اکتوبر 24, 2020

د تعلیم اوتعلم په برخه کې د ځینو محدثو او فقیه میرمنو خدمات

د تعلیم اوتعلم په برخه  کې د ځینو محدثو او فقیه میرمنو خدمات

داسلام دښمنان تل هڅه کوي ترڅو اسلام په یو نه یو ډول بدنام  کړي  او په دې سلسله کې  یې له هیڅ ډول  تور پوري کولو او دروغو ویلو څخه  دریغ نه دی کړی ، په اوسني عصرکې ځیني  سیکولران  داسلام  دبدنامۍ لپاره  دا تور پوري  کوي چې  اسلام د ښځو د تعلیم او تعلم مخنیوی کړی  او ښځو ته فلان او فلان  حقوق نه ورکوي

خو حقیقت دادی چې اسلام ښځو ته دهغوی  ټول  حقوق  ورکړي  او دهغوی په حقوقو کې یې هیڅ  کسر نه دی پري ایښی

اسلام ښځو ته  نه یواځي داچې دتعلیم او تعلم  اجازه ورکړي ،بلکه هغوی یې هڅولي ترڅو په علم کې لوړ مقام ته  ترلاسه او په علمي میدان کې  رغنده رول ولوبوي  دلته ستاسو مخې ته د یو څو عالماتو میرمنو نمونه  وړاندي کوو چې علمي خدمات یې ترسره کړي  او آن د فتوی په اموروکې یې  پراخ لاس  درلود

داسلام په لمړي دور یعني   د صحابه کرامو په دور کې  داسي میرمنو شتون درلود چې باقاعده یې فتوا وي ورکولي او دهغوی فتوی نافذه هم بلل کیده ، حافظ ابن القیم رحمه الله  دداسي  شل تنه صحابیاتو – رضی الله عنهن- یو فهرست لیکلی چې فتواوي به یې ورکولي او په خپل دور کې په فقه او فتوی کې مشهوری وي  چې په دوی کې ام المؤمنین حضرت عائشه صدیقه  ، حضرت ام سلمه  او حضرت حفصه  -رضی الله عنهن- په  ځانګړي توګه دیادوني وړدي

ام المؤمنین حضرت عائشې – رضی الله تعالی عنها-  باقاعده فتواوي ورکولي چې په هغه کې نه یواځي داچې د میرمنو اړوند مسائل ؤ بلکه د نورو شعبو مسائل یې هم حل کول، دحضرت عائشې شمار په هغه  ۷ تنه مجتهدینو صحابه ؤ کې راځي چې په اجتهاد او فتوی ورکولو کې ترټولو زیات ؤ او اجتهاداو فتاواوي یې  په امت کې عامه قبولیت درلود،حضرت عائشې رضی الله تعالی عنها به د خپلو معاصرو مفتیانو په فتواؤ باندي  تنقیدهم کول او له هغوی سره په اختلاف کې به یې مستقله فتوی ورکوله

علامه جلال الدین سیوطي رحمه الله په عین الاصابة فیمااستدرکت ام المؤمنین عائشة علی الصحابه  نومي رساله کې  د حضرت عائشې  رضی الله تعالی عنها دهغه فتاواؤ یادونه کړي چې په هغه کې ام المؤمنین له نورو صحابه کرامو سره اختلاف کړی ، او علام سیدسلیمان ندوي  رحمه الله  په خپل کتاب  سیرت عائشه  په آخر کې دامام سیوطي رحمه الله  دارساله په بشپړه توګه نقل کړي.

دحضرت عائشې  شاګرده او دهغې علمي ځای ناستې  حضرت عمره  بنت  عبدالرحمن  وه چې  دخپل وخت  ستره محدثه  او فقیه وه ، دهغې  وراره  قاضي ابوبکر بن قاسم دمدېنې منوري قاضي ؤ ، امام مالک رحمه الله  په موطاء کې لیکلي چې : دحضرت عمره  دخپل وراره د فتواؤ او اجتهاداتو څارنه کوله او دهغه  غلطۍ یې ورته  په ګوته کولي، همدي قاضي ابوبکر بن قاسم ته دامیرالمؤمنین عمربن عبدالعزیز له لوري داکار سپارل شوی ؤ چې درسول الله صلی الله علیه وسلم  مبارک حدثونه په لیکلي بڼه محفوظ کړي  اوهغه خپلي ترور (عمه ) حضرت عمره  د حدیثو طرف ته ښه  توجه وکړي ؛ځکه هغه دام المؤمنین حضرت عائشې – رضی الله تعالی عنها-  دعلومو او روایاتو وارثه او امینه وه .

دحضرت عائشې – رضی الله تعالی عنها- یوبله شاګرده  وه ، یعني دحضرت طلحه  رضی الله عنه لور ، دصدیق اکبر لمسۍ  او دحضرت عائشې  ورېره  چې دهغې نوم هم عائشه وه ، په علم اوفضل کې مشهوره وه ، ستر ستر علماء به په مسائلو کې  د راهنمايي لپاره هغې ته رجوع کوله ، یوځل  خلیفه  هشام بن عبدالملک  خپل دربار ته دهغوی  راوبلل او  هلته  یې له سترو سترو علماؤ سره  په مختلفو علمي مسائلو خبري وکړي چې  له علمي تبحر نه  یې  خلیفه  خورا متأثر شو او یولک  درهمه  انعام یې ورکړ.

دمشهور تابعي  امام محمد بن سیرین – رحمه الله – خور  حفصه بنت سیرین یوه ستره عالمه میرمن وه ، داحادیثو روایت به  یې کول او په تجوید اوقرائت کې  یې ځانګړی  مهارت درلود، خپله امام  محمد بن سیرین ته به چې کله  د قرائت  په هکله کوم ځای کې شبه پیدا شوه نو خپلو شاګردانو ته به  یې ویل : لږ صبر وکړئ! چې  زه  یې له حفصې څخه وپوښتم.

قاضي عیاض مالکي په خپل  کتاب  ترتیب المدارک کې  لیکي :  دحضرت امام مالک-  رحمه الله تعالی –  په مسجد نبوي کې ددرس حلقه وه   چې  په سلهاؤ  اهل علم  ته  یې  دحدیثو درس ورکول، دامام مالک – رحمه الله تعالی- ددرس طریقه داسي وه چې : شاګر به  دحدیثو قرائت کول اوامام  مالک  به اوریدل، که به کوم ځای کې په لوست کې غلطي راغله نو دهغه اصلاح به یې کوله اوهمداراز که  به په کوم ځای کې دوضاحت ضرورت وي  هلته به یې  ضروري وضاحت کول. خو دامام مالک- رحمه الله تعالی-  څنګ ته  یوه  میرمن  په پرده کې ناسته وه  چې دهغې کار داؤ که به دحدیث په  لوست کې کومه غلطي راغله او  د محترم استاذ به ورته  توجه ونه شوه هغې  به په زوره  خپل میز وټکول چې په دې سره به  امام  مالک – رحمه الله تعالی-   شاګرد ته  د دوهم ځلو لوستلو لپاره  وفرمایل،  او دهغه غلطي به یې اصلاح کړه

دامیرمن په خپله  دامام مالک – رحمه الله تعالی-  لور وه چې  په  حدیثو کې  دې مرتبې ته رسیدلي وه  چې داستاذ او شاګر دواړو  نګراني او څار یې کول .

امام تاج الدین سبکي  – رحمه الله تعالی – په  طبقات الشافعیة  کې لیکي :  دحضرت امام شافعي – رحمه الله تعالی –  مور محترمه  په  یوه  پېښه کې  دقاضي په وړاندي  دګواه په توګه  وړاندي شوه  چې یوه بله  میرمن هم  ورسره وه  ( دقرآن کریم  داصولو مطابق  دلته یو نارینه او دوې ښځې  دشاهدانو په توګه  په یاده پېښه کې  حاضرؤ )  قاضي صاحب  د دوی  دواړو له ګواهي وروسته غوښتل چې له هرې یوې څخه  په جلا جلا توګه هم  خبره واوري ؛ ځکه که کوم  توپیر یې په  خبرو کې راشي ، مګر دامام شافعي – رحمه الله تعالی – مور محترمې  قاضي ته  ورغبرګه کړه چې  داکار دي  د قرآن کریم دمنشأ سراسر خلاف دی  ؛ځکه چیري چې  دیوه نارینه او  دوو ښځو  دشاهدي بیان دی هلته الله تعالی  داهم  فرمایلي : ان تضل احداهما فتذکر احداهماالأخری . که په دوی (دوو شاهدانو میرمنو) کې  دیوې خبره هېره شي  نوهغه بله به یې وریادوي .

دامام  شافعي – رحمه الله تعالی –  مور محترمې  ورته ویل چې : موږ  دواړې میرمني  جلا جلا نه !بلکه په یوځای  ګواهي ورکوو  تر څو د قرآن کریم دمنشأ  مطابق  که له موږ څخه د پېښې  کوم اړخ  له کومې یوې هېرشي  نو هغه بله به  یې ورته  یادکړي، امام  سبکي  – رحمه الله – لیکي  چې : قاضي  ددوی  دلیل ومنل  او له هرې یوې څخه یې په پېښه کې  په جلا جلا توګه  شاهدي  و نه  اوریده.

د حنفي فقهې  د مشهور عالم ، امام  ابوجعفر – رحمه الله تعالی –   د لور په باره کې  مؤرخینو لیکلي چې  ستره عالمه  او فقیه  وه اوپه علمي کارونو کې به  له خپل  پلار محترم سره  په ګډه  بوخته وه .

دشپږمې  سلیزي  مشهور حنفي عالم   شیخ علاؤ الدین  سمرقندي  – رحمه الله تعالی –  لور  فاطمه   هم  ستره  فقیه  اوعالمه وه   اودهغې خاوند  ملک العلماء علامه کاساني  –  رحمه الله تعالی –  د البدائع الصنائع  لیکوال  ؤ

فاطمې  به  فتواوي ورکولي، دوخت ستره مفتي او فقیه وه  او په مهمو مسائلو باندي به   دخاوند، میرمني او دهغې دپلار  درې واړو دستخطونو  کیدل

دسلطان صلاح الدین ایوبي – رحمه الله تعالی – د خور   شهزادګۍ  ربیعه  – رحمها الله تعالی – په باره کې  مؤرخین لیکي چې  ستره عالمه وه ، هغوی په شام کې یوه ستره مدرسه هم جوړه کړي وه  چې له وفات وروسته هم هلته دفن کړی شوه،

په  اتمه  هجري سلیزه کې یوه میرمن  د ست الفقهاء  په نامه سره مشهوره وه چې ستره فقیه او محدثه ، اهل علمو  به  له هغې څخه د سنن ابن ماجه   کتاب په  خاصه توګه لوست ، په علم او فقه کې  یې پوره برلاسي  درلوده ، هغوی هم خپله مدرسره  جوړه کړي وه چې په زرهاؤ  اهل علمو  استفاده تري کړي

بي بي حنیفه  -رحمهاالله تعالی –  د نهمې  هجري سلیزي  مشهوره محدثه  ده ، امام جلال الدین سیوطي – رحمه الله تعالی –   پخپلو استاذانوکې  دنوموړي یادونه  کړي ،

بي بي ملیکه –  رحمهاالله تعالی-  د اتمې هجري سلیزي  په  محدثینو کې تېره شوي  چې حافظ ابن حجر العسقلاني  – رحمه الله تعالی –  ورڅخه  دحدیثو دروایت اجازه  حاصله کړي اوهغه  یې په  خپلو استاذانو کې شمارلي.

دامام مالک – رحمه الله تعالی – په شاګردانوکې  دحضرت  آمنه  رملیه  یادونه  هم راغلي  چې  له امام مالک – رحمه الله تعالی – څخه  علاوه  یې  له امام شافعي  – رحمه الله تعالی –  څخه هم  زده کړي  کړي دي ،  او دکوفې له سترو علماؤ  یې هم علمي استفاده کړي ، هغې خپله  یوه علمي حلقه  جوړه کړي وي چې دوخت سترو سترو علماؤ  ترې  فیض حاصل کړی

دا یوڅویادوني   د مشت نمونه خروار په حیث  دلته وشوي ، داسي په سلهاؤ نور مثالونه وړاندي کیدی شي  چې دمسلمه امت  په هر  دور کې  میرمنو  په  قرآن ، حدیث  اوفقه کې  څرګند مقامونه ترلاسه کړي  او دقرآن اوحدیثو له درس سره سره  به یې دیني مسئلې  هم بیانولي او فتوی به یې ورکولي.

البتة  په هر دور کې د دوو خبرو پوره خیال ساتل کیده  چې په نني عصر کې هم  هغه دشرط په  درجه کې  ضروري بلل کیږي  ، یو داچې  میرمنو دغه علمي خدمتونه  دممتازو او مستندو علماؤ  په  سرپرستي  او لارښونه کې  ترسره کړی او دوهم داچې  دپردې  دشرعي ادابو بشپړ خیال به  یې ساتل

په دې سلسله کې   ام المؤمنین  حضرت عائشه صدیقه  – رضی الله تعالی عنها-  دمیرمنو لپاره یو کامله نمونه  او  ښه مثال دی  چې له دې سره سره  چې د ټولو مؤمنانو مور وه   د پردې شاته به کښېناسته او خلک  به راتلل  او له سلام  او تعارف  وروسته به  یې  خپله  مسئله  له  پردې شاته  ورته اوروله  او ام المؤمنین –رضی الله تعالی عنها- به  جواب ورکول

په هره زمانه کې  د محدثو  او فقیه میرمنو هم  همدا معمول او رواج ؤ  چې  د پردي  په بشپړه  پابندي کولو سره یې دتعلیم ، تدریس ، ارشاد اواصلاح  سلسله  روانه کړي وه .

په  هر دور کې  دحدیث او فقه   د تعلیم په ډګر کې  د محدثو   او فقیه   میرمنو همدا معمول ؤ چې  د پر دي  دضروري احکامو  په  پابندي کې  یې  تعلیم ، تدریس  ، ارشاد او اصلاح سلسله  روانه کړي

پای 

 

لیکونکی :  ابوعمیر

Related posts