دسمبر 03, 2020

دعلماء حق ځیني اوصاف ۲

دعلماء حق ځیني اوصاف ۲

۳زاهدافي  الدنیا .

یعني ددنیا له رنګينیو ،خوښیو اوسیالیو څخه يې نظراووښتی وي ،لوی هدف يې دالله تعالی داوامرو امتثال اودنواهي څخه اجتناب وي ، هیله يې دالله تعالی رضا اودآخرت نعمتونه وي .

دزاهدفي  الدنیا عکس راغب في الدنیا دی : دابیاهغه انسان دی چي ددنيا په لاسته راوړلو اوډیرولوپسي تل لالهانده وي،شپه ورځ يې  دګټې اولاسته راوړني فکر وي ،دوئ  هدف داوي چې ددنیا ژوند يې رنګين اوخوشرنګه وي ،هوسااوخوشحاله وي ،له هیڅ ډول کړاوونواوستونزو سره مخ نشي   .دوی زیاتره آخرت نه پېژني  یایې هیردی .

عن سهل بن سعد الساعدي قال : جاء رجل إلى النبي صلى الله عليه وسلم، فقال: يا رسول الله، دلّني على عمل إذا عملته أحبني الله وأحبّني الناس، فقال: «ازْهَدْ فِي الدُّنْيَا يُحِبَّكَ اللَّهُ، وَازْهَدْ فِيمَا فِي أَيْدِي النَّاسِ يُحِبَّكَ النَّاسُ»،

الزهد ضد الرغبة والحرص على الدنيا وایضا قال الامام الثوري الزهد هو النظر إلى الدنيا بعين الزوال، وهو عزوف النفس عن الدنيا بلا تكلف …

نولمړۍ ډله دحق علماء دي اوداوصف بي خي په کې جوت  وي  ،اودوهمه ډله يې اهل السوء یعني ددنیا ، ژبي ،یاجامي علماء دي نور عمل دوئ نه لري .

۴قانعابالیسير :

یعني ددنیا له شتو څخه په لیږڅه قناعت کونکی وي ،دوئ دکفاف رزق باندي خوښ وي ،اودهمدومره روزي لټه کوي .

استوګنه يې هم همدومره چې دژوند داشپې اوورځې په کې صباء کړي ،ډیری یې دميني هيځ سهولتونه نه لري .

جامي يې  هم عادي وي ،خوله نورو صفاء اوتازه وي په کې .ناخبره ورباندي دشتمنو ګمان کوي [یحسبهم الجاهل اغنیاء … ]

وجاء فی الروایات المختلفة :
كن قانعاً بما عندك..
وراضياً عما انت عليه..
وانظر الى من هو دونك في النّعم.. ومن هو أكثر منك في البلاء..

۵ ملتمسا للفقراء .

په ټولنه کې يې ناسته ولاړه یاعام تعلقات  له مساکینو اوفقراو سره وي ،ترشتمنو دغریبو خلقو مجلس ته ترجیح ورکوي ،له بي تقوااغنیاؤ څخه ترډیره ځان ساتي .له حکومتونو اوسیاسي امیرانو څخه ترډیره ليري وي . ددربارونو په ځای یې ډیر تمرکز په مدارسواوخانقاوو باندي وي ،اوډیرتعلق يې درسا یامطالعة دکتاب سره وي .

وفي الحدیث الفقرفخري ، وکذا ..اللهم احییني مسکینا واحشرني في زمرة المساکین …

پاته لري …

Related posts