اګست 10, 2020

په صدقه مال نه کمېږي !

په صدقه مال نه کمېږي !

– عن أبي هريرة – رضي الله عنه – عن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: «ما نقصت صدقة من مال، وما زاد الله عبدًا بعفو إلا عزًّا، وما تواضع أحدٌ لله إلا رفعه الله»(رواه مسلم ).

ژباړه : ابوهریرة رضی الله تعالی عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې  ويې وفرمایل : صدقه دمال کمښت نه راولي ، په عفو سره الله تعالی  بنده ته عزت ورزیاتوي اوهیچاتواضع نه ده غوره کړي مګر داچې الله تعالی هغه په نورو لوړ کړی دی .

تشریح : یعني بنده خوداسي فکر کوي چې که دی له خپل مال څخه صدقه وکړي نومال به يې کم شي ،مګر دغه سي نه ده بلکه الله تعالی  يې بدله ورکوي لکه په حدیث کې ذکر شوي . بنده فکر کوي چې که مجرم  ته عفوه وکړم په دې سره به زه خوار اوبي عزته ښکاره شم  مګر داسي نه ده الله تعالی به دي عفوه کونکي ته عزت ورپه برخه کوي . اویوتن داسي فکر کوي چې که دی دالله تعالی له مخلوق سره دالله تعالی  لپاره تواضع اختیار کړي اولویې ایله کړي  نودی به دخلقو په وړاندي ټیت ښکاره شي مګر داسي نه ده بلکه الله تعالی داسي انسانان ترنورو لوړه وي .

مفتي ابوسعد عفی عنه

Related posts