اګست 08, 2020

داسې وزه ،یامېږه چې حمل لري اضحیه يې صحیح ده ؟

داسې وزه ،یامېږه چې حمل لري اضحیه يې صحیح ده ؟

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب !مایوه وزه واخسته مګر حامله ده اوس پوښتنه داده چې اضحیه  يې څرنګه ده ؟

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که داضحیې کوم پسه یعني وزه ،مېږه ،غوا اواوښه داسي حمل لري چې ډیره موده يې نه وي شوي بیاپروانه لري اضحیه ورباندي صحیح ده ، اوکه یې حمل دډیري مودي وي یعني قریب الولادة وي بیا یې اضحیه مکروه ده .۔

وفي المحيط البرهاني ۶\۷۶ وفي «النوازل» أيضاً: رجل له شاة حامل، فأراد ذبحها، فإن تقاربت الولادة يكره ذبحها؛ لأنه تضييع ما في بطنها من غير زيادة فائدة؛ لأنه تقارب الولادة، ومثله في فتح المعين ۳\۳۷۲ ومثله في رد المحتار ۶\۳۰۴ ومطبعة جديده ۹\۵۰۷ کتاب الذبائح

والله تعالی اعلم

کتبه : مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts