اکتوبر 24, 2020

که عاریه معیوبه شي ؟

که عاریه معیوبه شي ؟

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! له یوه مجاهدڅخه مي توپانچه عاریة راوړي وه ،بیامي زوی ته په لاس ورکړه چې وريې وړي ،له هغه څخه په لارې لویدلي وه اویوه څوکه يې ماته شوي ده اوس هغه مالک يې وايې ماته به  توپانچه راجوړوي ! پوښتنه داده :چې دلته نږدي څوک داسامان نه لري نودده په ماباندي درغیدوحق کېږي اوکنه ؟یوطالب

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که چېري دا دتوپانچې ور رسونکی قصدا نه وي غورځولي یاتقصیر نه وي ځیني شوی نوبیايې حق درغیدو نه لري  ځکه داعاریه ده اودعاریه  ور وړل دزوی په لاس صحت لري .اوپه هلاک يې ضمان نه لازمیږي .الا في صورة التعدی والتقصیر .

في البدائع ۵\۳۲۴ ولوردالعاریة مع عبده اوابنه اوبعض من في عیاله اومع عبدالمعیر …لایضمن استحسانا .ومثله فې مجموع الضمانات ص\۱۲۰ وردالمحتار۴\۵۶۱

کتبه : مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts