اکتوبر 24, 2020

که استعداد نه لري اومسئولیت ورکول کیږي ؟

که استعداد نه لري اومسئولیت ورکول کیږي ؟

 الاستفتاء رقم … محترم مفتي صاحب ! که په یوه تن کې استعداد دیوه مسئولیت نه وي  اوبیاهم دی دې مسئولیت ته اماده وي داشرعا ورته رواده ؟ اوبل داچې که امیرداسي بي استعداده سړي ته مسئولیت وروسپاري داشرعا جائز ده ؟ ابوبکر خالد

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په لمړي صورت کې داسې سړي ته مسئولیت قبلول شرعا نارواده ،همداراز په دوهم صورت کې امیرته شرعا روا نه دی چې داسې سړي ته مسئولیت وسپاري کنه ګنهګاریږي

لمافي الهدایة  ۳\۱۳۳ کتاب ادب القاضي : ویکره الدخول فیه لمن خاف العجز عنه …………الخ   وفي الاختیار ۲\۸۲ وحرام وهوان یعلم من نفسه العجزعنه ،وعدم الانصاف فیه لمایعلم من باطنه من اطباع الهوی ….

ومثله في مجمع الانهر ۳۱۰\۳ .

کتبه : ابوحامد عفی عنه

Related posts