دسمبر 03, 2020

جهاد په اسلام کې ترټولو ستر مقام لري !

جهاد په اسلام کې ترټولو ستر مقام لري !

عن معاذ ا بن جبل رضی الله تعالی عنه فی حدیث طویل قال قال : رسول صلی الله علیه وسلم  رأس الامر الاسلام وعمودہ الصلوۃ وذروۃ سنا مه الجهاد۔ (رواہ احمد والترمذی از مشکوۃ )

ژباړه : له معاذبن جبل رض څخه په یوه اوږده حدیث کې روایت شوی چې رسو ل  الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ترټولو لمړی اوعمده کار  اسلام دی ، اوداسلام  عمود [چې داسلام تعمیر باندي قائم دی ] لمونخ دی ،اوترټولو لوړ مقام يې جهاد دی .

تشریح : رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې مبارک حدیث کې ددروڅېزونو  اهمیت  واضح کړی دی ،لمړی داچې اسلام ددنیا اومافیها څخه غوره دی ، اودوهم په اسلام کې بیا بنیادي شی لمونځ دی په همدې لمانځه باندي داسلام نورې بناوي قائمیږي ،اوترټولو لوړه اواعلی مقام يې بیا دجهاد دی ،ځکه دجهاد اجر اوثواب بیا په هیڅ عمل کې هم نشته .

همدغه جهاد چې دبي شمیره اجرونو سره یې ددنيا اوآخرت سرلوړي ،عزت ،شرافت اوهرڅه په کې نغښتي اوکوموقومونو چې جهاد ایله کړی دتل لپاره ددنیا اوآخرت په ذلتونوباندي اخته شوي .نعوذبالله تعالی منه

Related posts