اګست 04, 2020

داسلام قضائي نظام اودبندیانو حقوق (۴برخه)

داسلام قضائي نظام اودبندیانو حقوق (۴برخه)

بندي ته هتکړۍ اوزولنې وراچول

بندي ته دفرارڅخه دمخنوي په خاطرزولنې وراچول درست دي لکه چې دحضرت عمررضی الله تعالی عنه په زمانه کې یوتورن شخص دهغه حضورته په زولنوکې راوستل شو , خوداډول تړل به دټول وخت لپاره نه وي ځکه په تړلي حال کې دانسان ضرورتونه اودژونداړتیاوې ، اوعبادات وغیره نه شي پوره کیدلای  ــ [1]

دتورن اودمجرم فرق

دکوموبندیانوچې قضیه دجریان اوتحقیق په حال کې وي ،اوهغوی چې دسزاپه ډول دبندحکم ورباندي جاري شوی ، په بندي خانه کې له بندیانوسره دچلندپه اعتبارپه هغوی کې فرق کول لازمي دی ، اوهمدادانصاف غوښتنه ده ،که نونوبیابه دسزاشوي بندي اوهغه بل فرق رانه شي، له دې امله فقهاءکراموددې دوه ډولوبندیانولپاره دځانته ځانته بندخونودجوړولوهدایت کړی دی  ــ [2]

 

 د ملزم دقید موده

هغه بندیان چې موضوع يې ترتحقیق لاندي وي ترفیصلې وړاندي یې دومره بندي کول جائزنه دي چې په هغه دپوري شوي  اصلي جر م ترسزا اضافه وي حتی بعض احناف ،شافعي ،اوحنبلي فقهاء خوپه هغه قضیوکې چې اخیري سزايې قیدوي ، ترفیصلې له مخه دتورن شخص بندي کول جائزنه ګڼي ، له دې امله چې ترفیصله اوسزاوړاندي دهڅ ډول سزاجوازنشته ، البته دمجهول الحال  تورن  شخص ( ګډوډ سړي چې تقوی اوصلاحیت   لري) لپاره اکثروفقهاوودبندې کولوجوازورکړی دی ، خوپه دې کې هم اکثرفقهاء  ترفیصلې له مخه دقیدوخت دحاکم راېي ته سپاري، اوبعض فقهاوویوه میاشت دغه وخت تعین کړی دی اوچایوه ورځ ، چادوه درې ورځې مالکي علماء وايي په هرصورت دابه ترکا ل کم وخت وي،

قضائي بهیر به چټک وي

په اصل کې داوختونه ټول ددې لپاره دې چې قضائي بهیرتیز کړای شي ، یوه عدالت ته هم داحق نشته چې دخپل غفلت ناکامي اوبې پروايي بدله له بې ګناه زندانیانوڅخه واخلي، اودخپل سست کارله امله په کلونوبندیان بې  سرنوشته اوبې یارمددګاره په جیل کې پریږدي ، په داسي حال کې چې امکان شته چې تورن شخص بې ګناه وخییژي ـ [3]

بندي ته درابطې اجازه شته

بندي ته دخپلې قضیې په باب له مدافع وکیل سره دهرډول رابطي اودځان دصفايي دوړاندي  کولوحق حاصل دی   له دې امله چې نظر بندکول ددې لپاره ده چې داصل حال حقیقت معلوم شي که بندي ته د خپلې معاملي په اړه ددابطې اجازه ورنکړل شي نونوحقیقت به څه ډول معلومیږي  ــ [4]

له بندي میرمنوسره تی خوري ماشومان

بندي میرمني  داسي ماشومان له ځانه سره ساتلای شي چې دمورله  شیدوماسواء نه شي اوسیدلای دادشرعي اصولوغوښتنه ده اودموردګناه له وجهې ماشوم له موره بیلول هڅ شرعي جوازنه لري ، له دې ماسواء دمورڅخه دخپل ماشوم بیلتون دهغې دسخت ذهني اذیت سبب ګرزي پیغمبرعلیه الصلاة والسلام له دې څخه سخته منع کړېده نبی کریم صلى الله عليه وسلم  په جنګ کې دنیول شوې میرمني په اړه چې واړه ماشومان ورسره وفرمایل:

* لاتولوه والدة عن ولدها (رواه البيهقي، نصب الرایة 3/266)

ترجمه : ماشومان اومندې مه سره بیله وئ ـ

* په یوه بل روایت کې یې وفرمایل : من فرق بین والدة وولدها فرق الله بینه وبین احبته یوم القیامة (بيهقی 9/126، دارقطنی 3/67)

ترجمه : چاچې دموراوماشوم په منځ کې بیلتون راوست الله تعالی به هغه اودهغه دوستان دقیامت په ورځ سره بیل کړي ـ

*  همدارنګه حضرت عبادة ابن الصامت روایت:

نهی رسول الله صلی الله عليه وسلم ان یفرق بین الام وولدهافقیل یا رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) الي متی؟ قال حتی یبلغ الغلام و تحیض الجاریة. (سنن دارقطنی 3/67)

ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم مورله خپل ماشوم څخه بیلول منع کړي دي له پیغبرعلیه الصلاةوالسلام څخه پوښتنه وشوه ترڅه وخته پوري؟ پیغمبرعلیه الصلاةوالسلام وفرمایل ترهغه چې ماشوم بالغ شي ،او  ماشومې ته حیض ور شي ـ  په دې باب نورهم ډېر روایات شته چې له دغه ناوړه عمل څخه شریعت مسلمان واکمن دموراوماشوم له جلاکولومنع کړي دي ، اوپه ماشوم یې درحم اوشفقت کولوامرکړی دی ـ

اسلامي نظام دبندیانودحقوقودتحفظ ضامن دي

 ددغوټولوحدیثونومقتضی داده چې له ماشومانواومیرمنوسره په ځانګړي ډول ښه سلوک په کاردی داخوپریږده چې موراوخپل دغیږې ماشوم سره بیل شي ، خوپه ننۍ نړی کې چې واک اوځواک یې دصلیبي حاکمانوتراداره لاندي دی اوپه ډېرافسوس سره وایوچې ځیني مسلمان  هیوداونه هم په مجموع کې دهغوی پالسي دځان لپاره ترقي ګڼي دبشریت اوبشري حقوقودساتني ترعنوان لاندي له ډیروچغواوبغاروسره سره ډېر انسانان ښځې اوماشومان  له خپلوخدای ورکړیوحقونوڅخه بې برخي دې ، وړم کال ۲۰۱۸هم دامریکا اولس مشر له مکسیکوڅخه امریکاته دراتلونکوکډوالومیرمني اوماشومان سره بیل کړل  اومیرمنې یې له ماشومانوبېلي بندي کړې،،همدارنګه زمونږپه خپل ګران هیوادکې دانقلابونوپه تسلسل کې  دشرقي کمونیزم اوغربي ډیمکراسۍ دحاکمیت په مهال دزندانونوتورې ورځي  دهیڅ افغان څخه پټې نه دي ، بناء ویلای شوچې داسلام دمبارک دین د سیاسي نظام لارښونې دانسان دژونددټولوپړواونواودژونددبدلیدونکي هرحالت لپاره مشفقانه دي ،اوپه حقوقي لحاظ یې هیڅ غیراسلامي نظام لکه ډیمکراسي اونورسیالي نه شي کولای غربي نظامونه که دبشریه په نامه څه موادلري هم هغه په اصل کې له نبوي اوشرعي لارښونوڅخه کافي شوي دي اودوی يې دمیډیا په زوردغرب دحقوقومحصول بولي ، که څه هم په بشري تاریخ کې دهغوی داکاریوه ترقي اومثبت اقدام دی، که دټولوادیانوپه پیروانوته مساوي ورکړل شي ،خوپه هيڅ صورت  یې اساس ډیمکراسي نه شوتسلیمولای بلکه دا حقوق په اصل کې دالهي نظام اواسلام دمبین دین اصول اومقررات دي چې دهرمذهب انسانانوته یې په هروخت کې امن سوکالي اوبې ساری عدالت وربخښلی دی .

په پای کې دعاکووچې الله تعالی  دهیواداونړۍټول مظلوم بندیان آزادکړي ،  اومجرموبندیانوته بندي خانه  داصلاح اودتوبي سبب وګرزوي اومونږته یوسوکاله عادلانه اسلامي نظام راپه برخه کړي  آمین ـ

 

[1]  4 ۔ (مصنف عبدالرزاق 10/217)

(الشرح الکبیر…… 3/282، درمختار مع الحاشية 5/378،379) يا دونه دموضوع دنوروجزیاتولپاره الموسوعة الفقهیه ۱۶ جلدبحث سجن کتلای شو

 

[2]  دتفصیل لپاره  (الموسوعة الفقهية 16/318، 319

[3]  (رد المحتار 6/108) (الموسوعة  الفقهية 16/294، 295)

[4]  (درمختار مع رد المحتار 5/378، 499، لسان الحکام لابن الشحنہ 251، تبصرة الحکام 1/304، المغنی 9/207، الموسوعة الفقهية 16/326)

 

الهام پکتیکوي .

 

Related posts