اکتوبر 24, 2020

ددوئ دخواهشاتو اتباع به نه کيږي !

ددوئ دخواهشاتو اتباع به نه کيږي !

قال الله تعالی : ولئن اتبعت أهوائهم من بعدماجاء ک من العلم انک اذا لمن الظالمین .البقرة ۱۴۵

ژباړه : اوکه[بالفرض ] خامخا ته ددوئ دخواهشاتو اتباع وکړي وروسته له هغه چې راغلی تاته علم [په دې چې ددوئ دخواهشاتو اتباع به نه کوي ]بي شکه چې ته په دغه وخت کې شي له ظالمانوڅخه .

لنډتفسیر : داسلامي شریعت په واضحواحکامو،قوانینو اوهدایاتو له علمه وروسته دبي علمه اوبي دینه خلګو دخبرو ، خواهشاتو اوافکارو اتباع جائز  نه ده ،ځکه حق خوداسلام قوانين اوشرائع دي ،اودالله تعالی بندګان باید هغه څه ومني چې رب يې ورځني غواړي ، رب ورته په خپل کتاب اودخپل رسول په  وسیله واضح کړي .

مسلمان  به داسي ونه کړي چې دبنده دکمزوري عقل ،دماغ اوفکر زیږنده وي په هغه ودریږي ؛ځکه داخودکفارو خوی اوخصلتونه دي ،رښتوني مسلمانان کله هم  داسي نشي کولای .

له دې آیة څخه  وړاندي په یوه بل آية کې الله تعالی فرمايې : قل ان هدی الله هوالهدی ط ولئن اتبعت أهوائهم بعدالذي جاء ک من العلم مالک من الله من ولی ولانصیر () البقرة ۱۲۰ .

ورته ووایه ! چې اسلام سراسر هدایت دی ،اوقسم دی که ددوئ دخواهشاتو اتباع وکړي وروسته له هغه علم چې تاته راغلی نو وبه نه مومي له عذابه دالله تعالی څخه کوم ساتونکی اومرسته کونکی .

Related posts