دسمبر 03, 2020

دعلماء حق اوباطل ترمینځ توپېر !

دعلماء حق اوباطل ترمینځ توپېر !

عَن جابِرٍ، قال: قال رَسول الله صلى الله عليه وسلم: «العِلمُ عِلمانِ: فَعِلمٌ فِي القَلبِ فَذاكَ العِلمُ النافِعُ، وعِلمٌ اللِّسانِ فَتِلكَ حُجَّةُ الله عَلَى ابنِ آدَمَ».أخرجه المنذري في الترغيب والترهيب (1/ 103) واللفظ له، وقال: رواه الخطيب في تاريخه بإسناد حسن، (1/ 190/ 191)، وقد حسنه السيوطى في الجامع الصغير رقم (5717). وقال المناوي: قال المنذري: إسناده صحيح .

ژباړه : دجابررضی الله تعالی عنه په دې روایت کې درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوي :چې علم دوه ډوله دی ،یوهغه علم دی چې په زړه کې قرار لري [ داهغه پاک دیني علم دی چې عمل  ورباندي شوی وي ] دانافع علم دی  .

اودوهم : دژبې دسر علم دی ،[چې دمنافقانو په څېر ددربارې بي عمله ملایانو علم دی ]دادالله تعالی حجت دی په همدغه خلقو باندي .

تشریح : له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دعلماء حق اوعلماء سوء ډيرفرقونه په ګڼ شمیراحادیثو کې ثابت شوي اونقل شوي دي،دهغوئ څخه یوحدیث داهم  دی :چې رسول الله صلی الله علیه وسلم داهل حق علماوو یوې لويې نښې ته اشاره کوي اوهغه  داچې ددوئ علم به عملې جامه لري ،اودهمدې عمل په نتیجه کې به يې علم په زړه کې قرار نیولی وي ،ددوئ خبرې به په خلقو ښې لګېږي اولکه ده چې په خپل علم باندي نفع اخستي همداراز به خلق هم دده په علم باندي ډیره نفع واخلي .

همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم دعلماء سوء نښه  داسې ښودلې ده : چې  ددوئ علم به یواځې په ژبه وي ،په خوله به وايې مګر په عمل کې به هیڅ نه لري ،نوځکه به يې داعلم په زړه کې قرار نه لري یابه يې باور ورباندي نه وي .

داخلق به دمنافقانوپه څېر ځان ټولنې اوخلګو ته علماء ښيې مګر دوئ به په خپله په دې  علم هیڅ عمل نه لري .

درسول الله صلی الله علیه وسلم دې خبرې په هره زمانه کې مصداق لرلی دی ،اوزموږ په زمانه کې يې بیامصداق بي خي څرګند ده،تردې موږ داسې علماء ولیدو چې دیرغلګرو سره یوځای يې دهغوئ ملاتړ ته ديني رنګ ورکړ اوخلګ يې له جهاد څخه منع کړل ،داسلسله تراوسه روانه ده ، [یریدون لیطفئوا نورالله ولکن الله متم نوره ..]دوئ غواړي چې دجهاد دغه بله ډیوه مړه کړي مګر الله تعالی به دغه رڼا هرځای ته ورسوي .

Related posts