اکتوبر 24, 2020

اسلام کې دصحافت (ژورنالیزم ) منزلت!(۲ برخه)

اسلام کې دصحافت (ژورنالیزم ) منزلت!(۲ برخه)

 

لیکوال :مفتي فضل هادي (سالک )

دژورنالیزم یا صحافت مقصد: دغربي ژورنالیزم یا صحافت دڅانګې کارپوهانو، دژورنالیزم او صحافت په باب یې ځینو داسې لیکلي دي : دژورنالیزم مقصد دورځنیو او تازه خبرونوڅخه دخلکو خبرول ،دننۍ پیښې شرح اودراتلونکې روښانه کول دي ،دا ددې لپاره چې خلکوته دهڅو لاره خلاصه شي .
ډاکتر مسکین علی حجازی لیکي :
دصحافت اوصحافي(ژورنالسیت )بنسټیزمقصدخلکوته دمعلوماتو پیداکول ،هغوئ ته روزنه ورکول ،هغوئ ته لارښوونه اوهغوئ ته تفریح پیدا کول دي .
ډاکتر عبدالسلام خورشید،په (فن صحافت) کتاب کې لیکي :صحافت دخلکو دکړو وړو ترجمان اوعکاس هم دی او هم دخلکو دلارښوونې دنده پر مخ بیایي ،دخلکو خدمت یې لومړنۍ فریضه ده ،پدې خاطر صحافت دټولنې دیوې مهمې ادارې حیثیت لري …………..
خو(نذرالحفیظ ندوي) په خپل اردو ژبي کتاب (غربی میډیااوراس کی اثرات)کې داسې لیکي :قرآن کریم چې درسنیو ، ذرائع ابلاغ یا میډیا دمفهوم دادا کولو لپاره دکوم لفظ انتخاب کړی دی،هغه د(دعوت )لفظ دی ،دا داسې طاقتور،غښتلی او مضبوط قرآني تعبیر دی، چې تر نورو بلیغ دی او ددې کوم بدیل نشته ،دې تعبیر سره قرآنکریم دتبلیغاتي یا ابلاغي وسایلو او ذرایعو له لارې نه داسلام دتعریف او تعارف کار اخلي ،اسلامي میډیا یا صحافت دمسلمانانو دپیغام رسولو ډیره مهمه اړتیا ده، او قرآن او سنت کې ددې مؤیدات هم شته ،اسلام ته ددعوت او داسلامي احکامو دنشرواشاعت لپاره ،نن سبا همدا فن صحافت یا میډیا اغیزمنه وسیله ده . د دعوت طريقه په قرآنکريم کې داسې بيان شوی :
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
(( بلنه کوه (ای محمده ص! خلكو ته ) لاری د رب (ج)خپل ته، په حکمت سره اوپه موعظې (پند) نيک سره، په ښه ډول او مباحثه کوه،، له دوئ سره په هغې (طريقې ) چه هغه ډيره ښه وي )).
د(حکمت (د معنی په اړه علماء کرامو ډيرڅه ليکلي دي, خو په لنډ ډول حکمت په عامه اصطلاح کې په خپل ځای کې د هرشئ ايښودلو ته وايې ،مګر دلته د حکمت نه مراد, کوم چې د حق د لاری داعيان پر هغه متصف وي ,غالباً حکمت په وينا کې چه علم او موعظه او يا حکمت د نورو سره په برخورد کې دنيکۍ طرف ته د تشويق لپاره او بدۍ نه منع کول دي .
ابن زيد (حکمت) داسې تعريفوي : هر ه هغه وينا چې دچا د نيکۍ د دعوت سبب شي اويا څوک د بدۍ څخه منع کړي ،هغه حکمت دی .
په قرآنکريم کې حکمت د آسماني کتابونو ،نبوت ،هدايت ،علم ،عدالت او حلم په معنی راغلی دی .
دخير طرف ته د دعوت فضيلت اودفساد پروړاندې د بې پروايې وعيدونه :
وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ 104 الاعمران .په تاسې کې بايد څه خلک هرومرو داسې وي, چې دنيکۍ لورې ته بلنه وکړي, په ښوکارونو امر وکړي او له بدو کارو خلک منع کړي, کوم خلک چې داکار وکړي, هم هغوئ به بريالي شي . إذا عملت الخطيئة في الأرض كان من شهدها فكرهها كان كمن غاب عنها، ومن غاب عنها فرضيها كان كمن شهدها”.(ابوداود 4345 ).حضرت عرس بن عميره (رض)د رسول الله (ص)نه روايت کوي, چې هغوی ص وفرمائيل :چې کله په یوه ځمکه کې ګناه وکړای شي, نوچې کوم خلک هلته موجود وي او په ګناه خفه شي, دوئ د هغه خلکو په شان دي ،چې هلته موجود نه وي ( يعنې د دوئ څخه د دغه ګناه په اړه پوښتنه نه کيږي ) اوچې کوم خلک په دغه ځمکه کې نه وي او پدې ګناه راضی وي, نوهغوئ د هغې خلکو په شان دي ،کوم چه دغه ځای کې اوسي ( د دوی په ګناه کې به شريک وي ).
عن ابن جرير، عن جرير قال: سمعت رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم يقول: “ما من رجلٍ يكون في قومٍ يعمل فيهم بالمعاصي يقدرون على أن يغيروا عليه فلا يغيروا إلا أصابهم اللّه بعذابٍ من قبل أن يموتوا(ابوداود 4339 ).
حضرت جابر وايي چې ما له رسول (ص) نه واوريدل چې فرمائيل يې : چې په يوه قوم يا ټولنه کې داسې څوک وي ,چې دشريعت خلاف کارکوي (ګناه کوي ) اوددغې ټولنې خلک د توان او قدرت سربيره دهغه اصلاح نه کوي ,داکسان به الله ج له مرګ نه مخکې په عذاب ګرفتار کړي .
مطلب داچې دفساد پروړاندې بې پروايې اختيارول ،دالله په نزد داسې ګناه ده، چې دآخرت دسختې سزا سربيره به په دنيا کې هم سزا ورکوي .
عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا. ومن دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا”.(مسلم 2674 ).
کوم بنده چې دنيکۍ طرف ته خلكو ته دعوت ورکړ, نو ده ته به دهغو ټولو خلکو هومره اجر اوثواب وي ،څوک چې دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .
او ددې نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .
او چاچې خلک د يوې ګمراهۍ طرف ته دعوت کړل, نو ددغې ګناه به هومره وي, چې کوم ګناه کونکی دده د ګمراه کونکې عمل په وجه بې لاری شوي وي او ددغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځي (رواه مسلم ).
عَنْ أَبِي رَافِعٍ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ.(الطبراني 925 ). که الله ستا په لاس يو بنده ته هدايت وکړي ،ستاسو دپاره د ټولو کايناتو نه چې لمر پرې راخيژي او پريوزی غوره دی ( طبرانی ) .

عن جابر قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم اوحی الله عزوجل الی جبرئيل عليه السلام ان اقلِب مدينة كذا و كذا بِاهلِها فقال يا رب ان فيهم عبدك فلانا لم يعصك طرفة عين قال تعالي اقلِبها عليه و عليهم فان وجهه لم يتمعر في ساعة قطُّ ( رواه البيهقي في شعب الايمان ).دحضرت جابر (رض) نه روايت دی ،چې رسول الله (ص) وفرمائيل : چې الله تعالی(ج)جبرائيل علیه السلام ته حکم وکړ, چې فلانی کلی (ښار)سره له خپلې ټولې آبادۍ په بل مخ کړه ، جبرائيل عرض وکړ ،چې پدې کلې کې خو ستا فلانی بنده هم دی – چې د سترګې د رپ په اندازه يې هم ستا نافرماني نده کړی, دالله (ج) دطرف نه حکم وشو, چې دغه کلی (آبادي) سره ددغه بنده په ټولو باندې واړوه, ځکه چې د يوساعت د پاره هم ددغه بنده مخ زما له وجې متغير شوی ندی (البیهقی فی شعب لاایمان).
نوربیا …….

Related posts