اګست 10, 2020

یقول العبد مالي مالي …

یقول العبد مالي مالي …

عن أبي هريرة – رضي الله عنه – أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: «يقول العبد: مالي مالي، إنما له من ماله ثلاث: ما أكل فأفنى، أو لبس فأبلى، أَوْ أعْطَى فَاقْتَنَى، وما سوى ذلك هو ذاهب وتاركه للناس»(رواه مسلم  ).

ژباړه : له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : بنده وایې :مالي مالي – یعني دازما مال دی  .دازمامال دی . دده برخه خوپه مال کې هغه درې څېزونه وواوبس  هغه دخوراک توکې چې ده وخوړل  اوختم شول ،هغه جامې چې په غاړه يې کړه اوزړي  شوي، اوهغه مال چې صدقه یي کړه اودځان لپاره یي دآخرت ذخیره کړ .اوله دي علاوه چې کوم مال دی – نوهغه دده نه ده ځکه – چې ورڅخه تلونکی دی  اونورو ته  يې پريښودونکی دی .

تشریح : یعني انسان  داسي فکر کوي چې مرګ نشته اوکه وو نوبیابه ډیر وروسته ورته راځې ،دی ددنیا په فکرونوکې غرق وي ، ددنیاپه اموالو تیروتلی وي وايې :دامال زما دی اودامال زمادی .تردي چې هرڅه دځان مال ګڼي .بیارسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :درې څېزونه دده مال ګڼل کېږي ،هغه خوراک چې ويې کړ ،هغه جامه چې په غاړه يې کړه اوهغه مال چې صدقه يې کړ اودآخرة لپاره يې ذخیره کړ .اوپاته نورهرڅه چې دي هغه دده نه دي بلکه له ده به پاته وي وي ، اونوروته به میراث شي .

یادونه : دقرآن کریم دآيتونو اودرسول الله صلی الله علیه وسلم داحادیثو له مخې ترټولو ډیراجر اوثواب په هغه مال ترلاسه کېږي  چې په جهاد کې  مصرف شي.

ابوحامدعفی عنه

Related posts