دسمبر 03, 2020

څومره ډير یوه وړوکې ډله په لویه ډلې بریالۍ شوي

څومره ډير یوه وړوکې ډله په  لویه ډلې بریالۍ شوي

قال الله تعالي : كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ (249) وَلَمَّا بَرَزُوا لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالُوا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ (250) البقرة .

ژباړه : څومره ډیر یوې وړوکې ډلې [دمؤمنانو ] غلبه موندلې په لویه ډله [دکافرانو ]دالله تعالی په نصرت \ حکم سره ،اودالله تعالی نصرت اومرسته دصابرینو سره ده . اوکله چې دغه [۳۱۳] کسان دجالوت اودهغه دلښکرو سره مخ شول [ دوئ دعاء وکړه ]ای ربه ! موږ ته صبر راکړه ،زموږ قدمونه کلک کړه [یعني په جهاد استقامت ]،اوزموږ مرسته وکړه دکافرانو په لښکرو .

لنډتفسیر : په دې آية کې څو مهمو جهادې امورو ته اشاره شوې :

لومړی داچې : داچې دالله تعالی په حکم اومرسته ډیرداسې شوي : چې یوه وړوکې دحق ډله دباطل په یولوی لښکر باندي برلاسې شوي دي .

دوهم  : دالله تعالی نصرت اومرسته دجهاد په میدان کې د غمونو، ابتلاو اوتکالیفو په زغملوسره ترلاسه کېږي .

درېیم : مجاهدین به دجهاد په ډګر کې بلکې هروخت دالله تعالی څخه دڅوامورو سوال کوې :

  • دصبر علی الطاعة دصبر عن المعصیة اودصبرعلی الابتلاء .یعنې ددرو واړه صبر دعاء
  • داستقامت اوثابت قدمې سوال .
  • دالله تعالی څخه په دښمن باندي دبرلاسي سوال .

څلورم : دمجاهددعاء الله تعالی قبلوي ددې ایة پسې متصل کې اشاره ده ،چې الله تعالی ددوئ  دغه ټول سوالونه قبول کړل اودوئ په خپل ستر دښمن برلاسې شول .

نوله ایة څخه موږ ته واضحه کېږي چې دایمان یوه کوچنۍ ډله به الله تعالی  دغلیمانو اویرغلګرو په لویو ډلو غالبه کړي ،هم دسنګر په میدان کې اوهم دحجة یعني سیاست په میدان کې .

وماذلک علی الله بعزیز .

Related posts