل چې ای خلکو! الله Yپرتاسو حج فرض کړی ،نو حج وکړئ!نو یوه سړي ورته وویل  یارسول الله rآیاهرکال؟نورسول الله rچوپ شواوځواب یې ورنکړ،تردې چې درې کرته یې ورته وویل ،نو رسول الله rورته وویل چې که ما هو ، ویلی وي، نو بیا به درباندې هرکال واجب شوی وی ،پداسې حال کې چې ستاسو وسه به نه وه . (المنذری )په (الترغیب والترهیب )کې لیکلې چې دحج دفرضیت په باب ښه ډیراحادیث شته،  تردې چې دتواتر اندازې ته هم رسیدلي اوقطعي علم او یقین افاده کوي (وَقَدْ وَرَدَتِ الأَحَادِيثُ فِي ذَلِكَ كَثِيرَةً جِدًّا حَتَّى بَلَغَتْ مَبْلِغَ التَّوَاتُرِ الَّذِي يُفِيدُ الْيَقِينَ وَالْعِلْمَ الْقَطْعِيَّ الْيَقِينِيَّ الْجَازِمَ بِثُبُوتِ هَذِهِ الْفَرِيضَةِ)( انظر الترغيب والترهيب للمنذري 2 / 211 ـ 212 ، والمسلك المتقسط ص 20).

داجماع دلیل :په ټول عمر کې یوکرت په مستطیع مسلمان باندې دحج په فرضیت دامت اجماع منعقد ده،اودا مسئله له هغو څخه ده ،چې له دین څخه معلومه ده او منکرترې کافر دی لکه  (المغني 3 / 217 ، ونهاية المحتاج 2 / 369 ، ولباب المناسك ص 16 ـ 17 ، مع شرحه المسلك المتقسط في المنسك المتوسط لعلي القاري ، شرح رسالة ابن أبي زيد القيرواني ص 455 .)  غوندې مشهورو کتابونوکې  داعبارت  داسې راغلی دی :  وَأَمَّا الإِجْمَاعُ : فَقَدْ أَجْمَعَتْ الأُمَّةُ عَلَى وُجُوبِ الْحَجِّ فِي الْعُمُرِ مَرَّةً عَلَى الْمُسْتَطِيعِ ، وَهُوَ مِنَ الأُمُورِ الْمَعْلُومَةِ مِنَ الدِّينِ بِالضَّرُورَةِ يَكْفُرُ جَاحِدُهُ)

دحج ټاکلې میاشتې :

عبدالله بن عمر yجمهور صحابه کرامy اوتابعین رح  پدې نظر دي ،چې  دحج داداکولولپاره  درې معلومې میاشتې ټاکل شوي دي (شوال، ذې قعده او دذې الحجې لس ورځې ) لکه ددې لاندینې آیت په تفسیرکې چې راغلي :

– ذَكَرَ اللَّهُ تَعَالَى لِلْحَجِّ زَمَانًا لا يُؤَدَّى فِي غَيْرِهِ ، فِي قَوْله تَعَالَى : { الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ } (سورة البقرة / 197 .) .

قَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ وَجَمَاهِيرُ الصَّحَابَةِ وَالتَّابِعِينَ وَمَنْ بَعْدَهُمْ : هِيَ شَوَّالٌ وَذُو الْقِعْدَةِ وَعَشْرٌ مِنْ ذِي الْحِجَّةِ (انظر تخريجه في المستدرك 2 / 176 ، وقال : ” صحيح على شرطهما ” ووافقه الذهبي ، وانظر تفسير الطبري 4 / 120 ـ 121 ، وابن كثير 1 / 236 .) .

وَوَقَعَ الْخِلافُ فِي نَهَارِ يَوْمِ النَّحْرِ ، فَقَالَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ : هُوَ مِنْ أَشْهُرِ الْحَجِّ . وَقَالَ الشَّافِعِيَّةُ : آخِرُ أَشْهُرِ الْحَجِّ لَيْلَةُ النَّحْرِ ، وَلَيْسَ نَهَارُ يَوْمِ النَّحْرِ مِنْهَا .

لنډه ژباړه او مفهوم :الله Yدحج دادا کولولپاره داسې وخت ټاکلی، چې ددې څخه په غیر  بل وخت کې نه ادا کیږي ، لکه چې فرمایې (دحج لپاره معلومې میاشتې دي )حضرت عبدالله بن عمر ،جمهور صحابه ،تابعین او ددې څخه وروستني داوایې چې (دادشوال اوذې قعدې میاشتې او دذې الحجې دمیاشت لس ورځې دي )پدې کې اختلاف دی ،چې دلوی اختر ورځ هم دحج په میاشتوکې راځي که نه ؟احناف او حنابله وایې :چې هو راځي او شوافع وایې چې دلوی اختر شپه پکې راځي ،خو ورځ پکې نه راځي .

Related posts