دسمبر 03, 2020

که یوه قرارګاه فتح شي …؟

که یوه قرارګاه فتح شي …؟

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! زموږ مجاهدینو یوقرارګاه فتح کړه ،مګر دیرغلګرو طیاري سېمې ته راغلي موږ یوځای غلي شوو،خوچې طیارې ولاړې ترموږ وړاندي خلګ ورغلو اوځيني شیان یې ځیني یووړل نوپوشتنه داده :چې آیا دغه څېزونه  شرعازموږ حق دي چې بیرته یې له خلقو واخلو اوکه څرنګه ؟ فرحان الله

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:غنیمت ددې امت خصوصیت اوترټولو غوره مال ګڼل کیږي ، کوم مال چې په جګړه کې دیرغلګرو یادهغوئ دغلامانو څخه ونیول شي هغه غنیمت دی اودغه غنیمت دهغو مجاهدینو حق دی چې په جګړه کې حقیقة یاحکما شریک وي .نورخلګ په دغه مال کې حق نه لري اوکه یوشی ځيني یوسي ورباندي لازم دي چې بیرته يې مجاهدینوته وسپاري اوبیا که له تقسیم وروسته دمجاهدینو مشر له خمس څخه دې خلقوته یوشی ورکړي نوجائز دي ورته .

قال الله تعالی : ومن یغلل یأت بماغل یوم القیامة () الایة

وعن ابي هریرة رض قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم …فلم تحل  الغنائم  لاحدمن قبلناذلک بان رئی ضعفنا وعجزنا فطیبها لنا. متفق علیه .

وفي الهندیة ۲\۲۱۷ وغل رجل شیئا من المغانم ولم یأت به الابعدماقسمت الغنائم وتفرق اهلها فللامام ان یصدقه فیماقال ویأخذمنه ویخمسه ویصرف الخمس الی الفقراء ویمسک الباقي حتی یجئ مستحقوه ….

والله تعالی  اعلم

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts